Khost T10 Cup

Khost T10 Cup

Share

خوست لس اوریز کپ په لومړي ځل خوست کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.0708016477

Photos from Khost T10 Cup's post 22/12/2024

ستره پایلوبه!
د خوست شل اوریز کرکټ جام سیالیو ستره پایلوبه!
افضلي کلب د قاري نقیب الله کرکټ کلب پر وړاندې!
پښتونستان پارک مس عینک کرکټ لوبغالی!
افضلي کلب د لوبې ټاس وګټلو او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

21/12/2024

ستره پایلوبه!!
افضلي کلب د قاري نقیب الله کلب پر وړاندې!
سبا د ورځې ۱۰ بجې
پښتونستان پارک مس عینک کرکټ لوبغالی

Photos from Khost T10 Cup's post 20/12/2024

افضلي کرکټ کلب تر پایلوبې ځان ورسؤ
د خوست شل اوریز کرکټ جام سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې نن افضلي کرکټ کلب د سنګین کلب ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په یادې بریا سره افضلي کلب د روانو سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله.
سیف ننګیال یاده لوبه کې د افضلي کلب په ګټه ۸۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو ده چې افضلي کلب به د روانو سیالیو ستره پایلوبه راتلونکي یک شنبه د قاري نقیب الله کرکټ کلب پر وړاندې ترسره کړي.

Photos from Khost T10 Cup's post 20/12/2024

نیمه پایلوبه!!!
سنګین کرکټ کلب د افضلي کلب پر وړاندې!
پښتونستان پارک، مس عینک کرکټ لوبغالی.
سنګین کلب د لوبې ټاس وګټلو او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

Photos from Khost T10 Cup's post 19/12/2024

سنګین کرکټ کلب تر نیمه پایلوبې ورسیدو
د خوست شل اوریز کرکټ جام سیالیو د نن ورځې په یوازینۍ لوبه کې سنګین کرکټ کلب د خوست ډېنجر کلب ته د ۱۴۳ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې ځان ورسو.
مبارک شاه یاده لوبه کې د سنګین کلب په ګټه ۵ ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو ده چې سبا سهار به سنګین کلب د افضلي الف ګلب پر وړاندې نیمه پایلوبه ترسره کړي.

Photos from Khost T10 Cup's post 19/12/2024

سنګین کلب د ډېنجر کلب پر وړاندې

پښتونستان پارک، مس عینک کرکټ لوبغالی.
سنګین کلب د لوبې ټاس وګټلو او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

Photos from Khost T10 Cup's post 19/12/2024

د خوست شل اوریز کرکټ جام لوبې تر وروستۍ مرحلې ورسیدې
د خږست شل اوریز کرکټ جام سیالیو د تیرې ورځې د دویمې مرحلې په دویمه لوبه کې قاري نقیب الله کرکټ کلب د ۹ ویکټو په توپیر د محمد خان کلب ته ماتې ورکړه او ځان یې تر بلې مرحلې په روان جام کې ورسولو.
یاده لوبه کې د قاري نقیب الله کرکټ کلب په ګټه عابد الله عابد چټکې ۹۰ منډې جوړې کړې او ګوهر ارمان بیا د خپلې لوبډلې په ګټه ۵ ویکټې ترلاسه کړې چې پر اساس یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
ټاکل شوي ده چې د دویمې مرحلې وروستۍ لوبه به نن د سنګین او ډېنجر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Photos from Khost T10 Cup's post 18/12/2024

قاري نقیب الله کرکټ کلب د محمد خان کلب پر وړاندې!
پښتونستان پارک، مس عینک کرکټ لوبغالی.
قاري نقیب الله کلب د لوبې ټاس وګټلو او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

Photos from Khost T10 Cup's post 18/12/2024

افضلي الف کلب د ۱۲۳ منډو په لوی توپیر بریا ترلاسه کړه
د خوست شل اوریز کرکټ جام سیالیو د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې افضلي الف کرکټ کلب د متون اتفاق کلب ته د ۱۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
امیرګل ځدراڼ د افضلي الف کلب په ګټه یاده لوبه کې په ۳۰ توپونو چټکې ۷۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Khost
Khost