09/04/2026
د هغه مطرح لوبغاړو منتخب ترکیب چي اوس ازاد لوبغاړي دي او لوبډلي نه لري.
#پښتوسپورټ |
ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽
ټیلیګرام:
https://t.me/Pashtosports
وټس اپ:
+93 76 592 3000
09/04/2026
د هغه مطرح لوبغاړو منتخب ترکیب چي اوس ازاد لوبغاړي دي او لوبډلي نه لري.
#پښتوسپورټ |
09/04/2026
#اولي واټکینز (د الهلال نوی لوبغاړی):
د سعودي حرفوي لیګ او د انګلستان غوره لیګ سطحه یو ډول ده.
ـ اولي واتکینز، د انګلستان غوره لیګ د اسټون ویلا لوبډلي سره لوبېدئ، په روان فصل کي د سعودي د الهلال لوبډلي ته ولاړئ.
#پښتوسپورټ |
09/04/2026
د افغانستان د شل کلنو فوټبال ملي لوبډلي د اسیايي جام د غوراوي سیالیو په دویمه لوبه کي د تاجکستان څخه د ۴\۱ په توپیر ماته وخوړه او د سیالیو بهر سوه. دا د افغان لوبډلي دویمه پرلهپسې ماته ده او تر دې وړاندي یې د اردن څخه هم ماته خوړلې وه. د افغانستان یوازینی ګول حبیبالله هوتک ولګوئ.
#پښتوسپورټ |
09/04/2026
#بارسلونا د لومړي ځل لپاره د یو میلیارډ یورو څخه ډېر عاید ترلاسه کړ:
د اسپانیا د فوټبال بارسلونا کلب وايي، په (۲۰۲۵-۲۰۲۶م) فصل کې خپل په تاریخ کي د لومړي ځل لپاره د یو میلیارډ یورو څخه ډېر عاید ترلاسه کړی دی.
د بارسلونا کلب د معلوماتو له مخي، دغه عاید په داسي حال کي ثبت سوی چي د روان فصل په پیل کې خپلي څو کورنۍ لوبي د مونتجوییک په لوبغالي کي ترسره کړي دي.
بارسلونا وروسته د نیوکمپ لوبغالي ته ستنه سوې، خو د لوبغالي د بیارغوني د روانو چارو د امله د ټول فصل په جریان کې یواځي د شاوخوا ۵۵ تر ۶۰ سلني پوري ظرفیت و نندارچیانو ته ځانګړی سوی و.
د کلب په وینا، د یو میلیارد یورو څخه د عاید اوښتل د بارسلونا په مالي تاریخ کي نوی ریکارډ دی.
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم فصل قرعه کشي نن پنجشنبه ماخستن مرکز کابل کي د لسو لوبډلو ( ابومسلم فراه، سرسبزیاشلر فاریاب، عمرځواک هرات، استقلال کابل، عینومینه کندهار، سرخپوشان هرات، طوفان هرات، خراسان فاریاب، ارمان کابل او اریاناخوست) لوبډلو ترمنځ وسول.
هره ورځ به دوې دوې لوبي ترسره کیږي، لومړی لوبه ماځیګر 4:00 او دوهمه لوبه ماښام 7:00 بجي راپیل کیږي.
دلومړۍ اونۍ لوبو جدول؛
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
ګابریل ژسوس د بارسلونا سره تمرینات پیل کړه، نن یې لومړۍ ورځ وه.
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
د راتلونکي اونۍ مهمو لوبو جدول؛
د اروپا غوره لیګونو له منځه مهمي لوبي پکښې ځای کړل سوي.
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
#لویز انریکې:
بالون ډور (سرو زرو توپ) چي په هر ډول شرایطو سره وي باید د پاریسنټ جرمن لوبغاړو ته ورکړل سي، ځکه دا د هغوی حق دی.
د نقل او انتقالاتو بازار مو ډېر فوق العاده ؤ، د کامپوس او ناصر خلیفه څخه ډېر منندوی یم.
ـ تاسو یې په اړه څه نظر لرئ، د انریکې سره موافق یاست؟
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
دریال مادرید مخکنی او دبرازیل ملي لوبډلي برحاله روزونکی کارلو انچلوټي نن د ریال مادرید و تمریناتي کمپ ته ورغلی ؤ هلته یې خپل د مخکني شاګرادانو او مورینیو سره ملاقات وکړ.👏
#پښتوسپورټ |
09/03/2026
د اینټر میلان په وړاندي د #چمپیونزلیګ په لومړۍ لوبه کي د ریال مادرید دغه لاندي لوبغاړي د #محرومیت او #ژوبلتیا په خاطر لوبېدای نه سي.
#پښتوسپورټ |