15/07/2026
🏆 سباوون هاشمي فټسال لوبډلې د جنوب غرب زون اتلولي خپله کړه! 🏆
📅 ۱۴۰۵/۰۴/۲۴ هـ.ش | 2026/07/15
د جنوب غرب زون ولایتي فټسال سیالۍ، چې د نیمروز ولایت په کوربتوب ترسره شوې، د هلمند د سباوون هاشمي فټسال لوبډلې په تاریخي اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
سباوون هاشمي لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې د کندهار OHA لوبډلې ته د ۴-۲ په پایله ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې د نیمروز بکوا اتلان لوبډلې سره ۲-۲ مساوي وکړه. په دې توګه یې د ۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره د جنوب غرب زون د فټسال اتلولي د هلمند په نوم ثبت کړه.
🏅 د سیالیو انفرادي ویاړونه:
🥇 د سیالیو زیات ګول وهونکی: علي اکبر ارزګانی
🧤 غوره ګول ساتونکی: محمد سروري
⭐ د سیالیو غوره لوبغاړی: فریدون سلطاني
ویاړ دا چې یادې درې واړه جایزې د سباوون هاشمي فټسال لوبډلې لوبغاړو ترلاسه کړې.
د هلمند د فوتسال کمیټه د نیمروز ولایت له درنو ورزشمینوالو، د نیمروز فوټبال فدراسیون له رئیس عزیزي صاحب او د یاد فدراسیون له ټولو مسؤلینو او همکارانو څخه د تود هرکلي، غوره مېلمه پالنې او همکارۍ له امله د زړه له کومې مننه او قدرداني څرګندوي.
په همدې مناسبت، د هلمند د فوتسال کمیټه دا ستره او تاریخي اتلولي د هلمند ټولو ورزشمینوالو، د سباوون هاشمي فټسال لوبډلې مسؤلینو، روزونکو، لوبغاړو او مینهوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایي او ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کوي.
🏆 اتلولي مو مبارک شه! 💚
14/07/2026
سباوون هاشمی لوبډلی ته د جنوب غرب زون د سیالیو اول 🏆🥇مقام مبارکی وایو
نور........
13/07/2026
🏆 د زون اتلولۍ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې سیالي! ⚽
د هیجان او اتلولۍ شېبې راورسېدې...
هلمند سباوون هاشمي 🆚 نیمروز بکوا اتلان
📅 ورځ: سه شنبه
🕣 وخت: د شپې ۸:۳۰ بجې
📍 ځای: نیمروز ولایت
🥇
راځئ، د خپلې لوبډلې تر څنګ ودرېږو، هغوی وهڅوو او د اتلولۍ تر وروستۍ شېبې یې ملاتړ وکړو.
💙🤍 سباوون هاشمي؛ د اتلولۍ په لور! 🏆🔥
13/07/2026
سباوون هاشمي لوبډلې ته د ویاړلې بریا مبارکي! 🏆💙
سباوون هاشمي لوبډلې د زون سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کندهار OHA لوبډلې ته ۴–۲ ماتې ورکړه او سیالۍ یې په بریا پیل کړې.
ټولو لوبغاړو، روزنیز پلاوي او مینهوالو ته دې دا ښکلی بریا مبارک وي. هیله ده دا لړۍ تر اتلولۍ پورې روانه وساتئ. ⚽👏
12/07/2026
د جنوب غرب زون د فوټسال دسیالیو قرعه کشی تر سره سول.
لومړۍ لوبه به نن شپه پر اته ۸:۳۰ بجی تر سره سئ.
لومړی لوبه:
هلمند سباوون هاشمی لوبډله vs
کندهار اوو اچ اې لوبډله
ورځ: یکشنبه
وخت: نن دشپې ۸:۳۰
ځای: نیمروز ولایت
12/07/2026
د مننې او قدردانۍ پیغام ❤️
د هلمند د فوتسال د کورنۍ له لوري د محترم حاجي توریالي نورزي څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني کوو، چې یو ځل بیا یې د زون سیالیو پر مهال د هلمند د فوتسال ترڅنګ ودرېد او خپل ارزښتناک مالي ملاتړ یې وکړ.
ستاسو دا دوامداره همکاري د ورزش او ځوانانو د ودې لپاره ستره هیله او انګېزه ده. بې له شکه، ستاسو دا نېک ملاتړ به تل د هلمند د فوتسال د کورنۍ له خوا په درنښت یادېږي.
الله تعالی دې ستاسو په مال، عمر او عزت کې برکت واچوي، او تل دې د خیر او خدمت توفیق درکړي. له تاسو څخه یو ځل بیا د زړه له کومې مننه! 🤍⚽
11/07/2026
سباوون هاشمي فټسال لوبډلې نن د جنوب لوېدیځ زون د سیالیو د ترسره کېدو په موخه د نیمروز ولایت پر لور خپل سفر پیل کړ.
د سفر له پیل وړاندې د لوبډلې لوبغاړو او تخنیکي پلاوي د هلمند فوټسال کميټى مسول صديق الله ـ صديقى ـ د لوبډلې له رئیس سباوون هاشمي سره وکتل. په دې لیدنه کې ښاغلي سباوون هاشمي لوبغاړو ته د بریا، یووالي او بریالي استازیتوب سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چي دلوبو پر وخت د خپلې لوبډلې او ولایت نوم روښانه او په عزت ولرئ.
د سباوون هاشمي فټسال لوبډلې ټولو غړو ته د بریاوو او خوندي سفر هیله لرو.
28/06/2026
د هلمند فوټبال فدراسیون د فوتسال کمېټې مسئول، ښاغلي صدیقالله صدیقي، د کندهار فوټبال فدراسیون د استازي، ښاغلي عبدالرحمن منیب، او د کندهار د فوتسال کمېټې د رئیس، ښاغلي سردار جمال ناصر طرزي، سره دوهاړخیزه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د دواړو ولایتونو د فوتسال د پرمختګ، ګډو همکاریو، همغږۍ او د جنوب لوېدیځ زون د فوتسال د لا پیاوړتیا په اړه رغنده بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې هره لوبډله به د رسمي او دوستانه سیالیو لپاره بل ولایت ته د سفر پر مهال د اړوند ولایت د فوتسال کمېټې رسمي اجازه ترلاسه کوي، او د لوبغاړو، روزونکو او مسئولینو انضباطي سزاوې به د جنوب لوېدیځ زون په ټولو ولایتونو کې په یو شان ډول تطبیقېږي.
14/06/2026
د جنوب غرب زون فوټبال سیالیو د قرعهکشۍ مراسم ترسره شول
۱۴۰۵/۳/۲۴
د جنوب غرب زون فوټبال سیالیو د قرعهکشۍ مراسم د هلمند فوټبال فدراسیون د رئیس، رنګین خان حیدرزی، د اتصالات مخابراتي شرکت د مسئول، جمعه ګل ژمن، د کابل څخه د راغلو استازو او د ګډونوالو لوبډلو د مسئولینو په حضور کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د سیالیو مقررات، د لوبو مهالوېش او د قرعهکشۍ بهیر په شفاف او منظم ډول بشپړ شو. ګډونوالو د سیالیو د بریالي ترسره کېدو لپاره پر همکارۍ، سپورتي روحیې او د اصولو پر رعایت ټینګار وکړ.
د سبا ورځې لوبې:
⚽ لومړۍ لوبه
کندهار (نورزاد) 🆚 غزني (اتحاد شامیر)
🕒 وخت: د ماسپښین ۳:۰۰ بجې
⚽ دوهمه لوبه
ارزګان (جوانان) 🆚 زابل (غزنویان)
🕔 وخت: د مازدیګر ۵:۰۰ بجې
ټولو لوبډلو ته د بریا هیله لرو. 🏆⚽
12/06/2026
د همکارۍ او سپانسرشېپ تړون ترسره شو
۱۴۰۵/۳/۲۱
تېره ورځ د هلمند فوټبال فدراسیون رئیس، رنګین خان حیدرزي او په هلمند کې د اتصالات مخابراتي شرکت مسؤل جمعه ګل ژمن ترمنځ د جنوب لوېدیځ زون د فوټبال سیالیو د ملاتړ او بریالي ترسره کېدو په موخه د همکارۍ یو مهم تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې به اتصالات مخابراتي شرکت د جنوب لوېدیځ زون د سیالیو په تنظیم، ملاتړ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. دا همکاري به د ورزشي فعالیتونو د پیاوړتیا، د لوبغاړو د هڅونې او د فوټبال د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
د هلمند فوټبال فدراسیون رئیس د اتصالات مخابراتي شرکت له مشرتابه څخه د ورزش د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د خصوصي سکتور همکاري کولای شي د فوټبال د ودې او پرمختګ لپاره اغېزمن ګام ثابت شي.
په ورته وخت کې د اتصالات مخابراتي شرکت استازو ژمنه وکړه چې د ورزش او په ځانګړي ډول د فوټبال د ملاتړ لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
په پای کې د هلمند فوټبال فدراسیون رئیس او د دې ادارې همکارانو د هلمند اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤل، ښاغلي جمعه ګل ژمن څخه ځانګړې مننه وکړه چې د دوهم ځل لپاره یې د هلمند فوټبال او ورزشکارانو ملاتړ وکړ، خپله ژمنه یې پر ځای کړه او د دغو سیالیو ښکلا یې لا نوره هم ورزیاته کړه.
یادې سیالۍ به راتلونکې دوشنبه د هلمند ولایت په کوربتوب په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.