17/11/2025
دکونړونو ولایت دامریت ورزشي او والیبال فدراسیون په ګډه همغږي دخاص کونړ ولسوالۍ دځوانانو لخوا دافغانستان اسلامی امارت ترچوکاټ لاندي دوالیبال (۲۲) لوبډلو سیالۍ پیل شوي دغه سیالۍ به نږدي پنځلس ورځي دوام وکړي په ذکر شویو سیالیوکې دولایاتو سربیره دافغانستان دملي ټیم لوبغاړي هم شتون ولري دپیل مراسم یی د خاص کونړ ولسوالۍ دمسولینو او مشرانو په شتون کې ترسره شو هیله ده ذکر شوي سیالۍ د ورورۍ او ورزش ته په احترام دټیمونو ترمنځ مخ ته ولاړي شي او نویو ځوانانو ته د مخکي تګ چانس او د زده کړي زمینه سازي وشي مونږ دښو لوبو او ولسونو دخوشحالۍ لپاره تل کوشش کوو.
هیره دي نه وي چې دوهم ټورنمنټ په دره پیچ ولسوالۍکې هم شروع شوي البته دشپاړسو لوبډلو ترمنځ
درنښت
دکونړ والیبال فدراسیون
13/10/2025
سلامونه نیکي هیلي مې ومنې
داوږد انتظار وروسته یو ځل بیا دنرنګ منتخبه لوبډله دوالیبال دفاینل سیالیو ګټونکې شوه ټولو دکونړ ولسونو او بیا دنرنګ ولسوالۍ باعزته ولسونو ته دي مبارک وي:
د یوې په زړه پورې او جذباتي سیالۍ وروسته د نرنګ ولسوالۍ منتخبه لوبډله د۲۴ پیاوړو لوبډلو له منځه اتله لوبډله اعلان شوه.
پای لوبې ته د ننګرهار لوبډلې او کونړ نرنګ ولسوالۍ لوبډلې لار موندلې وه چې نرنګ لوبډلې د انعام مبارز،شعیب عمرزي،شعیب حماد او الیاس ملنګ صفت الله همت عبدالقادر نادرزی په بهترین والیبال وکولی شول چې پای لوبه په خپل نوم کړي او دوه په مقابل دصفر کې دننګرهار اتحاد لوبډلي ته زبردسته ماته ورکړي
هیره دي نه وي یادو سیالیو لس ورځي دوام وکړ چې دکونړ لوبډلو ترڅنګ پکي دننګرهار اتحاد او کابل حاجی عاشق لوبډلو هم ګډون درلود یادي سیالۍ د وکیل غلام محمد صافی په یاد کې د ډاکتر فریدالله صافي په مالی ملاتړ دکونړ دتیري شوي زلزلی له امله د ولسونو او ځوانانو د ذهني ارمښت لپاره په لاره اچول شوي وې.
دکونړ والیبال فدراسیون يې یاد نوښت ستايې او تری منندوي دي.
09/10/2025
سلام او درنښت
هیله ده روغ به یاست
نن ورځ پنجشنبه دسیالیو لنډ معلومات:
اول: بحراباد مقابل خاص کونړ دخاص کونړ په ګټه تمامه شوه
دوهمه لوبه: دننګرهار اتحاد مقابل څوکۍ منتخب دننګرهار په ګته تمامه شوه
دریمه لوبه: ننګرهار مقابل خاص کونړ دا هم ننګرهار اتحاد وګتله
ددغه سیالیو مالی ملاتړ کوونکی دروند شخصیت الحاج ډاکټر فرید صافی هم تشریف راوړی وه سیالۍ يې له نږدی ننداره کړي سلګونه مینوال راغلی وه دټولو دی کور ودان وي.
نوټ: سیالۍ جالب پړاو ته رسیدلی دی که دوالیبال مینوال یاست له نږدي راتللي شي.
دکونړ والیبال فدراسیون
21/06/2025
د کونړ په مرکز اسداباد کې د (۱۶) لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې.
یا دې سیالۍ چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ځوانانو د یوالي په موخه جوړې شوې موخه ترې د ځوانانو یوالی او یو د بل پر وړاندې سالم رقابت رامنځته کول دنشه یی توکو پر وړانداي مبارزه دنویو ځوانانو پیداکول وو.
پای لوبه ته د خاص کونړ او څوکې ولسوالیو لوبډلو لار موندلې وه چې د یوې بهترینې سیالۍ وروسته د څوکۍ لوبډلې په اتلوالۍ تمامې شوې.
د پای لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د څوکۍ لوبډلې بهترین لوبغاړی هلال ته ورکړل شوه او د ټول ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه بیا د خاص کونړ لوبډلې لوبډل مشر مجاهد جواد ترلاسه کړه.
د یادونې ده چې دواړو لوبډلو ته د نغدي جایزو ترڅنک معنوي ډالۍ هم ورکړل شوې.
دکونړ والیبال فدراسیون
14/06/2025
دکونړ په مرکز اسداباد نواباد سیمه کې د والیبال سیالۍ پیل شوي چې (۱۶)لوبډلو پکې برخه اخیستې.
یادې سیالۍ د والیبال فدراسیون په تخنیکي او د حاجي امیر خان او استاد لطیف په مالي همکارۍ په لاره اچول شوي چې (۱۰)ورځې وخت به ونیسي.
که نواباد سره نیږدې یاست او یا د والیبال مینوال استئ نو د لیدو لپاره یې ضرور تشریف راوړئ.
#نواباد
#والیبال #میدان
30/05/2024
سلامونه نیکی هیلی هیله ده ټول روغ یاست:
دکونړ، نرنګ، برنرنګ په لوبغالۍ باندی دتیرو لسو ورځو راهسی دوالیبال د۱۴ ټیمونو ترمنځ سیالۍ دنرنګ ولسوالۍ دځوانانو لخوا پرلاره اچول شوي وي چي پکي دافغانستان ملي ټیم لوبغاړو، ننګرهار ولایت لوبډلو ګډون درلوده پای لوبی ته یی نرنګ ولسوالۍ او څوکۍ ولسوالۍ لوبډلو لاره پیدا کړي ده نن ورځ پنجشنبه فاینل سیالۍ کیدونکي ده کوم دوستان چې نږدي وي کولاي شي لوبغالې ته راشي او دسیالیو خوند واخلې.
22/04/2024
سلامونه دوستانو هیله ده روغ به یاست:
دوستانو اوله خبره خو داده چي څنګه موخوښه ده چي دوالیبال یو.په زړه پوري سیالۍ په لاره واچوو.
دوهمه خبره داچي تاسي زمونږ دا پاڼه ګوري که سنګه ؟
22/12/2023
کونړ ،سرکاڼو ولسوالۍ بحرآباد ساحه کې د واليبال په زړه پورې تورنمټ پيل شو!
نيټه:۱۴۰۲/۹/۳۰
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د واليبال فدراسيون د چتر لاندې سرکاڼو ولسوالۍ بحرآباد ساحه کې د واليبال د ( ۱۸ ) لوبډلو ترمنځ د واليبال په زړه پوري تورنمنټ پيل شو.
دغه تورنمنټ به تقريباً لس ورځې به دوام ولري.
چې نن ورځ پنجشنبه پکې د پشد واليبال لوبډلې او بحرآباد B واليبال لوبډلې ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې بحرآباد B واليبال لوبډلې ( ۲-۱ ) میدان سره وګټله.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به څو ورځې دوام ولري د سياليو نندارې ته راشئ او د خپلې خوښې لوبډلې تشويق کړي.
10/06/2023
سلامونه نیکی دکونړونو ولایت په نرنګ ولسوالۍ کي دوالیبال دجوړو شویو سیالیو پروني او ننې ورځي لنډ ګذارش پرون دکرهالی او نرنګ ولسوالۍ ترمنځ لوبه دماښام داذان له امله مساوي پاتي شوه
نن ورځ بیا لوبه دسره وشوه چي دنرنګ ولسوالۍ په ګټه تمامه شوه
سبا ورځ ډیری جالبی لوبي لرو هغه به له تاسي سره هم شریکی کړو.
مننه کوم
دکونړ والیبال فدراسیون
10/06/2023
دکونړ دوالیبال په اړه تازه او دقیق معلومات پدي پاڼه کتلي شي.
02/01/2023
يو ځل بیا مهمه خبرتيا!
د کونړ ولايت ټولو ورزشي کلپونو مسولينو ته خبر ورکول کېږي چې د کونړ ولايت د ورزشي آمريت څخه د کلپونو د فعاليت او مربيګری ( استادی ) جوازونه ترلاسه کړئ.
دا چې مخکې کومه نيټه ټاکل شوې وه د غځېدو علت يې د کونړ ولايت د ورزشي آمريت د مسولينو مرکزی سمينار وو چې کابل ته تللي وو .
اوس د ټولو مسولينو څخه هيله کيږي چې د ۱۵/۱۰/۱۴۰۱ نيټې پورې د لاندې ورزشي برخو جوازونه ترلاسه کړئ .
اول : رزمي ورزشي فعالیتونو برخې مسولين لکه ، بوکس ، کراټې، زيبايي اندام ، باتوراندود، سطرنج، سنوکر، پهلوانی، ځغانسته، ليک بوکس، تکواندو او داسې نور.
دويم : ټيمي برخې لکه واليبال ، فوټبال او داسې نور .
نوټ : که مسولين چېرې تر ذکر شوې نيټې پورې جوازونه وانه اخلې د مرکزي ادارې د هدايت په اساس يې کلپونه تړل کيږي بيا د شکایت حق نه لري.
کونړ ولایت دبدنې روزنې او ورزش امریت لخوا.
نوټ: دوالیبال دبرخي دوستان دي هم خبر وي .