25/04/2026
د روژې زرغون جام سترې سیالۍ د ګربزو منتخب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې
د خوست فوټبال فدراسیون تر چتر لاندې د خوست ولایت مرکز اړوند د کونډیو صحراباغ (وصال میدان) کې د روژې زرغون جام سترې سیالۍ، چې شاوخوا ۶۰ لوبډلو پکې ګډون کړی و، له نږدې یوې نیمې میاشتې سیالیو وروسته په بریالۍ توګه پای ته ورسېدې.
پایلوبې ته د وصال وفا او ګربزو منتخب لوبډلو لار موندلې وه. په یوې په زړه پورې او سیالیزې لوبې کې ګربزو منتخب وتوانېد چې د یو ښکلي ګول په وهلو سره د دې سترو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
د سیالیو د پایلو له مخې:
* لومړی مقام: ګربزو منتخب لوبډله (یو عراده Mark X موټر)
* دوهم مقام: وصال وفا لوبډله (۲۰۲۵ ماډل موټرسایکل)
د دغو سیالیو مالي سپانسر او همدارنګه د سیالیو تنظیموونکی ښاغلی عثمان همدرد، د خوست فوټبال فدراسیون له لوري د دوی د ارزښتناکو خدمتونو له امله په ستاینلیکونو ونازول شول.
پایلوبې ته د خوست ولایت ځایي چارواکو، قومي مشرانو، پخوانیو فوټبالرانو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و، چې لوبغالی یې له ځانګړې فضا ډک کړی و.
انفرادي جایزې:
* د پایلوبې غوره لوبغاړی: اکبر (ګربزو منتخب) – د بریا ګول وهونکی
* د سیالیو غوره لوبغاړی: دیدان منګل
* د سیالیو غوره ګول وهونکی: دیدان منګل
* د سیالیو غوره ګول ساتونکی: نیکولي جان (ګربزو منتخب)
* د سیالیو غوره ځوان ګول ساتونکی: هارون هاشمي
* د سیالیو غوره دفاعي لوبغاړی: سید روف (ګربزو منتخب)
همدارنګه، د پایلوبې په مراسمو کې د افغاني دود له مخې یو شمېر درنو میلمنو ته د اعزاز لونګۍ هم ور په سر شوې، چې دا یې د درناوي او قدر څرګندونه وه. # #
23/04/2026
🔥 ستره پایلوبه سبا! 🔥
🏆 لومړی مقام: MarkX موټر
🥈 دوهم مقام: د 2025 ماډل Honda موټرسایکل
⚔️ ګربز منتخب 🆚 وصال وفا
🕒 وخت: سبا، 3:30 بجې
راشئ او د دې په زړه پورې سیالۍ شاهدان شئ!
پته: صحرا باغ ترڅنګ وصال وفا فوتبال كلب ميدان
Grand Final Tomorrow! ⚽️🔥
1st Prize: MarkX 🚗 | 2nd Prize: 2025 Honda Motorbike 🏍️
Gurbaz Muntakhab 🆚 Wisal Wafa
🕒 3:30 PM
Don’t miss it!
23/04/2026
د کجیری کلی په لوبغالي د ورورولۍ جام سیالیو پرانیسته وشوه
د خوست ولایت د کجیری په لوبغالي کې د ځوانانو له لوري د “ورورولۍ جام” فوټبال سیالۍ د پرانیستې مراسم په شاندارو او منظم ډول ترسره شول.
دغه مراسم د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د سیمې د مشرانو له لوري د سیالیو رسمي پرانیسته اعلان شوه. په دې مراسمو کې قومي مشرانو، ځايي چارواکو او په ډېر شمېر د فوټبال مینوالو ګډون کړی و، چې د سپورټ سره یې خپله مینه او ملاتړ څرګند کړ.
د ورورولۍ جام سیالۍ د ځوانانو له لوري یو مهم نوښت بلل کېږي، چې موخه یې د ځوانانو ترمنځ د یووالي، اتفاق او سالمې سیالۍ پیاوړتیا ده.
د پرانیستې لوبه د پکتیا پامیر او د پنزایي وخدت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو ښه لوبه وړاندې کړه. د لوبې تر نیمایي پورې پکتیا پامیر ۲ ګولونه ترسره کړي وو او مقابل لوري ۱ ګول وهلی و، خو د باران د پیل له امله لوبه نیمګړې پاتې شوه او بې پایلې اعلان شوه
09/04/2026
د خوست ولایت د ۱۴ کلنو څخه د کم عمره ماشومانو فوټبال لوبډله د جنوب ختیځ زون سیالیو لپاره د بشپړې امادګۍ په موخه په تمریناتي کمپ کې په جدي ډول بوخته ده.
دغه تمریناتي کمپ د دې لپاره جوړ شوی چې زموږ ځوان استعدادونه لا پیاوړي شي، تخنیکي مهارتونه لوړ کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره په ښه چمتووالي سره میدان ته ووځي.
د خوست فوټبال فدراسیون رئیس، ریبار هڅاند، په دوامداره هڅو بوخت دی ترڅو د لوبډلې لپاره غوره او معیاري خدمات برابر کړي او د لوبغاړو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.
همدارنګه د لوبډلې کوچ، اکبر علي حلیم زوی، د خپلو مسلکي لارښوونو او نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې هڅه کوي چې لوبغاړي په هره برخه کې پیاوړي کړي او سیالیو ته یې په ښه چمتووالي برابر کړي.
موږ باور لرو چې د دې ګډو هڅو په پایله کې به زموږ لوبډله په راتلونکو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
موږ هیله لرو چې زموږ دا ځوان لوبغاړي به د خوست ولایت استازیتوب په ویاړ سره وکړي او ښې پایلې به ترلاسه کړي
19/03/2026
د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام
د خوست ولایت فوټبال فدراسیون رئیس او اداري کارکوونکي، د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو له امله ټولو ورزشکارانو، مینهوالو، روزونکو، لوبغاړو او د خوست درنو ولسونو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
هیله لرو چې دا مبارکې ورځې تاسو ته د خوښۍ، سولې، روغتیا او بریاوو زېری له ځان سره ولري. اختر د ورورولۍ، مینې او یووالي سمبول دی، راځئ چې له دې فرصت څخه په استفادې خپل یووالی لا پیاوړی کړو او د سپورټ په ډګر کې نورې لاسته راوړنې ولرو.
یو ځل بیا تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایو، اختر مو بختور او نېکمرغه!
په درنښت
د خوست ولایت فوټبال فدراسیون مشرتابه او اداري ټیم
17/02/2026
د خوست فوټبال فدراسیون له لوري د خوست ولایت د ۱۸ کلنو څخه ښکته ځوانانو سیالۍ د وړداخیلو لوبډلې په قهرمانۍ سره په بریالیتوب پای ته ورسېدې.
په دې یو اوونیز ټورنمنټ کې ۱۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې اساسي موخه یې په خوست کې د نويو استعدادونو موندل، روزل او راتلونکې ته چمتو کول وو.
د پای مراسمو کې د فدراسیون رئیس ریبار هڅاند، استاد ولی ګلاب زوی، د کمیټې غړی زاعلی شاه، د فوټبال پخوانیو لوبغاړو، مشرانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون درلود.
د سیالیو غوره لوبغاړی د کلوب سټار لوبډلې محمد ونومول شو.
همدارنګه د سیالیو غوره ګول وهونکي جایزه په شریکه توګه دواړو ته ایوارډونو د وړداخیلو لوبډلې عبدالله (۴ ګولونه) او د وصال وفا لوبډلې للمي ګل ته ورکړل شوې.
د سیالیو غوره ګول ساتونکی د وړداخیلو لوبډلې همایون ونومول شو .
یادې سیالۍ د خوست ځوانانو لپاره یو مهم ګام و، چې راتلونکې کې به د ولایت او هېواد په کچه د لاسته راوړنو زمینه برابره کړي.
17/02/2026
د خوست ولایت اتلس کالنو څخه ښکته ځوانانو سیالیو د پای لوبې په لړ کې
وړداخیلو لوبډلې وکولای شول چې وصال وفا لوبډلې ته په پای لوبه کې دوه پر صفر ۲/۰ ماتې ورکړي
وړداخیل ۲
وصال وفا ۰
16/02/2026
د خوست ولایت د اتلس کالنو څخه ښکته ځوانانو سیالیو پای لوبه سبا ورځ
وړداخیل د وصال وفا پر وړاندې ۳:۳۰
16/02/2026
د خوست ولایت د اتلس کالنو څخه ښکته ځوانانو سیالیو په لړ کې نن ورځ درې لوبې ترسره شوې
لومړی لوبه کې وړداخیلو لوبډلې وکولای شول چې اسماعیل خیل کاروان ته دوه پر یو ۲/۱ ماتې ورکړي
دوهمه لوبه کې کلوب سټار لوبډلې وکولای شول چې خپلواک لوبډلې د پینالټیو په وهلو سره ۱۰/۹ ماتې ورکړي
دریمه نیمه پایلوبه کې وصال وفا لوبډلې وکولا ی شول چې کلوب سټار لوبډلې ته یو صفر ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار ومومي
15/02/2026
د خوست ولایت اتلس کالنو څخه ښکته ځوانانو سیالیو په لړ کې درې لوبه ترسره شوې
لومړی لوبه کې خپلواک لوبډلې وکولای شول چې شاهین لوبډلې ته یو صفر ۱/۰ ماتې ورکړي
دوهمه لوبه کې کلوب سټار لوبډلې وکولای شول چې شمل اتلانو ته پنځه صفر ۵/۰ ماتې ورکړي
دریمه لوبه کې وصال وفا کلب وکولای شول چې متون بابا ځوانانو ته ۳/۱ ماتې ورکړي
سبا ورځ
اسماعیل خیل کاروان د وړداخیلو پر وړاندې سهار ۹:۰۰
کلوب سټار د خپلواک پر وړاندې سهار ۱۰:۴۵