21/11/2025
د ۲۰۲۶م کال د نولس کلنو نړیوال جام مهالوېش اعلان شو! افغان ځوانان چمتو دي چې نړۍ ته خپل استعداد وښيي!
د نړیوال کرکټ شورا د ۲۰۲۶م کال د نولس کلنو (U19) نړیوال جام رسمي مهالوېش اعلان کړ او د افغانستان ځوانه لوبډله په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې ځای لري. زموږ ځوانان به په دې ګروپ کې د درې پیاوړو سیالانو سره مخ کېږي:
سویلي افریقا U19
ویسټ انډیز U19
تانزانیا U19
د مهالوېش له مخې د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالي د ۲۰۲۶م کال د جنوري په ۱۶مه د کوربه هېواد سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي. دا لوبه د افغانستان لپاره ډېر اهمیت لري، ځکه د ټورنمنټ پیل یې د راتلونکي پرمختګ لپاره مهم دی.
په لاندې عکس/انځور کې کولای شئ د افغان ځوانانو بشپړ مهالوېش او د هرې سیالۍ نېټې وګورئ.
ولې دا نړیوال جام د افغانستان لپاره مهم دی؟
زموږ د نویو استعدادونو نړیوال معرفي کېدل
د راتلونکي ملي ټیم ستوري له همدې پړاو څخه راځي
نړیوالې تجربې، لوړې سیالۍ او فشار اداره
د افغانستان د کرکټ د راتلونکي لپاره قوي بنسټ
21/11/2025
د هند نوولس کلنې الف لوبډلې پر وړاندې لوبې لپاره د افغان ځوانانو یوولس کسیز نوملړ
21/11/2025
دغه په افغانستان کې کوم ځای دی؟
15/11/2025
افغان ابداليانو دسرلانکا خلاف دنن لوبې نوملړ
10/11/2025
د IPL ۲۰۲۶ لپاره د لوبغاړو د اخيستلو مراسم به د ډسمبر پر ۱۵ مه نېټه ترسره کېږي.
10/11/2025
Europe: where history whispers in every stone. Quick stop at Belgium’s ancient Citadel in Dinant - first steps on an exciting journey.
09/11/2025
افغانستان د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کوربه توب کوي
افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په جنوري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به دوام ومومي.
09/11/2025
🚨 د 19 کلنو- 5مه پنځوس اوریزه لوبه
بنګله دېش افغانستان ته په 2 وېکټو ماتې ورکړه او لوبلړۍ 2-2 مساوي پای ته ورسېده.
09/11/2025
خپرونه: وروستۍ
په دغه خپرونه کې تاسې درې سپورټي پوښتنې ځواب کړئ او ډالۍ ترلاسه کړئ
نن شپه 7:00 بجې پر 98.2FM
کوربه زاهد الله عاطف
داړيکې شمارې: 0793363401. 0711363401
23/10/2025
نن د اکتوبر ۲۳ نېټه. دوه کاله مخکې په همدې ورځ افغانستان په نړیوال جام کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه.🌟🇦🇫
05/10/2025
د بنګله دېش پر وړاندې د اتصالات جام شل اوریزې لوبلړۍ د دریمې لوبې لپاره د افغان اتلانو یوولس کسیز نوملړ: