Challengers Cricket

Challengers Cricket

Share

Naghlo Challengers Super League 1st Edition

03/02/2025

نغلو چلنجرز سینیر د شاهین ټیم پر وړاندې.
نن د کرکټ مینه‌والو لپاره ځانګړې ورځ ده، ځکه چې د دوه پیاوړو او مشهورو ټیمونو ترمنځ یو جذاب او هیجانوونکی مېچ ترسره کېږي. دا سیالي د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه چې دواړه ټیمونه د خپل غوره استعداد او وړتیا ښودلو لپاره تیار دي.

لوبډلې به د خپلې بریا لپاره نه یوازې پر خپلې فزیکي وړتیا تکیه وکړي، بلکې د ذهنونو جګړه به هم وګټي. د سترو لوبغاړو شتون او د زړه راښکونکي شېبې به دا لوبه لا خوندوره کړي.

راځئ، د خپلو خوښو ټیمونو ملاتړ وکړو او د دې یادګاري لوبې د هرې شېبې خوند واخلو!

02/02/2025

د نغلو چلېنجرز سوپر ليګ لومړي پړاو نهمې لوبې هايليټس (Highlights).
Markz team vs Challenges cenier

02/02/2025

د نغلو اتلانو د دریمې بریا یو ستر راز بلال نصرتیار ؤ، چې په 21 توپونو د 58 چټکو منډو په اخیستو یې د لوبې اړخ بدل او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، او د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.
دا د نغلو چلینجرز سوپر لیګ په روان سېزن کې د بلال پرلپسې دریمه لوبه، او دوهمه نیمه سلیزه وه، چې تر دې دمه د 159 منډو په ترسره کولو د لیګ د زیاتو منډو جوړوونکو بیټسمینانو د جدول په سر کې قرار لري.
تل دې وځلیږي. 👏

02/02/2025

SPONSORED
د انجنیر صاحب محمد انعام "حسین خیل"
له زړه څخه مننه کوو چې تاسو زموږ د کرکټ لوبغاړو [نغلو چلنجرز سینیر کرکت ټیم] مالي ملاتړ کوئ او د دوی د پرمختګ لپاره ارزښتناکه ونډه اخلئ. ستاسو سخاوت او ژمنتیا نه یوازې د کرکټ د ودې سبب کېږي، بلکې زموږ لوبغاړو ته هم فرصت ورکوي چې خپل استعدادونه لا پسې وغوړوي او په آینده کی د هېواد نوم روښانه کړي.
ستاسو ملاتړ زموږ د لوبغاړو لپاره د الهام سرچینه ده، چې له همدې برکته دوی کولی شي خپل تمرینونه دوامدار وساتي، سیالیو ته ښه چمتو شي،تر څو برياوي ترلاسه کړي.
موږ ستاسو دا ارزښتناک خدمت ستایو او هیله لرو چې دا ملګرتیا لا پیاوړې شي. ستاسو دا مرسته به زموږ د کرکټ راتلونکی روښانه کړي او د ځوانو استعدادونو د پرمختګ لامل شي.

له تاسو یو ځل بیا مننه، ستاسو سخاوت او ملاتړ ستایل شوی او نه هیریدونکی دی!

په درناوي،
[ د نغلوچلنجرزسوپر کرکټ لیګ اداره]

02/02/2025

د نغلو چلنجرز سوپر کرکټ لیګ!!
یوولسمه لوبه:
نغلو اتلانو نن پر لپسي دریمه بریاء ترلاسه کړه
روښان "اتل"د نن ورځی سیالۍ په ترڅ کې، د خپلې غوره کارکردګۍ، نه ستړي کېدونکي زحمت، او ځانګړي مهارت له امله، موږ ویاړو چې (روښان اتل) د دې لوبې د غوره لوبغاړي (Man of the Match / Player of the Match) په توګه اعلان کړو. (اتل) نه یوازې د خپلې لوبډلې لپاره مهم رول ولوباوه، بلکې د خپلو سیالانو، مینوالو، او د نغلو چلنجرز سوپر کرکټ لیګ بورډ مسؤلینو پام یې هم ځان ته واړاوه. مبارک مو شه.

Photos from Challengers Cricket's post 02/02/2025

د نغلو چلنجرز سوپر کرکت لیګ.
یو مينوال صداقت صادق په زړه پوري لیکنه،به تاسي سره هم شریکه کړم.
چیلنجر سوپر کرکټ لیګ
دا په نغلو کې تازه جوړ شوی د کرکټ ټورنمینت ده، چې په دی وروستیو کې د ډیرو مینوالو پام ځانته راړولی، دلته ځوانان په خورا مینه محبت یو دبل په وړاندي لوبیږي، هلته میدان که څه هم په لوړ معیار برابر نده، مګر بیاهم یوڅو دکار خلکو، ځوانانو ته د کرکټ زمینه برابره کړي، د هر ټیم او آمپیرانو لپاره ځانګړی لباس، د لوبو وخت کې پښتو کمنټري، په سوشل میډیا کې د لوبو ویډیو بڼه هایلایټس، دغوره لوبغاړو او مینوالو لپاره د جايزو جوړښت،لوبه په آنلاین بڼه په نړیوال اپلیکیشن (Cri hero) کی نشرکول همداسې خورا نوري ځانګړتياوي هم لري چې مونږ تر دې مخکې دلته نه وي لیدلی،

د ټورنمینت جوړونکو ته !
د لوبي مو لږ په وخت شروع کوئ، دا ډیر زیات خلک او مينوال چې له زیاتو لرو سیمو راځي، نو هتمن په دې امید ترڅو لوبي پوره وګوري او بیرته خپلو کورنو ته په وخت ورسیږي
په اخیره کې هلته شین چای او لمر ته کیناستل جدا خوند لري که ژوند وه بیابه هم ورځو.

صادق

02/02/2025

د نغلو چلینجرز سوپر لیګ به نن بیا د یوې جذابه او جالبې لوبې شاهد وي.
د نغلو اتلان د ماهیپر له اتلانو سره زور آزمایي.
تر دې دمه د نغلو اتلانو دوه لوبې ترسره کړي، چې دواړه یې ګټلي دي، بل لوري ته د ماهیپر اتلانو بیا د ټورنمنټ پیل په ماتې سره کړی، نن یې دوهمه لوبه ده.
ستاسې په آند نن به د نغلو اتلان خپلو بریاوو ته ادامه ورکړي، او که د ماهیپر اتلان به د خپلې لومړۍ بریا خوند وڅکي؟

Photos from Challengers Cricket's post 01/02/2025

نن مازدیګر د نغلو چلینجرز سوپر لیګ په نهمه لوبه کې کینګ صادق لوبډلې په یوه جذابه لوبه کې د سرچینو ټایګرز لوبډلې ته د دیارلس منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په لس اوره لوبو کې عموما د توپ وهونکو لپاره سلیزه وهل ډېر ستونزمن وي، خو نن د کینګ صادق لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي اعجازالحق دا ستونزمن کار ممکن کړ، او د 44 توپونو په لوبولو یې 102 ناسوځېدلې منډې ترسره کړې، چې د همدې غوره توپ وهنې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

له بل لوري، د کینګ صادق لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي فریدون خان په خپله توپ‌ اچونه کې درې مهمې ویکټې ترلاسه کړې، چې د لوبې د مسیر بدلولو لپاره یې حیاتي رول ولوباوه، او همدې کارکردګۍ ته په کتو یې د لوبې د ګیم چینجر جایزه ترلاسه کړه.

د کینګ صادق لوبډلې ټولو مینوالو ته دې دا بریا مبارک وي.

Photos from Challengers Cricket's post 01/02/2025

د چلینجرز سینیر او مرکز لوبډلو تر منځ لوبه کې د مرکز لوبډلې پیاوړي توپ اچوونکي "رحم الدین" د مقابلې لوبډلې د درې مهمو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه، او د یادې لوبډلې تکړه الرونډر لوبغاړي "ایمل خان" د ګیم چینجر یا لوبه بدلوونکي لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
دواړو ته دې مبارک وي، او لا دې وځلیږي. 👏

01/02/2025

د نغلو چلینجرز سینیر او مرکز لوبډلو تر منځ لوبه چې تېره ورځ د وخت د کمبود له امله په نیمایي کې پاتې شوه، د لوبڅارانو د پریکړې پر اساس د نن لوبې له پیل وړاندې باقي لوبه ترسره شوه، چې مرکز لوبډلې د 17 منډو په توپیر د چلینجرز سینیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
یاده بریا دې د مرکز لوبډلې لوبغاړو او د هغوۍ مینوالو ته مبارک وي.

01/02/2025

له دوشنبی تر جمعي ورځې پورې د لوبو سکيجول!!!!
دوشنبه: نغلو چلنجرز سینیر vs شاهین ټیم
سه شنبه: نغلو سوپر سټارز vs نغلو چلنجرز جونیر
چهارشنبه: مرکز ټيم vs کینګ صادق.
پنجشنبه: شهید خاکسار پکتیا لوبډله vs ماهیپر اتلان 9:00am سحر
پنجشنبه: شهید خاکسار پکتیا لوبډله vs نغلو اتلان ماسپښین 2:00pm
جمعه: نغلو چلنجرز سینیر vs سرچینو ټايګرز. ماسپښین 2:00pm

نوټ: له ټولو لوبډلو هيله کيږي، په خپل وخت لوبې ته راشئ.

31/01/2025

د نغلو چلېنجرز سوپر ليګ لومړى پړاو نهمه لوبه!!!
سرچینو ټایګرز د کینګ صادق پر وړاندی.
سبا شنبه ١:٣٠ دقیقی.
دا سیالي د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه ده، ځکه چې دواړه ټیمونه د خپل غوره استعداد او وړتیا ښودلو لپاره تیار دي.

لوبډلې به د خپلې بریا لپاره نه یوازې پر خپلې فزیکي وړتیا تکیه وکړي، بلکې د ذهنونو جګړه به هم وګټي. د سترو لوبغاړو شتون او د زړه راښکونکي شېبې به دا لوبه لا خوندوره کړي.

راځئ، د خپلو خوښو ټیمونو ملاتړ وکړو او د دې یادګاري لوبې د هرې شېبې خوند واخلو!
مه هېروئ، سبا دا لویه سیالي مه پرېږدئ!
همدارنگه د تیری ورځي د نغلو چلنجرز او مرکز ټیم پاتی سیالي هم تر سره کیږي.

31/01/2025

کرکټ مینه‌والو ته سلام!
ستاسو په شمول د کرکټ مینه‌وال زموږ لپاره ځانګړي یاست. موږ ته ویاړ راکوي چې تاسو د لوبې سره خپله مینه او جذبه ښکاره کوئ. ستاسو د ملاتړ، جذبې، او مینې له برکته کرکټ لا ډېر رنګین او خوندور کېږي.

د هر بال، او هرې څلوریزې یا شپږیزې په شېبو کې ستاسو شتون ارزښتناک دی. راځئ چې د کرکټ نړۍ ته د لوبو د روحیې سره یو ځای شو، د غوره لوبغاړو حوصله افزايي وکړو، او د لوبې ښکلا ته خوند ورکړو.

کرکټ دې وي، زموږ مینه دې وي، او خوښۍ دې دوام ولري!
د بازار مینوالو ته ښه راغلاست وايوو.
د نغلو چلنجرز سوپر ليګ.

31/01/2025

د نغلو چلېنجرز سوپر ليګ لومړي پړاو لومړۍ اتمه لوبی هايليټس (Highlights).
Afghan Tigers vs Shaheed Khaksar

30/01/2025

د نغلو چلېنجرز سوپر ليګ لومړى پړاو!!
اتمه لوبه:
د لوبې بدلېدونکى لوبغاړى يا ګېم چينجر میرویس خان ونومول شو،نوموړی د افغان ټایګرز لوبډلی په ګټه په ١٩ بالونو ٣٦چټکی منډي تر لاسه کړي. له همدی آمله د لوبي اړخ بدلوونکی لوبغاړی و نومول
AFGHAN TIGERS
🆚
SHAHEED KHAKSAR PAKTIA

30/01/2025

د نغلو چلېنجرز سوپر ليګ!!
د ليګ نهمه لوبه:
سبا د جمعي ورځ یو له تر ټولو جذابو سیالیو څخه ترسره کېږي، او تاسو کولی شئ دا لوبه مستقیم او غیري مستقیم ډول يعني.Cric hero کی په آنلاین ډول سره کتلی شئ!
🌟 مه هېروئ! دا سیالي به له احساساتو، رقابت، او هیجانه ډکه وي. د خپلې خوښې لوبډلې ملاتړ وکړئ او د کرکټ نه هېرېدونکې شیبې له لاسه مه ورکوئ!
هیره دی نه وی چی په یاده سیالۍ کی مشهور داخلي او خارجي لوبغاړي هم لوبول کیږی، میدان ته راشۍ او له لوبي خوند واخلئ.
ستاسي په نظر ګټونکی لوبډلي به کومه وي
نوټ:
هغه مینوال چی میدان ته رسیده ګی نشي کولی،د لوبی شروع څخه مخکی به مونږ د لوبي ژوندی بهیر لينک تاسي سره شریک کړو.
د نغلو مهمندي کرکت لوبغالی.

30/01/2025

د نغلو چلنجرز سوپر لیګ د لومړي پړاو،
اتمه لوبه!!
افغان ټایګرز لوبډلي لوبغاړی، سردار خان
د شهید خاکسار پکتیا په وړاندی د نن لوبي غوره لوبغاړی و نومول شو.
نوموړي په ٦ بالونو ٢٤ چټکی منډی تر سره کړی. له همدی امله د لوبي غوره لوبغاړی
و نومول شو.
سردار خان ته دی مبارک وي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility?

Telephone

Website