AFG Tigers

AFG Tigers

Share

دلته د افغان کرکیټ په ناویل شووحقایقوځان خبرکړئ
موږهغه حقایق وایوچی نورخلک نه وایی

10/03/2026

په ډېرو مسايلو کې مو کلونه کلونه د هستي ګل عابد سره مخالفت کړی او رغنده انتقاد مو پرې کړی. حتی په تاج ملک عالم مو هم انتقاد کړی.

خو تر کومې چې د ابراهيم ځدران په کپتانۍ د عابد سالمه نيوکه وه، بلکل پر ځای او سالم انتقاد و.
د ابراهيم وړتيا او استعداد ته په کتو، ابراهيم د افغانستان کرکټ ته يوه الهي تحفه ده. خو په شل اوریزو لوبو کې بیا د نوموړي کپتاني له افغان کرکټ سره ظلم دی. هستي ګل نه چاته ښکنځا کړې او نه یې بد ويلي يوازې سالمه او له درناوي ډکه نيوکه او ګيله یې کړې. دغه د ګوتو په شمېر څو ظالمان ولې هستي ګل ښکنځي او بد رد ورته وايي؟؟؟ تاسې باید خوشحاله شئ چې له کرکټ تقاعد شوي پخواني لوبغاړي د افغانستان په کرکټ نظر ورکوي. دې خلکو نړيوال او مسلکي کرکټ کړی او په تمامه مانا یې نظر او شننه مسلکي او ګټوره وي. د هستي ګل عابد لخوا په کرکټ خپلواکې تبصرې نورو متقاعد لوبغاړو ته هم يو مهم درس دی. چون عابد نن سبا خپلواک کارزوګار او د زراعت په برخه کې خواري مزدوري کوي او د کرکټ بورډ رحم و کرم ته نه ده ناست، ځکه ېې نو په کرکټ تبصره هم خپلواک او بې پرې ده. هر هغه لوبغاړی چې غواړي له تقاعد وروسته هم له کرکټ سره تړلی خو په داسې ډول چې خپلواک پاتې شي‌، نو شخصي کار و بار يا دې حد اقل کرکټ سره تړلې داسې يوه دنده مخته يوسي چې د کرکټ بورډ اثر و رسوخ پرې نه وي او نه هم د بورډ معاش او رحم ته پاته وي. د ښکنځا په ځای پخواني لوبغاړي تشویق او وهڅوئ چې په کرکټ تبصرې وکړي. د دوې خپلواکې شننې د افغان کرکټ په ګټه او خير دي.

#کرکټ #افغانستان #تبصره #راشدخان

08/03/2026

Congratulations to the India national cricket team for lifting the ICC Cricket World Cup trophy! Champions let the bat and the trophy speak — no noise, no excuses. From Afghanistan with respect and friendship to India. 🇦🇫🤝🇮🇳
Some neighbors keep dreaming… real champions keep winning. 😉


18/02/2026

شکر الحمدلله هغه ذات ته چې تر دغه روژې یې ژوندی وساتلو او د لومړي پشمني کولو توفیق یې راپه برخه کړ. خدای دې زموږ او ستاسو روژې او عبادتونه قبول کړي. هغوی چې په دې نړۍ کې راسره نشته، لوې رب دې ګناهونه ورته معاف او جنتونه ورته نصیب کړي.

15/02/2026

سیر آرین لیکي: یؤه مرکه مې د شفیق الله شفق ولیده، پهٔ کې وايي:«د ۲۰۱۹ م نړۍ وال جام لپاره ما ۲۸ ورځې کمپ پهٔ جنوبي افریقا کې وکړ. کمپ ما وکړ؛ خو اکرام علي خېل پهٔ کور کې ناست ورلډ -کپ لپاره انتخاب شو. افریقا کې مو خپلو کې مېچونه وو، ما یؤ مېچ کې ۹۳ منډې وکړې، ټوله ورځ به مې ماشین ته کېپېنګ کوه چې ۱۵۵ او ۱۶۰ سپیډ سره به یې بالونه ویشتل. شپې ویده وو، چې سهار مې کته، سکواډ اعلان شؤی وو، زهٔ پهٔ کې نهٔ وم، زما پهٔ ځای اکرام علي خېل سلېکټ شؤی وو. نور علي ځدراڼ ماسره اطاق کې وو، معلومات ورته شته.». پر شفق لګیدلی بندیز همدې څو ورځو کې پای ته رسیږي. دی، د ملي لوبډلې تر ټولو ټاپ فېنشر، بهترین فیلډر او ښه ویکټ کېپر و. ترده وروسته بیا افغان لوبډلې بل داسې فېنشر ونه موند چې په سختو لوبو کې په درد وخوړل شي، تر اوسه لا هم دا تشه نه ده ډکه شوې.

12/02/2026

چا لیکلي چې قيلون وهي ځکه منډه نشي وهلی
زه وایم يوازې قيلون نه، له وازو قدمونو یې مالومېږي چې دغه شی نور مشکلات هم لري

31/01/2026

انځور کې ښکاريدونکی کس به تاسو نه پېژنئ خو زه يی پېژنم نوم یې هم رامالوم‌ دی ډوني نومېږي اي پي ايل کې د چين د لوبډلې کپتان دی.
ددې سړي يو کمال دادی چې فېلډېنګ جوړوي نو تورې دستکشې لري کوي او سپينې یې په لاس وي. او چې تورې یې په لاس وي نو طبيعي خبره ده چې سپېنې دستکشې به هم لري. ددې نفر يو بل کمال دادې چې خوله هم په سر کوي خو عجيبه داده چې کله نا کله خوله لري کړي او بدون له خولې کرکټ کوي. سړی حیران شي چې دا دنيا کوم خوا روانه ده.

#د-کرکټ- لالاجاپر-حان
#افغانستان
#کرکټ
#تبصرہ

31/01/2026

د افغان لوبډلې لباس نړیوال جام لپاره

خو پوه نشوم دغه اول تن ښي لاس کيپر نوم یی راڅخه هیر شو. اعجاز او شاهد په کوم اساس ملي ټيم کې لوبېږي؟

30/01/2026

د شفیق‌الله شفق د مینوالو لپاره ښه خبر دا دی چې د نوموړي بندیز دوه ورځې وروسته رسماً پای ته رسېږي۔
که په بورډ کې فعال کسان ناست وي، نو باید رسماً د بندیز د ختمېدو پوسټ یوه ورځ وروسته ورته وکړي۔ کله چې پر شفق بندیز ولګېد، د بورډ مسؤلینو د هغه د بندیز په اړه پرله‌پسې پوسټونه وکړل۔
شفیق‌الله شفق په دې شپږکلن بندیز کې له ډېرو ناخوالو او سختیو سره مخ شو، او دا هر څه یې په پټه خوله وزغمل۔ نو مسؤلینو ته په کار ده چې د کورني کرکټ په روانو لوبو کې ښاغلي شفیق‌الله ته د لوبېدو چانس ورکړي.۔
دا غږ بدرګه کړئ، ملګرو!

15/12/2025

لکونه ډالر مصرف لیکن نتیجه یې من من سوټې.
د نولس کلنو په نوم یې دېرش کلن په ټیم کې ځای کړي وو، نیم د بډه بېرې د زبیر بچه بیریش وو، نیم د میرویس او نصیب خان هلکان وو، په هر کار کې چې صداقت او رښتینولي نه وي د هغه کار پایلې بیا داسې وي لکه د نصیب او بریتو رایس د لوبډلې۔ کوربتوب زمونږ وو، د ویکټو جوړول زمونږ په خوښه وو، کور زمونږ وو، ټورنمنټ زمونږ وو مګر د لوبو ګټلو په چل نه پوهېدو، ځکه چې په کرکټ کې مو نااهله مشران راټول شوي، څوک حیاطان دي، څوک د چرګانو د فارمونو وال دي او څوک نایان دي۔ په داسې نااهله اشخاصو زمونږ کرکټ ورځ تر بلې د هلاکت کندې ته روان دی۔ په تاریخ کې یوازینۍ لوبډله وه چې زیات سیریزونه او زیات میچونه یې وکړل، خو دومره لوبو او تجربو سره سره په اسیا کپ کې دوه ماتې یې وخوړلې او لوبډله په اسیا کپ کې د مخکې تګ څخه پاتې شوه۔ رب ډېر عادل ذات دی د اصلي نولس کلنو حق یې په هغه لوبغاړو وخوړ چې ان د ک وېښتان یې هم سپینېدو ته نېږدې دي.

13/12/2025

افغان دېرش کلنو بوینۀ ماتې وخوړه.
وېکټ د ۴۰۰ او یا د ۳۵۰ پلس منډو وه، خو زمونږ شړېدلو تنکیو بوډاګانو په ډېرو زورونو یوازې ۲۸۳ منډې وکړې.
زمونږ بریتور د بډه‌بېرې زوبیر تر اوسه پلیټ یا سرک وېکټ ونه پېژنده، که وېکټ سرک وي او که شیشه، بس درجن درجن مسینګ به په ښه خوند روان وي.
تر ټولو د شرم خبره خو زمونږ د لوبغاړو عمرونه دي. دا اوسني چې کوم لوبغاړي د نولس کلنو په نوم لوبېږي، دا اوس د رېټایر کېدو لایق دي، ځکه شکلونه او مخونه یې د بچه سقاوو د وختونو دي.
هغه د یو تن مښوکه د پنبه ګل له نیکه اوږده ده

18/11/2025

خوله مو درته په چغو وشکوله چې اتڼچي د فاسټ‌بالرانو د لوبولو نه دی؛ فاسټ‌بالر ته یې په سترګو تیاره شي، بیچاره یې نشي لوبولی، یواځې سترګې ورته پټې کړي او ډب ورکړي لیکن ړانده او ګړګن مینوال یې وايي چې نه، اتڼچي الیسټر کوک دی.

همدارنګه نن دروېش په ډېر سخت وخت کې ودرید. هغه څه چې په کار وو، هغه یې ونه کړل. له دروېشه زیاته تمه کېږي، خو یې ونکړل.
نن د ذوبېد کېنول هغه څه وو چې زموږ پرتوګ یې بنګال ته وویسته.
د نورحمان فرمان او اعجاز لومړۍ لوبې دي، حوصله ورته کوو؛ په لومړیو لوبو کې څوک سلیزې نه وهي.
پاتې شوه د ننګیال کیسه، هغه باید مسوولیت اخیستی وای. په ملي لوبډله کې نور زوړ شو، لیکن دلته یې ټایر نه تاوېږي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in London Colney?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

London Colney