01/05/2025
آمریت ورزشی ولایت لغمان
صفحه رسمی آمریت ورزشی ولایت لغمان
01/05/2025
06/04/2025
د لغمان ولايت د المپيک، بدنی روزنی او ورزش آمريت د ټولو فدراسيونونو مسؤلينو او استادانو ترمنځ کلنۍ غونډه ترسره شوه.
يکشنبه/ د حمل 17
د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمريت له لورې د لغمان ولايت د ټولو فعالو فدراسيونونو ترمنځ ورزشي ناسته ترسره شوه.
غونډه د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه وروسته د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزنې او ورزش آمر الحاج مجيب الرحمن رحماني پرانيستې وينا ګډونوالو ته واوروله او تاکيد يې وکړ چې ټول فدراسيونونه دې خپلې برنامې مشخص او منظمې کړي او په خپلو ورزشي برنامو او سياليو کې دې زياتوالي راولي.
وروسته د فني او مسلکي مدير جمشير سيدي د تير يو کال په ترسره شويو فعاليتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله.
بيا د مالي او اداري مدير توفيق الله محمدي ټولو مسؤلينو ته د فدراسيون کلنې پلان او ګزارش په اړه هر اړخيز معلومات ارايه کړل.
وروسته ټولو ګډونوالو د ورزش د پرمختګ او ودې لپاره خپل سپيڅلی نظريات له آمر صاحب سره شريک کړل چې د آمر صاحب له لورې ورته پوره ډاډ او اطمینان ورکړل شو. او غونډه په دعايي سره پای ته ورسېده.
په درنښت
03/04/2025
د لغمان ولایت، عليشنګ ولسوالۍ، راهين کلي کې د واليبال اختریز ټورنمنټ د غازي آباد لوبډلې په بريا پيل شو.
چهارشنبه / د حمل 13
د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت او د واليبال فدراسيون په همغږۍ د عليشنګ ولسوالۍ په راهين کلي کې د واليبال ټورنمنټ پيل شو. چې یادې سیالۍ د 33 غوره لوبډلو تر منځ په لاره کړل شوې. چې نږدې 15 ورځې به دوام وکړي.
دغه ټورنمنټ چې د راهين کلي ځوانانو له لورې جوړ شوي ده او موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه، اختريزه تفريح برابرول او ورزش ته وده ورکول وه.
د ياد ټورنمنټ پرانيسته لوبه د قلعه خان او غازي آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې غازي آباد مقابلې لوبډلې ته 2/0 کې ستره ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
په درنښت
03/04/2025
د لغمان ولایت په حکيم اباد کلي کې د واليبال اختریز ټورنمنټ د حکيم اباد لوبډلې په بريا پای ته ورسيده.
چهارشنبه / د حمل 13
د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت او د واليبال فدراسيون په همغږۍ د مرکز په حکيم اباد کلي کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسيده چې یادې سیالۍ د 4 غوره لوبډلو تر منځ په لاره کړل شوې وه. چې نږدې 3 ورځې يې دوام وکړ چې د آمن په فضاء کې پای ته ورسیدې.
دغه ټورنمنټ چې د حکيم اباد کلي ځوانانو له لورې جوړ شوي وه چې موخه يې د ځوانانو سالمه روزنه او ورزش ته وده ورکول وه.
د ياد ټورنمنټ پای لوبې ته د مير حسن بيلې او حکيم اباد لوبډلو لار موندلې وه. چې حکيم اباد مقابلې لوبډلې ته 3/1 کې ستره ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
په درنښت
03/04/2025
د لغمان ولايت، علینګار ولسوالۍ، د پريانې امن جام ټيب بال اختريز ټورنمنټ د پروايي چهلګزي لوبډلې په بريا سره پيل شو.
دوشنبه / د حمل 11
د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت په لارښوونه، د ټيب بال فدراسيون په همغږۍ د علینګار ولسوالۍ پريانې کلي ځوانانو لخوا د لغمان ولايت، علینګار ولسوالۍ په پريانې کلي کې د (40) ټيمونو ترمنځ د ټيب بال ټورنمنټ پيل شو چې 12 ورځې به دوام وکړي.
د ياد ټورنمنټ موخه د ځوانانو اتفاق او اتحاد، د نشه یي توکو څخه د ځوانانو ليري والی، د مسجد اقصی او فلسطين د ازادۍ انګيزه ده.
پرانيستي لوبه د پروايي چهلګزي او الوخيلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې چهلګزي په لسو اورونو کې ۱۶۶ منډې ترلاسه کړې او خپل دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
د الوخیل لوبډلې یوازې ۱۱۲ منډې وکړې او خپل څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په درنښت
16/03/2025
د لغمان ولايت د المپيک، بدني روزني او ورزش آمريت اړوند د يو شمير کلپونو څخه نظارت ترسره شو
شنبه / د حوت ۲۵
د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمر الحاج مجيب الرحمن رحماني په هدايت له ټولو ورزشي کلپونو څخه د نظارت په موخه يوه کميټه جوړه شوي. چې ياده کميټه به د لغمان ولايت مرکز او ولسواليو اړوند له ټولو کلبونو څخه په يو ناڅاپي ډول تعقيب او نظارت کوي چې له مخې به ئې د مثبت ارزيابي په صورت کې د ياد کلپ استاد/ مسوول تقدير کيږي او د منفي ارزيابۍ په صورت کې به ورته توصیه يا اخطاريه ورکول کيږي.
د نظارت په دوران کې د لغمان ولايت د بدن ښکلا فدراسيون له دوه کلبونو څخه د استاد مبارز لغماني د بدن ښکلا فدراسيون مسؤل او استاد فضل الربي کلبونو څخه ليدنه وکړه چې تمرينات يې په ډير ښه شکل سره روان ول او ټولو ورزشکارانو د کلپ او ورزشي اصول مراعات کړي وه.
چې د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت د ولسوالیو مدير استاد پهلوان سمسور افضلي او د مالي او اداري مدير توفيق الله احساس لخوا تشويق او تقدير شول.
نوټ: د نورو کلپونو څخه نظارت دوام لري.
06/03/2025
د شیر زمان حیدری بریا دې دافغانستان بلخصوص دلغمان ولسونو ته دیر زیات مبارک وي.
شیرزمان حیدری وکولاي شو چی د k.1 کیک بوکسینګ نړیوالو سیالیو کې چې1403/12/8 نیټه د ایران مشهد ښار کې د (7) هېوادو نو (150) ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوی. زمونږ د لغمان وياړ شير زمان حيدري د دوه پرله پسی بریاو په ترلاسه کولو سره پدی واتوانیده چې (67)kg وزن کې دوهم مقام په نړیواله کچه ترلاسه کړ. دغه ستر ویاړ ګران اتل حیدری او بیا د اففانستان ټول ولس ته وړاندې کوو💪💪🔥✌
23/02/2025
په لغمان ولايت کې د موي تای فدراسيون سيالۍ پاي ته ورسیدې.
شنبه/ د حوت ۴
په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمر الحاج مجيب الرحمن رحماني په هدايت او د موی تای فدراسیون په همغږۍ د موی تای سيالۍ د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت په ۵۰۰ نفری جمنازيوم کې ترسره شوي. چې د لغمان، ننګرهار. کابل. پکتيکا او بلخ ولايتونو څخه پکې د يادې ريشتي ورزشکارانو ګډون کړي وه.
يادي مسابقې په څلورو کټګوريو، نو نحال، نو جوان، جوان او بزرګسال کې نيول شوي وي. چې موخه يې موی تای فدراسیون ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت، اتحاد او اتفاق وه.
په نوموړو مسابقاتو کې 70 تنو ورزشکارانو چې 35 جوړي کيږي يو د بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړه. چې په پای کې لغمان لومړي، کابل دوهم او پکتيکا دريم مقام خپل کړ.
چې د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت او موی تای فدراسیون له لورې ورته ورزشي ډيپلوم کپونه او مډالونه توزیع شول.
په درنښت
11/02/2025
د لغمان ولایت په کوربه توب د افغانستان پهلواني فدراسيون شپږم پړاو چلينجي سيالۍ پای ته ورسيدي.
سه شنبه/ د دلو 23
د افغانستان پهلوانی چلينجي مسابقات د لغمان ولایت په کوربه توب د (کابل، ننګرهار, باميان، پروان، کاپيسا، لوګر، پکتيا، او لغمان) ولایتونو څخه د 580 تنو ورزشکارانو په ګډون په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې.
چې پکې نو نحالان، نوجوانان، جوانان او بزرګسالانو کټګوريو شتون درلود.
يادي چلينجي سيالۍ د لغمان ولايت د پهلوانی فدراسيون مسؤل استاد پهلوان سمسور افضلي له لورې په لاره کړل شوي وي چې موخه د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت او ورزش ته وده ورکول وه. چې دوه ورځې يې دوام وکړ.
په پای کې د افغانستان پهلواني فدراسيون استازو او د لغمان ولايت ورزشي آمر الحاج مجيب الرحمن رحماني له لورې ټولو قهرمانانو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ سندونه ورکړل شو.
په درنښت
28/01/2025
د لغمان ولايت مرکز ده زيارت کلي کې د ټيب بال ۱۰ اوره ټورنمنټ د ده ملخ لوبډلې په بريا سره پيل شوي.
دو شنبه / د دلو ۸
په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د ټيب بال فدراسيون په همغږی د ده زيارت ځوانانو لخوا د ۲۶ ټيمونو تر منځ د ټيب بال کرکټ سيالي د لغمان ولايت مرکز په ده زيارت ورزشي لوبغالی کې پيل شوي. چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.
د يادو سياليو موخه د نظام څخه ملاتړ، ځوانانو ته يوه ذهني ارامتیا برابرول، د نشه یي توکو پر ضد مباریزه او ټيب بال کرکټ ته وده ورکول دي.
افتتاحیه لوبه د تاچکړي او ده ملخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې ده ملخ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۴۱ منډې هدف وټاکه
یاد هدف تاچکړيو لوبډلې پوره نکړ او ټوټل يې ۱۱۴ منډې وکړي.
د لوبې غوره لوبغاړی قادر خان ونومول شو.
په درنښت
28/01/2025
د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ معروف خيلو ټورنمنټ د اجمل کرکټ کلب په بريا سره پای ته ورسيده.
يکشنبه / د دلو ۷
په لغمان ولايت کې د بدنی روزنی او ورزش آمريت په هدايت د ټيب بال فدراسيون په همغږی د معروف خيلو ځوانانو لخوا د 16 ټيمونو تر منځ د ټيب بال کرکټ سيالي د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ په معروف خيلو ورزشي لوبغالی کې پيل شوي وي. چې ۲۳ ورځې يې دوام وکړ.
د يادو سياليو موخه د نظام څخه ملاتړ، ځوانانو ته يوه ذهني ارامتیا برابرول، د نشه یي توکو پر ضد مباریزه او ټيب بال کرکټ ته وده ورکول دي.
پای لوبه د معروف خيلو او اجمل کرکټ کلب ترمنځ ترسره شوه چې معروف خيلو کلب د ټاس په ګټلو سره په ټاکلو 8 اورونو کې ۱۰۸ منډې هدف وټاکه
یاد هدف اجمل کرکټ کلب د اميد خان په چټکو ۶۸ منډو په اسانی سره په وروستي اوور کې ترلاسه کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی: اميد خان ونومول شو او
د ټورنمنټ غوره بیټسمین غيرت عبدالرحيمزي ونومول شو چې تر نورو ډيرې منډې يې جوړي کړي وي.
په پای کې ګټونکی لوبډلې او دوهم مقام لوبډلې ته د لغمان ولايت د بدنی روزنی او ورزش آمريت اړوند ټيب بال فدراسيون له لورې کپونه، او ورزشي ډيپلومونه ورکړل شو.
په درنښت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Alishang