وطن

وطن

Share

وطن
تن تنا وطن 😍❤️😘

02/09/2025

#تازه
د افغانستان وروستۍ زلزلې د مړو شمېر 1411 ته پورته شو. 3123 ټپيان دي. شاوخوا 5500 کورونه نړېدلي.
يا رب ته پر موږ افغانانو خصوصي رحم وکړه.

02/09/2025

څنګه کولی شو چې د تیږو او خټین کورونه د زلزلې پر وړاندې مقاوم کړو؟

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ډېر کورونه د خټو او تیږو څخه جوړ شوي دي، خو دا ډول ودانۍ د زلزلو پر وړاندې مقاومت نه لري او د کوچنیو زلزلو پر مهال هم زیانمنېدای شي، چې موږ او تاسو یې بېلګې په هرات، پکتیکا، خوست او ځینې نورو ولایتونو کې ولېدې د دې لپاره چې دا ډول کورونه د زلزلې پر وړاندې یو څه مقاومت وکړی شي ځینو ټکو ته په لاندې ډول اشاره کوو

لومړی تر هر څه د مخه هڅه وکړی چې د تعمیر شکل ساده یعنې مربعي مستطلي چې اوږدوالې یې له اندازې زیات نه وي په نظر کې ونیسی که چېرته اوږدوالی یې ډېریږي حتما زلزلوي درزونه په نظر کې باید ونېول شي

د تعمیر لپاره تهداب په مناسبه اندازه ژور کړی د ځمکې له سر څخه شروع مه کوی چې دا کار د باران پر وخت هم ستاسو کور زیانمولی شي او هم د زلزلې پر وخت مقاومت نشې کولی، هڅه وکړی چې په تهداب کې له مقاومو ډبرو څخه استفاده وکړی که امکان ولري ( Stone masonry ) څخه استفاده وکړي تر څو د ډبرو ترمنځ خالیګاه وې په ښه شکل سره ډکې شي

لکه څرنګه چې په عکس کې لېدل کیږي په دېوالونو کې د لرګیو افقي بیمونه (Wooden Bands) د خټو او تیږو کورونو د دیوالونو ترمنځ باید د لرګیو یا بامبو افقي بیمونه ځای پر ځای شي، چې دیوالونه د زلزلې پر مهال یو له بله جلا نه شي، همدا ډول د دیوالونو ضخامت باید ډېر زیات نه وي، ځکه درانده دیوالونه د زلزلې پر مهال خطرناک تمامېږي.
هڅه باید وشي چې امکان تر حده کړکۍ کوچنۍ په نظر کې ونېول شي ځکه هر څومره چې کړکیو لویوالی زیاتیږي د کړکۍ او دروازې او یا هم د دوو کړکیو تر منځ اتکا کمزورې کیږي د دې ترڅنګ دا هم په نظر کې باید ونېول شي چې کړکۍ متوازنې په کوټو کې پرېښودل شي که دروازې او کړکې په یو لورې کې په نظر کې ونېول شي د دې امکان شته چې د زلزلې پر مهال کور زیانمن شي

د تیزو او خټینو کورونو ارتفاع باید محدوده په نظر کې ونېول شي هڅه باید وشي چې تر دوو منزلونو څخه زیات جوړ نشي ځکه هر څومره چې ارتفاع لوړیږي د زلزلې تاثیرات هم پرې ډېریږي

د کور چتونو ته مو باید پام وي چې ډېر درانده نه وي دا چې په کلېوالو سیمو کې هر کال یا دوه کاله وروسته د بام پر سر باندې نورې خټې اچوي چې دې سره د بام وزن ډېریږي چې په زلزله خیزو سیمو کې د کور لپاره خطرناک تمامیدای شي هڅه باید وشي چې د کور چتونه ډېر درانده نشي، فکر مو وي چې د چتونو د باران اوبه په ښه شکل سره رد شوي وي

په نهایت کې د دولت او نړېوالو مرستندویه ادارې باید په کلېوالي او لېرې پراتو سیمو کې خلکو ته پوهاوی ور کړي تر څو خپل کورونه په داسې بڼه جوړ کړي تر څو د زلزلو پر وړاندې حد اقل تدابیر په نظر کې نېول شوي وي

زموږ همدا وس دی څه چې مو زده کړي، تجربه کړي له خپلو هېوادوالو سره یې شریک کړو
وطنواله لوی رب دې له هر افته وساته
C

02/08/2025

حاضر ځوابي

یوه ډېره غټه ښځه موټر ته را پورته شوه، له ناستو خلکو یوه سړي ور باندې ټوکه وکړه:
"ماته پته نه وه، چې دا موټر د فیلانو لپاره هم دی."
ښځه ارامه کېناسته او په ورین تندي یې وویل:
"نه ښاغلیه؛ دا موټر خو داسې دی لکه د نوح کشتۍ، له فیلانو سره خره هم پکې سوریږي."

وتلي لیکوال برنارډ شو ته یو وخت یوه کبرجن لیکوال د تمسخر په انداز وویل:
"زه له تا ښه یم، ځکه چې ته د پیسو لپاره لیکل کوې او زه د عزت لپاره."
برنارډ شو بې له ځنډه ځواب ورکړ:
"رښتیا وایي، موږ ټول د هغه څه په لټون یو چې نه یې لرو."

د وخت مشهور او نابینا شاعر بشار ابن برد ته یو وخت یوه خسته کن انسان وویل:
"هېڅوک داسې نشته چې خدای ترې نظر اخیستی وي او په بدل کې یې څه ورکړي نه وي، نو ته ووایه چې تاته یې څه در کړي؟"
بشار وویل:
" ماته خدای دا بدله را کړې چې ستا غوندې خلک نه وینم."

یوه ړانده کس له یوې ښځې سره واده وکړ، ښځې وویل: "کاش زما ښایست دې لیدی شوی، باور وکه چې زما د حسن شغلو ته به دې د سترګو دید نه ټینګېده او حیران دریان به پاتې وی."
ړانده خاوند یې په ځواب کې وویل:
" یره دومره خو پوهېږم چې که په رښتیا داسې ښایسته وی نو هغو خلکو ماته نه پرېښودې؛ چې ویني دې."

یوه سړي غوښتل چې المتنبي د خلکو په منځ کې خجالت او وشرموي نو سم له واره یې وویل:
"متنبی، باور وکه چې له لرې مې لیدې نو کټ مټ راته ښځه ښکارېدې."
المتنبی وار خطا نه کړ، سمدستي یې وویل:
" څومره ښه، خو ما چې له لرې لیدې نو هوبهو راته سړی ښکارېدې."

یوې بدرنګې ښځې یوه سړي ته وویل:
"که خاوند مې وی نو د چایو په پیاله کې مې زهر درته اچول"
سړي وویل:
"که ته مې ښځه وی نو ددې پیالې په څښلو کې به مې یوه شېبه ځنډ هم نه وی کړی."

برتانوي وزیر ونسټن چرچېل برناډ شو ته وویل:
" تاته چې ګورم نو پوه شم چې برتانیه د خوراک له بحران سره مخ ده."
برنارډ شو سمدستي وویل:
"خو زه چې بیا تاته ګورم نو پوهېږم چې دا بحران ولې دی."

یوه سړي ښځې ته وویل:
"ته څومره ښکلې یې"
ښځې وویل:
" کاش ته هم ښایسته وی نو ما به هم اوس درته دا خبره کړې وی."
سړي ور غبرګه کړه:
" څه خبره نه ده، دروغ ویل هم ستر هنر دی."
#ژباړه
عمومی معلومات.
که تاسې هم د حاضرځوابۍ خاطرې لری نو کمېنټ یې کئ.🙏❤

26/06/2025

دې کوچني ماشوم اخر ساه ورکړه😪

دا ډېره سخته ده چې د یوه ناروغ ماشوم مور او پلار یوازې څو ګامه لرې وي، خو اجازه ور نه کړل شي چې غېږې ته یې راشي.

ماشوم خپله وروستۍ ساه او سلکۍ د مور د غېږې پر ځای، د روغتون په وچ بستر کې تیرې کړې.
اوس به یې مړ جسد د مور غیږې ته وسپاري.

مقصد تاسې یاد ولرئ په ورځ د قیامت به دده ماشوم لاس وي زموږ او ستاسې او ددې لوړ ربته چارواکو ګریوان به وي ځکه چې دا د انسانیت یوه چیغه وه چې هیچ چا وا نه ورېده.

25/06/2025

د جرګو او مرکو تاتوبی پکتیا وطن
#تیره

Photos from ‎وطن‎'s post 23/06/2025

د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې!
د کابل-لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر بشپړیدو وروسته پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو آمر انجنیر محمد حامد "سادات" په وینا، د دې سړک قیر چارې د ودانیزو توکو له لابراتواري ازمویښت وروسته پیل شوي ترڅو د کار کیفیت تضمین شي.
نوموړي زیاته کړه: اوس مهال، د دې سړک یو کیلومتر برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده، او په ورته وخت کې، د پاتې نورو برخو په جوړولو هم کار روان دی.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، د نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې، (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو، د موټرو تمځایونو، او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي. کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په پام سره، هوډ لري چې په راتلونکي کې د دې سړک دویمه برخه د چرخ آب له سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې هم جوړه کړي.
_____________________

17/06/2025

تهران کې له کړاو سره مخ افغانان؛
په تهران کې افغانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دغه ښاره ووځي.
افغانان وايي، د ایران حکومتي چارواکو ورته ویلي چې په ارامو او خوشاله حالاتو کې راسره وئ، نو اوس باید سختۍ کې هم راسره پاتې شئ.
ایراني مساپر وړونکو موټرو ته سپارښتنه شوې چې افغانان به له تهران دباندې نه وباسي. افغانستان انټرنشنل شبکې په دې تړاو خپل راپور کې زیاته کړې چې د ایران حکومت ان افغانانو ته د وتلو قانوني اجازه لیکونه هم اوس نه ورکوي.

16/06/2025

د اسرLY د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د جمعې له ورځې راهیسې تر نن سهار پورې نښتو کې ۲۴ اسراییلیان وژل شوي او ۵۹۲ نور ټپیان دي.
سي‌ان‌ان شبکې نن (دوشنبه، جوزا ۲۶) راپور ورکړی چې د ۱۰ ټپیانو وضعیت هم نازک دی.
د اسراLY د لومړي وزیر د بیانیې پر اساس، ایران د نښتو پرمهال په اسراLY څه باندې ۳۷۰ بالستیک توغندي او سلګونه ډرون توغولي دي.
ایران د تېرې جمعې په ورځ د دغه هېواد پر ځینو برخو او پوځي چارواکو د بریدونو په غبرګون کې اسراLY په نښه کړی دی.
د دواړو لورو ترمنځ بریدونه داسې مهال دوام لري چې د جګړې پراخېدو څخه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
اسرLy او ایران دواړو تراوسه د شاتګ یا بېړني اوربند لپاره چمتوالی نه دی ښوولی.
رویټرز اژانس نن د ایراني چارواکو په خبره ویلي، تر هغه چې د اسرLY بریدونه دوام

14/06/2025

ايران مېشتو وطنوالو!

دا امکان شته چې د ويجاړ شويو هستوي تاسیساتو د بيا رغاونې او يا هم د خاورو خځلو لرې کولو لپاره د نظام لخوا په لوړ لاس مُزد کاريګر استخدام کړای شي ځکه ويجاړ شويو هستوي تاسیساتو ته څېرمه د راډیواکټیف وړانګو کچه ډېره لوړه وي چې په لنډ او اوږد مهال کې د وژونکو سرطانونو لامل ګرځي او هرڅوک هلته د کار لپاره زړه نه ښه کوي نو لطفاً پيسو ته يې مه ګورئ، خپلې روغتيا ته وګورئ، پدغسې ځايونو کې له کار کولو ډډه وکړئ!

- دا پيغام له خپلو ايران مېشتو وطنوالو سره شريک کړئ!

Mohammad Tanha

12/06/2025

انسانیت لا ژوندي ده
پېښور، حیات اباد میډېکل کمپلېکس:

له تېرو ۷ورځو راهیسې یو څلوېښت ورځنی افغان ماشوم پرته له مور او پلار څخه تر درملنې لاندې دی. دا ماشوم د زړه سوری لري، خو مور او پلار یې پاسپورټ نه لرلو او له همدې کبله یې پېښور ته د درملنې لپاره نشو وړلی. کورنۍ یې په تورخم کې یو پردي ناپېژانده ځوان ته ورکړی او هغه هم په ورین تندي پېښور ته د درملنې لپاره رسولی.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Rajshahi Division?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Website

Address


Rajshahi Division