09/07/2025
مهم؛
د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې او د ملي لوبغاړو په شتون کې د شپږيزې ليګ لسم پړاو پيل کيږي ، دغه ډول لوبې د 2026نړيوال شل اوريز جام ته د ملي لوبغاړو سر د نويو استعدادونو د يوځای کيدو او ځليدو فرصت دی ، افغان کرکټ بورډ هڅه کوي چې له همدې او راتلوونکو شل اوريزو لوبو سريزونو څخه د نړيوال جام لپاره يوه پياوړی او باثباته لوبډله تشکيل کړي په پام کې ده چې راتلوونکې شل اوريز نړيوال جام د هند او سريلانکا په کوربتوب ترسره شي چېرته چې افغان لوبډله د مخکې تګ پوره فرصت لري ځکه چې په آسيايې لوبغالو د افغان ورو توپ اچونې مخه ډب کول به نړيوالو لوبډلو ته ډېر زيات ستونزمن او مشکل وي ، په دې هيله چې راتلوونکي شل اوريز جام کې افغان لوبډله د تېر شل اوريز جام په څېر نيمه پايلوبې ته لار پيداکړي او پخير سره د لومړي ځل لپاره شل اوريز نړيوال جام افغانستان ته ډالۍ کړي.
افغان کرکټ د نړيوال کرکټ مالګه!
09/07/2025
جعفر هاند د بسم الله جان شینوارې په اړه؛
رب دې د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواری وبخښي. خو ماته یې دا ناڅاپي مړینه ډېره مبهمه او له ابهامه ډکه ښکاري. د فاتحې او خیرات مراسم دې یې په خیر تېر شي، دا قضیه دې باید په رسمي، مسلکي او اصولي توګه تعقیب کړل شي.
آیا تاسو موافق یاست؟
08/07/2025
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر جی شاه.!
"بسم الله جان شينواری د کرکټ په نړۍ کې ستر خدمتونه کړي دي، او د کرکټ ټولنه به یې تل یادوي. موږ د دې ستر غم له امله ژور خواشیني یو او د هغه درنې کورنۍ او عزیزانو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو."
08/07/2025
انالله و انا الیه راجعون
الله پاک دې هغه دنیا ښایسته کړه.🥹
07/07/2025
انا لله وانا الیه راجعون
لوی رب دې اوه واړه جنتونه ورته نصیب کړي
بسم الله جان شنواری یو بهترین او د نیکو اخلاقو څښتن وو
شهزاد محمدي راته تاید کړه چې بسم الله جان نور زمونږ په منځ کې نشته.
07/07/2025
بلاخره ځوان لوبډلمشر اسحق رحیمې وکولای شول چې د خپلې لوبډلې لپاره د واخان ملې شل اوریز لیګ پایلوبه په خپل نوم کړې.
مینوالو ته یې مبارک.
07/07/2025
تازه
د دوبۍ کاپیټلز لوبډلې د راتلونکي شل اوریز نړیوال لیګ سیالیو لپاره ګلبدین نایب له ځان سره وساته. ګلبدین تېرکال د دغې لوبډلې په بریاو کې ډېره مهمه ونډه درلوده.
07/07/2025
دوه ځوان لوبډلمشران په فاینل کې!
نن دوشنبه د کندز په وخت د ماسپښین دوې بجې د واخان ملي شل اوریز لیګ پایلوبه ده. هندوکش د پامیر په مقابل کې لوبېږي. که کولای شئ، ورشئ هم به د کرکټ له لوبې خوند واخلئ، هم به لوبغاړي ووینئ او هم به د کندز خواږه خټکي نوش جان کړئ.
06/07/2025
کرکټ بورډ وايي؛
نوین الحق ژوبل شوی او شپږ اوونۍ ورته د ارام کولو سپارښتنه شوې. په دې اساس، نوین به په شپږیزې کې نه وي. دی تازه د امریکا میجر لیګ کې ولوبېده. روغ دې شي.
06/07/2025
هندیانو انګریزانو ته په خپل کور کې لویه ماتې ورکړه. ورته دې مبارک وي. دویمه ټست لوبه یې د ۳۳۶ منډو په توپیر وګټله.
06/07/2025
د هندیانو ‘شهزاده’
شوبمن ګېل د خپلو سلیزو تسلسل روان ساتلی. دوې ورځې مخکې یې د انکلنډ خلاف په روانې ټست لوبې کې له غبرګې سلیزې وروسته نن بله سلیزه وکړه. دی لومړی لوبغاړی شو چې د انکلنډ په مقابل یوې ټست لوبې کې داسې کارنامه کوي. په لومړۍ ټست لوبې کې یې هم سلیزه کړې وه.
05/07/2025
افغان لوبډله د پاکستان پر وړاندې.👇