AFG Shinkyokushinkai

AFG Shinkyokushinkai

Share

Sports

23/04/2026
Photos from AFG Shinkyokushinkai's post 25/10/2025

افغانستان شین کیوکوشین کای کاراټی پنځمې دورې ملي سیالیو راپور

ځای: اسدآباد، کونړ، افغانستان
نیټه: ۱۴۰۴ هـ ش، د میزان ۲۴مه

د افغانستان کاراټې ملي فدراسیون او کونړ ولایت المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ شین کیوکوشین کای کاراټی پنځمه دوره ملي سیالۍ د ماشومانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ د ۱۱ وزني کټګوریو په کچه د اسدآباد په مرکزي جمنازیم کې په بریالیتوب ترسره شوه.

ګډونوال: په دې سیالیو کې د اوو ولایتونو ــ کونړ، پروان، لغمان، ننګرهار، کندهار، کاپیسا او د پاکستان افغان مهاجرینو ــ ۷۰ تنه ورزشکارانو ګډون درلود.

د سیالیو موخې دا وې: د ورزشکارانو د استعدادونو روزنه او لوړونه
تخنیکي تجربو تبادله
ورزشي اړیکو پیاوړتیا
د سیالۍ له لارې د لوبغاړو د قوت څرګندونه

مشري او همغږي: د سیالیو مشري د افغانستان د شین کیوکوشین کای رییس او پرانج چیف سنسي زین‌العابدین محمدي کوله، او د کونړ ولایت مسؤل استاد عبدالوهاب الفت ورسره همکاري درلوده.
همدارنګه، د کونړ ولایت د المپیک آمریت، د کاراټې فدراسیون غړي او ګڼ شمېر استادان او لوبغاړي هم حضور درلود.

د ولایتونو د ټیمي پایلې
1. لومړی مقام: ننګرهار ولایت
2. دویم مقام: پروان ولایت
3. دریم مقام: کونړ ولایت

قهرمانانو نوم‌لړ

منفي ۳۰ کیلوګرام:
• لومړی: حمایت کونری (کونړ)
• دویم: فیصل (مرکز ننګرهار)
• دریم: زبیر افغان (بتی‌کوت ننګرهار)
• دریم مشترک: حمید ملاخیل (کونړ)

منفي ۳۶ کیلوګرام:
• لومړی: صهیب بهار (ننګرهار)
• دویم: بهیر (مرکز ننګرهار)

منفي ۵۰ کیلوګرام:
• لومړی: زین‌الدین (پروان)
• دویم: صداقت (پروان)
• دریم: ابراهیم (ننګرهار)

منفي ۵۵ کیلوګرام:
• لومړی: عبدالحق (مرکز ننګرهار)
• دویم: ثاقب (مرکز ننګرهار)
• دریم: ظهورولي (مرکز ننګرهار)

منفي ۶۰ کیلوګرام:
• لومړی: قاري صبغت‌الله حامد (مرکز ننګرهار)
• دویم: عبدالوسع (مرکز ننګرهار)
• دریم: وسیع‌الله (مرکز ننګرهار)

منفي ۶۵ کیلوګرام:
• لومړی: اجمل غیاثي (پروان)
• دویم: اسرارالله (رودات ننګرهار)

منفي ۶۰ کیلوګرام (ځوانان):
• لومړی: اجمل سلطاني (پروان)
• دویم: صداقت (پروان)
• دریم: امیرالحق (ننګرهار)

منفي ۵۵ کیلوګرام (ځوانان):
• لومړی: حمزه (رودات ننګرهار)
• دویم: زرقاوي (بتی‌کوت ننګرهار)
• دریم: فضل‌الوهاب (کونړ)

منفي ۶۸ کیلوګرام (ځوانان):
• لومړی: حلال قادري (کونړ)
• دویم: حمزه سالارزی (کونړ)
• دریم: ریحان (مرکز ننګرهار)
• دریم مشترک: قیاس (مرکز ننګرهار)

منفي ۷۵ کیلوګرام:
• لومړی: صبغت‌الله شیرزاد (مرکز ننګرهار)
• دویم: حمزه ستانکزی (مرکز ننګرهار)
• دریم: رحمت‌الله شریفي (مرکز ننګرهار)
• دریم مشترک: بلال ستانکزی (مرکز ننګرهار)

آزاد ۷۵+ کیلوګرام:
• لومړی: اسد شیرزاد (مرکز ننګرهار)
• دویم: حشمت شیرزاد (مرکز ننګرهار)
• دریم: امیر حیدر (کونړ)
• دریم مشترک: نورالله (ننګرهار)

پای او ستاینې: د سیالیو په پای کې بریالي لوبغاړي او همکار استادان د ستاینلیکونو، کپونو او مډالونو په ورکولو سره تقدیر تحسین شول.
مننه: یو نړی مننه کوو له ټولو درنو استادانو، ورزشکارانو، میلمنو او د کونړ ولایت د ورزش آمریت له مشرتابه د هغوی د هڅو او میلمه‌پالنې لپاره.
په ځانګړي ډول، زمونږ مشر او د افغانستان د شین کیوکوشین کایی نړیوال سازمان ارشد استازی محترم استاد اباسین شینواری څخه د ارزښتمنو لارښوونو او سپارښتنو مننه کوو.

په درناوي،
زین‌العابدین محمدي
رییس – د افغانستان شین کیوکوشین کای کراټې

Photos from AFG Shinkyokushinkai's post 25/10/2025
Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Parwan?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Bagram Sayad
Parwan