10/02/2026
ډهاکه، دوشنبه، ۹ فبروري ۲۰۲۶ رسنۍ اعلامیه بي سي بي د پي سي بي، آی سي سي او ټولو ښکېلو خواوو څخه مننه کوي د بنګله دېش کرکټ بورډ (بي سي بي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي)، د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) او ټولو ښکېلو خواوو څخه د وروستیو ننګونو د لرې کولو په هڅه کې د دوی د مثبت رول لپاره خپله صادقانه مننه کوي. په ځانګړې توګه، بي سي بي غواړي د پي سي بي رییس محسن رضا نقوي، د هغه بورډ او د پاکستان د کرکټ مینه والو څخه خپله ژوره او زړه سوانده مننه څرګنده کړي. په دې ټوله موده کې، پي سي بي د سپورت او پیوستون مثالي چلند ښودلی دی. د بي سي بي رییس محمد امین الاسلام وویل: "موږ د دې مودې په اوږدو کې د بنګله دېش ملاتړ کې د پاکستان د هڅو څخه ژوره متاثره یو. زموږ ورورولي دې لا پسې وده وکړي. "پرون پاکستان ته زما د لنډ سفر وروسته او زموږ د خبرو اترو راتلونکو پایلو ته په پام سره، زه له پاکستان څخه غوښتنه کوم چې د فبروري په ۱۵مه د هند په وړاندې د آی سي سي ټي ۲۰ نړیوال جام لوبه د ټول کرکټ ایکوسیستم د ګټې لپاره وکړي.
" --- پای ----
09/02/2026
لمر ټلوېزیون یوازې خپل تجارت کوي؛
د کرېکټ مینهوالو سره د لمر ټلوېزیون دې زیاتي ته ګوره. خلک په ډېرې لېوالتیا سره یو ځای غونډ شي چې د کرېکټ نړۍوال جام لوبې وګوري، خو کله چې لوبه پیل شي، لمر ټلوېزیون والا قصداً د چینل فریکوینسي تغییر او خپرونې پرې بند کړي.
دا د کرېکټ مینهوالو سره سخت زیاتی دی چې لمر ټلوېزیون یې کوي. لومړی خو دې لمر ټلوېزیون د لوبو خپرولو حق نه اخلي، که اخلي یې بیا دې د کرېکټ مینهوالو سره دغسې زیاتی او ظلم نهکوي.
دوی پهدې کار سره په لوی لاس خلک بېځایه اضافي لګښت ته اړ باسي. د فرېکوینسي تغییرېدو سره هغه ټلوېزیونونه چې ریسیور یې داخل کې وي؛ د لمر خپرونې نهشي کتلی. دوی اړ دي چې د لمر ټلوېزیون د دې محدودیت لپاره بل بهرنی ریسیور واخلي او لوبې وګوري.
دوی همداراز د کرېکټ مینهوال اړ باسي چې د ریسیور رانیولو پر ځای په انلاین ډول لوبې وګوري، خو په افغانستان کې ټولو ته مالومه ده چې د انټرنېټ سرعت څومره کمزوری دی او بیې یې له اسمان سره خبرې کوي.
له دې وړاندې اریانا ټلوېزیون هم په ځلونو په مهمو لوبو کې همداسې کړې دي. دا داسې مانا لري، لکه په بازار کې چې یو سوداګر احتکار وکړي. هر څه خپل په ولکه کې ونیسي او څه ډول چې یې خوښه وي، هغسې نخرې په خلکو وکړي.
دا د کرېکټ له مینهوالو سره بېخي ستر زیاتی دی. دوی یوازې خپل تجارت کوي او د کرېکټ مینهوالو او خپلو لېدونکو په کیسه کې نهدي. باید د کرېکټ مینهوال یې پر وړاندې غږ پورته کړي او دا د هر مینهوال حق دی چې د نړۍوال جام لوبې له بېځایه اضافي لګښت پرته وګوري.
30/01/2026
Afghanistan roar into the semi-finals of the 2026 💪
29/01/2026
تازه
سري لانکا افغانستان ته کار نور هم سخت کړ. دوی د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام په سوپر۶ کې خپله دویمه لوبه هم وګټله. جنوبي افریقا ته یې ماتې ورکړه. په دې بري سره یې نومرې شپږ شوې او په جدول کې تر افغانستان مخکې شو، خو په رن ریټ کې لا هم تر افغانستان شاته دي.
که افغانستان سبا له ایرلنډ څخه لوبه وګټي او رن ریټ یې په خپل حال وي، سیمې فاینل ته وځي. که یې وبایلله، له سیمې فاینل څخه پاتې کېږي.
د بري دعاوې به کوو.
20/11/2025
ما په تجارتي لیګونو کې ډېره تجربه ترلاسه کړې او پوهېږم چې څه وکړم څه ونکړم،
که کپتان راته یو څه ووایي خو زما لپاره ګټور نه وي، نو زه خپله کوم، هغه نه منم.
کله مو د يو لوبغاړي له خوا د خپل کپتان په اړه داسې خبرې اورېدلې وې؟ 💔🧐
30/10/2018
د پاکستان پرضد يى شير کړى