جرګې پریکړه وکړه…..
څه یی وویل
بس پریکړه یی وکړه 😄
Two Bro D.K
This is the Public page By two bro D.K
PSL
16/07/2022
له لوبې تر مخه روسي سیال ورته ویلي و چې زما د نیکه سره مو په افغانستان کې ظلم کړی، نن به یې درسره حساب کوم!
خو خبر نه و چې افغانان د بریا ستوري دي
Two Bro D.K
15/07/2022
احمد ولي هوتک خپل روسیی حریف سخت ووهه. د مخ له جغرافیې یې ورته په ډېرو وهلو د افغانستان د سکارو کان جوړ کړ چې څلرویشت ساعته خوله وازی وي. یو خو یې ماتولو خوند کړ، بل خوند دې وکړ چې د وطن درې رنګه ملي بیرغ یې پورته کړ. تر خپلو اوږو یې تاؤ کړ. ښُکل یې کړ او په سینې پورې یې لکه یتیم ماشوم ونیو. هوتک هم ورسره غریو نیولی شو. شونډې یې مرۍ ــ مرۍ شوې. بری مبارک. اتلان دې تل سر لوړي او ملي نښان ویاړلی وي♥️🇦🇫✌️
په شپږیزه کې کرېکټ بورډ له بلاسم روغتون سره تړون لاسلیک کړی او وایي که په شپږیزه وتلی توپ چا په نندارچیانو کې کېچ کړ نو ۵۰۰۰ افغانۍ انعام به ورکوي. په دې هیله چې د نندارچیانو ترمنځ د کېچ نیولو له امله سرونه لږ مات شي او کېچونه ډېر ونیول شي. یوه قاعده باید ورته جوړه شي چې کوم کېچ د منلو دی کوم نه دی که نه نو د بلاسم ډاکټران به د پټیو لګولو په چاره ستړي شي. له تاسو یې پوښتم په زینو کې د کېچ قاعده باید څه وي چې دعوې کمې شي؟
14/07/2022
د شیخ سردار ولي د مرموزې وژنې په اړه د حاکم نظام تر لاسه شوي وروستي جزئیات!
ـــــ
• نوموړی چې په کوم کور کې اوسيده کور يې يواځې محدودو نيږدې خپلوانو او خاصو ملګرو ته معلوم و.
• هغه خپل ماشومان د اختر په ورځو کې خپلې خسرګنۍ ته استولي وو او دی تنها په کور کې اوسيده.
• د شیخ سردار ولي يوملګری قاري سلمان وايي: (ما شيخ صاحب ته د غرمې ډوډۍ لپاره دعوت ورکړ خو راته یې وويل: غرمې ته مې يو ملګری راغوښتی چې د هغه له مجلس څخه فارغ شم بيا درځم.
خو له يوې بجې وروسته یې تليفون بند شو، ما داسې فکر کاوه چې چيرته بل ځای ته به تللی وي. خو ماښام اته بجې شاوخوا چې يې کور ته ورغلم ومې لیدل چې شیخ صاحب په خپل کور کې لومړی په چړو وهل شوی او وروسته ذبح کړل شوی.)
• د بلاک چوکيدار هم وايي: (شيخ صاحب غرمې ته نیږدې تنها له کور څخه راووت او لږ وروسته يو ځوان چې ماسک يې اچولی و، يوځای کور ته ورسره ننوت او له يو څه وخت له تېرولو وروسته دغه ځوان کس تنها راووت او د ماشومانو يو سايکل يې هم لاس کې و.)
• شيخ سردار ولي رحمه الله څه موده وړاندې له شيخ احمد شاه صاحب سره په يو ګډ بيان کې په مسجدونو بریدونه هم حرام بللي وو او هم یې خلک د اوسني نظام اطاعت ته رابللي وو.
• د حاکم نظام د استخباراتي معلوماتو او همدا راز د خو.ار.جو له بندیانو څخه د ترلاسه شويو اعترافاتو په ترڅ کې داسې معلومات ترلاسه شوي چې په لوړه کچه یې د هغه د ترور پلان درلود او په وژنه کې يې داسې څوک برخه لري چې شيخ سردارولي پرې اعتماد درلود.
• حاکم نظام ژمنه کړې چې په هر قیمت وي قاتلین به یې د قانونو منګولو ته سپاري.
***
Two Bro D.K
14/07/2022
دقران عظیم کتاب ستر مفسر او دخوږ نبی صلی الله علیه والسلام دسیرت استاد شیخ صیب سردارولي ثاقب په شهادت سخت وزوریدم.
الله دې ظالمان هلاک او شیخ صیب دلوړو مرتبو څښتن کړي!
آمین
13/07/2022
د شپږيزې اتم پړاو کې تر اوسه څلور بهرني لوبغاړي هم منل شوي دي
شپږيزه راتلونکې دوشنبه په کابل کې پيلېږي. له مېس عينک لوبډلې سره به د پاکستان دوه لوبغاړي افتخار احمد او مير حمزه لوبېږي. سپين غر لوبډلې د پښتوننخوا اصف اپريدى ورخپل کړى دى او د عمان لوبغاړى بلال خان به له امو لوبډلې سره لوبه کوي.
شپږیزه به خوندوره شي، وایي د تلویزیون کامنټري یې هم بهرنیان کوي او عکاسۍ ته یې هم مسلکي کسان ګومارل شوي نور نو څه غواړئ؟
د نورو معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه لایک کړئ
Two Bro D.K
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.