09/10/2026
سامسون: وروره، نن شای هوپ زما ټوله خوارۍ په اوبو لاهو کړه! کله مې چې د ۲۵۰ منډو هدف ولید، ډېر خوشحاله شوم او فکر مې وکړ چې ویسټ انډیز نن هېڅ چانس نه لري، خو، شای هوپ زما ټوله خوشحالي په اوبو لاهو کړه!
ما فکر کاوه چې لوبه زموږ په لاسونو کې ده، خو هغه ثابته کړه چې تر هغه وخته چې شای هوپ په لوبغالي کې ولاړ وي، د ویسټ انډیز ماتې حتمي ګڼل تر ټولو لویه تېروتنه ده!
شای هوپ ته دې سلیزه ډېر مبارک وي! خو یو خبره دې راته وکړي، چې زموږ له توپ اچوونکو سره خو یې کومه پخوانۍ دښمني نه درلوده، چې د ۲۵۰ منډو هدف دې هم راته په ټوکه بدل کړ؟