Sports Stadium

Sports Stadium

Share

دنړۍ او افغانستان د تازه ه سپورټی مالوماتو لپاره زموږ پاڼه لایک کړئ!

23/09/2025

نوین الحق ۲۶ کلن سو.
هغه په ۴۸ شل اوریزو لوبو کي ۶۷ ویکټي لري او په ۱۵ یوه ورځنیو لوبو کي ۲۲ ویکټی لری.

22/09/2025

د سپورټ سټډیوم له خوا د بنګلدېش خلاف یوه ورځني سیریز ته قوي یولس کسیزه لوبډله.
کوم بدلون ته خو به اړتیا نه وي؟

21/09/2025

د سپورټ سټډیوم له خوا د بنګلدېش خلاف شل اوریز سیریز ته قوي یولس کسیزه لوبډله.
کوم بدلون ته خو به اړتیا نه وي؟

20/09/2025

فرمانو الله صافی په افغانستان کي تر عظمت الله عمرزي وروسته د فاسټ بالینګ یو بې جوړې الرونډر دی.

دا چي د بنګلدیش خلاف کریم او ګلبدین دواړو سکواډو کي نه دی اخیستل سوي،ښه به دا وایي چي پر ځای یي فرمان ته چانس ورکول سوی وایی،ځکه هغوی هم د فاسټ بالینګ الرونډران وه او فرمان هم.

دوې ګټه به مو کړی وایي لومړی به مو د کریم او ګلبدین تشه ورباندي ډکه کړې واي او بل به مو د عظمت الله عمرزي بیک اف درلودای،که خدای مکړه عظمت ته کومه ستونزه پیدا کېد دی به تیار نړیوال کرکټ ته جوړ وایي او لوبولی به مو.

بیا به موږ دومره په ستونزه کی نه وایي لکه اوس چی نوین نسته لوبډله مو د نوین ځای ناستی نه لري.

Photos from Sports Stadium's post 20/09/2025

د دریم پړاو کابل غوره لیګ بولۍ مراسم پای ته ورسېدل او لوبډلي مشخصي سوې.
دا ځل به کابل غوره لیګ په نوې بڼه ترسره سي،یاد لیګ په ایوبي کرکټ لوبغالي کي تر سره کیږي چي له شپنیو اسانتیاوو هم برخم دی.

16/09/2025

اسیا جام کي نن ماښام ۷:۰۰ افغانستان خپل دوهمه لوبه له بنګلدېش سره ترسره کوي.
شل اوریزو لوبو کي د افغانستان تله پر بنګلدېش درنه ته،۱۲ لوبو کي ۷ افغانستان او ۵ بنګلدېش ګټلي.

15/09/2025

خبر رسمی سو:
نوین الحق له اسیا جام څخه بهر او پر ځای یي عبدالله احمدزی د لوبډلي برخه سو.

12/09/2025

د بنګله‌دېش تېز توپ اچوونکی تسکین احمد وایي: "په روان آسیا جام کې زمونږ د ګروپ تر ټولو پیاوړې لوبډله افغانستان ده، مونږ له خپلو دریو سیالیو، په دې لوبه زیات تمرکز کوو او هڅه به مو دا وي چې له غوره چمتووالي سره میدان ته کښته سو"

11/09/2025

د ګلبدین نایب او کریم جنت د شل اوریزو لوبو کاکردګي دلته کتلی سئ.
ستاسي په نظر د کوم یوه د لوبېدو ډېر حق جوړیږي؟
له دلیل سره یي راته ولیکئ!

10/09/2025

د افغانستان لپاره د تیزي نیمه سلیزي ریکارډ هم د عظمت الله عمرزي په نوم ثبت سوه.
دوهم مقام کي محمد نبي او دریم مقام د ګلبدین نایب سره دی چي په ۲۱ توپونو یې د هند خلاف نیمه سلیزه بشپړ کړې.

10/09/2025

🚨ریکارډ🚨
عظمت الله عمرزي تېره شپه د هانګ کانګ خلاف په شل توپونو نیمه سلیزه بشړ کړل،چي په دې سره یې د شل اوریز اسیا جام د تېزتریني نیمه سلیزي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ،په دې لیست کي دوهم مقام له هندي سوریاکومار سره دی او دریم مقام کي بیا زموږ ګربز دی.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Lashkar Gah