15/04/2026
د آمو زون اړوند د معلولیت لرونکو کرکټ لوبغاړو د پام وړ خبرتیا !
د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري، ترڅو په نږدې راتلونکې کې د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د نجیب الله ترکي شل اوریز کرکټ جام سیالۍ ترسره کړي.
په همدې موخه ټول هغه معلول لوبغاړي، چې غواړي د آمو زون اړوند لوبډلې برخه واوسئ خبر ورکول کیږي، چې راتلونکي پنج شنبه د ۲۰۲۶/۴/۱۶ نېټه د ازمؤینې په موخه د کندوز کرکټ لوبغالي ته د سهار اته بجې حاضر شي.
ټول هغه کسان چې غواړي په ټرايل کې برخه واخلي بايد د خپلو اصلي بريښنايي تذکرو سره راشئ!
په درناوي: آمو زون د کرکټ پراختیائي اداره!
09/04/2026
څلور ویکټې!!
اي انډ وړاندې کوونکې میرویس نیکه درې ورځنۍ سوپرکولا سیالۍ
هلمند کرکټ لوبغالی - څلورمه لوبه ـ لومړۍ ورځ
د امو زون لوبډلې لیګ بریکر خیرمحمد علیزي د مس عینک زون لوبډلې پر وړاندې روانه لوبه کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې څلور لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
and - Go for more
- Share the love
28/03/2026
د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ په موخه د کرکټ جوړې شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د کندز ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د راستانه شویو کډوالو د ملاتړ په مناسبت د کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د کندز کرکټ پراختیایي ادارې په همغږۍ او د ګلتپې ولسوالۍ د کرکټ مسؤل سمیع الله اقدام په مشرۍ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
په دې ټورنمنټ کې د کندز مرکز او ولسوالیو څخه ۳۲ لوبډلو او د بغلان منتخبې لوبډلې ګډون کړی و.
پای لوبه د بغلان او پښتون غورځنګ ترمنځ ترسره شوه. پښتون غورځنګ په ۸ اورونو کې ۱۱۳ منډې هدف وټاکه، خو بغلان لوبډلې دا هدف په وروستي اور کې د ۷ ویکټو په زیان پوره کړ او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د بغلان لوبډلې توپ وهونکي سمیع الله په ۱۲ توپونو ۳۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. عبدالوارث د ۱۸۳ منډو په جوړولو سره د ټورنمنټ غوره بیټسمین، او شمسالرحمان د ۱۱ ویکټو په اخیستو سره غوره بالر وټاکل شو.
#کندز کرکټ پراختیایي اداره
28/03/2026
د کندز کرکټ پراختیایي ادارې په همغږۍ، خانآباد ولسوالۍ کې د کرکټ پسرلنۍ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې د پرانیستې مراسم یې د خانآباد ولسوالۍ د کرکټ مسؤل سردار ذکي، د سیمې مشرانو او ورزشکارانو په حضور کې ترسره شول.
ټاکل شوې ده چې ټورنمنټ به درې اونۍ دوام وکړي او لوبډلې به خپلې سیالۍ ترسره کړي.
14/03/2026
خانآباد ولسوالۍ کې د روژې جام اته اوریزې کرکټ سیالۍ د ایشانتوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندز کرکټ پراختیایي ادارې تر چتر لاندې کندز ولایت خانآباد ولسوالۍ کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د اته اوریزو کرکټ سیالیو ټورنمنټ، چې یوه اوونۍ وړاندې پیل شوی و، د ایشانتوب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
په یادو سیالیو کې د ولسوالۍ (۸) پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه. د سیالیو پایلوبه د ایشانتوب او خانآباد ذکي اکاډمۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ایشانتوب لوبډلې وکولای شول خپل سیال ته ماتې ورکړي او د ټورنمنټ اتلولي خپله کړي.
د ټورنمنټ په لړ کې اعتماد احمدزی د غوره توپ وهونکي، اجمل رحیمي د غوره توپ اچوونکي او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.
د سیالیو د پای مراسمو کې د خانآباد ولسوالۍ د کرکټ پراختیایي څانګې آمر سردار ذکي، د ورزش او بدني روزنې څانګې آمر زبیرالله او د معارف ریاست د ورزش برخې استازي استاد حبیبالرحمن صافي ګډون درلود.
09/03/2026
کندز کې د روژې جام سیالۍ د حاجی ولی محمد مومند زامنو صرافۍ په مالي ملاتړ باستان کولا لوبډلي وګټلې!
په کندز ولایت کې د روژې په مناسبت ځانګړي لس اوریزه سیالۍ چې اونۍ مخکي پیل شوي وې، اتلولي یې د باستان کولا لوبډلې وګټله. او د حاجی ولی محمد مومند زامنو صرافۍ لخوا ۱۰،۰۰۰ افغانیو جایزه ورکړل شوه.
دغو لوبو کې ۸ پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې پایلوبه کې باستان کولا لوبډلې د خالص مبارز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پایلوبې په مراسمو کې اتلې لوبډلې ته نغدي جایزه هم ورکړل شوه، خو نجیب الله الکوزي د سیالیو د غوره توپوهونکي او فیاض خان د مخکښ ویکټ اخیستونکي جایزې په خپل نوم کړې.
07/03/2026
د سیالۍ ګیم چینجر لوبغاړی،
د باستان کولا کرکټ لوبډلی لوبغاړي عثمان خان وټاکل شو،چې 13توپونو یې 21چټکې منډې جوړې کړې.
#کندر کرکټ پراختیایي اداره
07/03/2026
د سیالۍ غوره لوبغاړی؛
د بستان کرکټ لوبډلی لوبغاړي ګل شعیب ریحان د 2 اورونو په ترسره کولو سره 21منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې 2 لوبغاړي یې له میدان بهر کړل،چې په دې سره د سیالې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
#کندر کرکټ پراختیایي اداره