01/01/2026
يو مات او زيات تحقير شوي انسان، چې ماته يې ونه منله او بيا راپورته شو دا يې هم د 2025 کال لاسته راوړنې.
عثمان ديمبېلې
برای اخبار ورزشی افغانستان و جهان این صفحه را فالو کنید!
01/01/2026
يو مات او زيات تحقير شوي انسان، چې ماته يې ونه منله او بيا راپورته شو دا يې هم د 2025 کال لاسته راوړنې.
عثمان ديمبېلې
22/12/2025
اولین پیروزی دختران والیبالیست افغانستان در مسابقات مرکز آسیا با پیروزی ۳ - ۱ مقابل بنگلادیش 🙌
06/12/2025
د 2026 فوټبال نړۍ وال جام د ګروپي پړاو پچه اچونه وسوه
د A ګروپ: مکسیکو، جنوبي کوریا، جنوبي افریقا او پلې اف 4
د B ګروپ: کاناډا، سویټزرلنډ، قطر او پلې اف 1
د C ګروپ: برازیل، مراکش، سکاټلنډ او هایټي
د D ګروپ: امریکا متحده ایالات، اسټرالیا، پاراګوای او پلې اف3
د E ګروپ: جرمني، ایکواډور، عاجل ساحل او کوراساوو
د F ګروپ: هالنډ، جاپان، ټونیس او پلې اف2 اروپا
د G ګروپ: بیلجیم، ایران، مصر او نیو زیلینډ
د H ګروپ: هسپانیا، اروګوای، سعودي عربستان او کیپ ورډ
د I ګروپ: فرانسه، سنګال، ناروې او پلې اف2 فیفا
د J ګروپ: ارجنټاین، اُتریش، الجزایر او اُردن
د K ګروپ: پرټګال، کلمبیا، ازبکستان او پلې اف1 فیفا
د L ګروپ: انګلستان، کرواشیا، پاناما او ګانا
05/12/2025
۲۰۲۶ نړۍ وال جام پچه اچونه؛ هر اړخیز پوسټ او راپور
نن د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍ وال جام د ګروپي پړاو پچه اچونه کېږي
۲۰۲۶ فوټبال نړۍ وال جام چي د دریو هېوادونو په کوربه توب ترسره کېږي، د ګروپي پړاو پچه اچونه يې د امریکا متحده ایالاتو په واشنګټن ښار کي نن د کابل پر وخت د شپې ۰۹:۳۰ بجې ترسره کېږي.
۲۰۲۶ فوټبال نړۍ وال جام د جون د یوولسمي څخه د جولای تر نولسمي دوام کوي، چي ۴۸ هېوادونه ګډون پکښي کوي. دغه نړۍ وال جام چي په ۱۶ ښارونو کې لوبي ترسره کېږي، د ټولو لوبو شمېر يې ۱۰۴ دئ، چي دا د پخوانیو نړۍ والو جامونو په پرتله ډيري سوي او ۷۲ لوبي اضافه سوي دي.
۴۸ هېوادنه په ۱۲ ګروپونو کي سره تقسیم کېږي، چي په ګروپي پړاو کي به ۷۲ لوبي ترسره سي او نوري لوبي همه ۳۲ دي.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍ وال جام ۴۲ هېوادونه تر اوسه وتلي دي او د پاته شپږو برخلیک هم په مارچ کي معلومیږي. لاندي هېوادونه تر دا مهاله نړۍ ول جام ته وتلي دي:
اسیا:
ایران
جاپان
اسټرالیا
اُردن
قطر
سعودي عربستان
جنوبي کوریا
ازبکستان
اُردن او ازبکستان د لومړي ځل له پاره په نړۍ وال جام کي لوبېږي
کونمبول (جنوبي امریکا):
ارجنټاین (قهرمان)
برازیل
کلمبیا
ایکواډور
پاراګوای
اروګوای
اروپا:
انګلستان
فرانسه
کرواشیا
پرټګال
هسپانیا
آتریش
بيلجیم
جرمنی
هالنډ
ناروې
سکاټلنډ
سویټزرلنډ
اقیانوسیه:
نیو زیلینډ
کونکاکف (شمالي امریکا او مرکزي امریکا):
امریکا متحده ایالات (کوربه)
مکسیکو (کوربه)
کاناډا (کوربه)
کاراکو
هایټي
پاناما
افریقا:
الجزایر
کيپ ورډ
مصر
ګانا
عاج ساحل
مراکش
سنګال
جنوبي افریقا
ټونیس
عاجل ساحل د لومړي ځل له پاره په نړۍ وال جام کي لوبېږي
کاناډا، مکسیکو او امریکا د کوربه توب د امتیاز څخه په ګټي اخیستني
مستقیم نړۍ وال جام ته وتلي دي.
د اروپا څخه پلې اف ته سلواکیا، کوزو، ډنمارک، اوکراین، ترکیه، د ایرلنډ جمهوریت، پولنډ، بوسنیا او هرزګوینا، ایټالیا، ولز، البانیا او د چک جمهوریت وتلي دي، چي د دوئ له منځه څلور هېوادونه مستقیم نړۍ وال جام ته ځي.
دوه نور هېوادونه هم د نورو وچو د پلې اف له لاري معلوميږي، چي هغه ته بیا عراق، کانګو، جامیکا، بولویا، سورینام او نیو کالډونیا وتلي دي. د دوئ ترمنځ پچه اچونه هم سبا کېږي، لوبي يې مارچ میاشتي ته پلان سوي دي.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړۍ وال جام ټوله ښارونه او لوبغالي:
- ټورنټو، اونټاریو، کانا
01/12/2025
تیم فوتسال ما آرتش پیروزې❤️🥀
04/11/2025
د ګولونو د باران سره مله بریا!
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلي په سعودي عربستان کي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي په نوم د فوټسال سیالیو په لومړۍ لوبه کي 9-5 تاجکستان ته ماته ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه د ایران سره راتلونکې پنجشنبه ده.
04/11/2025
افغانستان - تاجکستان؛ د فوټسال د یوه بل ښکلي او جذاب ټورنمنټ پيل
نن په سعودي عربستان کي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي په نوم د فوټسال سیالۍ پيليږي، چي افغانستان خپل په لومړۍ لوبه کي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې د تاجکستان پر وړاندي لوبيږي.
افغانستان په B ګروپ کي د ایران، مراکش او تاجکستان سره یو ځای سوی دئ.
د لوبو مهال وېش:
افغانستان - تاجکستان: د نومبر څلورمه / غرمه ۱۲:۳۰ بجې
افغانستان - ایران: د نومبر شپږمه / ماپښين ۰۳:۰۰ بجې
افغانستان - مراکش: د نومبر اتمه / غرمه ۱۲:۳۰ بجې
لومړۍ نیمه پایلوبه: نومبر نهمه / ماښام ۰۵:۳۰ بجې
دوهمه نیمه پایلوبه: نومبر نهمه / د شپې ۰۸:۳۰ بجې
د درجه بندۍ لوبه: د نومبر یوولسمه د ماذیګر ۰۵:۳۰ بجې
پایلوبه: د نومبر یوولسمه د شپې ۰۸:۳۰ بجې
03/11/2025
مونږ یو نه ماتېدونکي ملت یوو
د افغانستان ټول قومونه د یو کور غړي دي، درد او خوښي مو یوه ده.
کله چې دښمن مو کوښښ کوي، زمونږ ترمنځ بیلتون رامنځته کړي؛ مونږ ورته په مقابل کې یو موټي شوي یوو او خپل ملي غرور، هویت او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره توند او په یو غږ ماتې ورکړې او چغه مو کړې چې مونږ د یو وجود اعضا یوو.
زمونږ ترمنځ د قومونو ویش نه بلکې زما افتخارات مهم دي.
#وطنم
#افتخار
31/10/2025
د قهرمانۍ سهار مو پخیر😍
د افغانستان د فوټسال 17 کلني ملي لوبډلي د اسیايي هېوادونو د ځوانو لوبډلو په سیالیو کي همیشني رقیب ایران ته 2-1 ماته ورکړه او د قهرمانۍ په ګټلو یې د سرو زرو میډال وګټئ.
افغانستان بېله کومي ماتي خوړولو دا قهرماني وګټل.
دا د 17 کلونو ملي لوبډلي له پاره لومړۍ او تاریخي قهرماني سو، چي د استعدادونو د ښکاره کېدو او هڅو یوه معلومداره مثال دئ.
همدارنګه دا په اسیایي لوبو کي د افغانستان له پاره په فوټسال کي لومړۍ قهرماني سوه.
قربان مو شم اتلانو
26/10/2025
د لومړۍ نیمایي پای؛
ریال مادرید 2 بارسلونا 1
ګولونه امباپې او بیلینګام ولګول.
د ګول پاسونه بیلینګام او میلیټایو وکړل.
ریال مادرید د ګولر د غلطۍ څخه ګول وخوړئ.
د ریال مادرید دفاعي جوړښت فوق العاده دی، د بارسلونا حمله یې تردې مهاله بې تاثیره کړې ده، په مقابل کي یې د ضدي حملو له لاري هم زهیر کړي دي. د ریال دوه ګولونه افساید اعلان سوي دي.
وروسته به ګورو، دوهمه نیمایي پاته ده...
26/10/2025
د دواړو ټيمونو رسمې ترکيبونه.
26/10/2025
نن د الکلاسیکو ورځ ده؛ لالیګا ۱۰مه اونۍ:
ریال مادرید - بارسلونا
نن (یکشنبه) ماخستن 7/45 بجې
سنټیاګو برنابئو سټډیوم؛ تړلئ چت 😌
نشر: ټول مشهور چاینلونه