CricSix

CricSix

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CricSix, Sports Team, Helmand, Lashkar Gah.

🏏 *"د افغانستان قهرمانان مو ویاړ دي،راځئ د هغوی ملاتړ وکړو! 🇦🇫🏆"
🏏 *"په CricSix کې د کرکټ هره مهمه دقیقه له لاسه مه ورکوئ!
🏏*هره ورځ د کرکټ تازه خبرونه او جالب معلومات له موږ سره تعقیب کړئ!
✅ *"د کرکټ مینه‌والو لپاره تر ټولو غوره ځای CricSix l!"*

24/05/2025

زموږ افغان پړانګ نن شپه خپل IPL ته لومړۍ لوبه کوي! 💙❤️
د ټولو دعاګانو سره میدان ته روان دی!

19/05/2025

🌏 سرزمین هندوستان کې ولاړ دي افغان پټانان!
🏏 اوس د نړۍ ټول لیګونه د افغان کرکټ اتلانو په شتون ښایسته ښکاري.
🇦🇫 د کرکټ اتلان د هېواد ریښتیني اتلان دي، چې د غرور، غیرت او بریا سمبول ګڼل کېږي.

19/05/2025

سلیزه!

د ماهیپر ستوري مډل ارډر توپوهونکي شاهدالله کمال د پامیر لیجنډز لوبډلې پر وړاندې سلیزه بشپړه کړه او لاهم توپوهنه کوي. باید وویل شي چې دا په ام حواله وړاندې کوونکې احمدشاه ابدالي سوپر کولا جام کې د کمال ۱۰مه سلیزه ثبت شوه.

# CricSix #

19/05/2025

*🏏 لومړۍ سلیزه!*

د هندوکش سټرایکرز ځوان توپوهونکي حسن عیسی خېل د احمدشاه ابدالي سوپر کولا جام روانو لوبو کې د میوند اتلان پر وړاندې خپله لومړۍ فرسټ کلاس سلیزه ووهله. نوموړي ۱۰۲ منډې جوړې کړې او لاهم توپوهنه کوي، چې دا د هغه د کرکټي استعداد ښکارندویي کوي.

19/05/2025

*🏏 پرلپسې دویمه سلیزه!*

د ماهیپر ستورو لوبډلمشر دروېش رسولي د احمدشاه ابدالي سوپر کولا جام روانو لوبو کې د پامیر لیجنډز پر وړاندې خپله پرلپسې دویمه سلیزه ووهله. دا د رسولي لسمه فرسټ کلاس سلیزه ده، چې د هغه ثبات او غوره توپوهنه ښيي.

17/05/2025

🏏 *نهمه سلیزه!!*

د ماهیپر ستورو زړور لوبډلمشر *دروېش رسولي* د پامیر لیجنډز پر وړاندې په روانه څلور ورځنۍ فرسټ کلاس لوبه کې یو ځل بیا خپله وړتیا وښوده او *نهمه سلیزه* یې پوره کړه. 👏🔥

هغه دا مهال د کرکټ مینوالو پام ځان ته را اړولی دی!




15/05/2025

🥁 𝐑𝐄𝐏𝐋𝐀𝐂𝐄𝐌𝐄𝐍𝐓 𝐏𝐈𝐂𝐊𝐒 🥁
د کویټي لخوا نوي اخیستونکي لوبغاړی

Adding more power to the 🔥

#

14/05/2025

په IPL 2025 کې د Royal Challengers Bengaluru (RCB) لپاره د استرالیایي توپ اچونکي جاش هېزل‌وډ شتون د شک لاندې دی. د راپورونو له مخې، هېزل‌وډ د اوږدې مودې لپاره د رانج اخته شوی، چې له امله یې د چمپینز ټرافي څخه هم پاتې شوی دی. [1]

د دې ترڅنګ، د هند او پاکستان ترمنځ د روانو جیوپولیتیکي تنشونو له امله، ګڼ شمېر نړیوال لوبغاړي، په ځانګړي ډول استرالیایي لوبغاړي، د امنیتي اندېښنو له امله له هند څخه وتلي دي. په دې شرایطو کې، د RCB لپاره د هېزل‌وډ بدیل موندل اړین ګرځېدلی دی.

د افغان توپ اچونکي نوین الحق نوم د هېزل‌وډ د احتمالي بدیل په توګه یاد شوی دی. نوین په IPL 2024 کې د Lucknow Super Giants لپاره ښې کارکردګۍ درلودې او د افغانستان لپاره یې په T20 نړیوال جام کې مهم رول لوبولی، چې افغانستان یې نیمه پایلوبې ته رسولی و. [2]

د نوین الحق ګډون به نه یوازې د RCB توپ اچونه پیاوړې کړي، بلکې د لوبډلې د مرګ‌اوره توپ اچونې لپاره به هم یو مهم اضافه وي.

#
CricSix #

13/05/2025

🎖️ ویرات کوهلي د اسیا یوازینی کپتان دی چې د SENA هېوادونو (سویلي افریقا، انګلستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا) پر وړاندې یې د T20I سیریزونه ګټلي دي. دا لاسته راوړنه هغه ته د نړیوال کرکټ په تاریخ کې ځانګړی مقام ورکوي.

🧢 د هند پخوانی کپتان ویرات کوهلي، چې د کرکټ نړۍ یو له بریالیو مشرانو څخه ګڼل کېږي، د ۲۰۲۵ کال د می میاشتې په ۱۳مه نېټه له ټېسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ. د هغه تقاعد د کرکټ مینه‌والو لپاره یو حیرانوونکی خبر و، خو د هغه د لاسته راوړنو او خدمتونو درناوی دوام لري.

#

13/05/2025

🔥 *سلیزه!*

د ماهیپر ستوري زړور لوبډلمشر *دروېش رسولي* د میوند اتلانو پر وړاندې زړه راښکونکې سلیزه ووهله! 🎯
هغه په ۱۲۲ منډو خپله لوبه پای ته ورسوله او یو ځل بیا یې خپله ثبات او مهارت ثابت کړل. 👏

| | |

13/05/2025

📢 د IPL تازه خبرونه:

❌ جوش هېزلووډ ښايي د RCB لپاره د پاتې لوبو لپاره شتون ونلري.
✅ بلخوا، پیټ کمینز او ټراوېس هیډ بېرته د SRH لوبډلې سره یوځای کېدو ته چمتو دي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Lashkar Gah?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Helmand
Lashkar Gah