01/02/2021
مجيد قرار چې په فیسبوکي نړۍ کې له ډېرې مودې راهيسې د يو پرازيت په بڼه پړسېدونکی حالت لري او هره ليکنه يې د شخصي غرض او کرغېړنې عقیدې له عقدې سرچينه اخلي، اوس د شمالي ټلوالې په پلارتوب پسې د ملنګۍ کچکول کې ټولو دوستانو ته لغړ او ناکاره څېره يې بربنډه شوه.
نوموړي د غربي مرييتوب لپاره کلونه کلونه منجاوري وکړه، هرچا پسې يې زهرجنه خوله خلاسه کړه، طالب، جهاد او نور اسلامي شعائر يې تر خپل وس بد ياد کړل آن تر دې چې نور ترې خپله منحوسه څېره هم ورکه شوه، خو پايلې يې پرته دده له ځان شرمونې په بل څه ونه څرخېدې او نه يې چاته څه زيان وشو رسولای((د سپي په خوله د سيند اوبه نه مردارېږي)).
قرار ته د يو څو نورو ناولو لخوا په داد ورکونې ځان فيسبوک کې ستر مبارز ښکاره شو او کرار- کرار يې خوله په مردارخورګۍ دومره ناولې شوه چې اوس يې له لرې هر سړی په بوي پوهېږي، چې ښه بېلګه يې په فيسبوک کې د يو مفسدالجبر شخص په لنګه نننۍ (د وږي ۱۷ مه) خوله وهنه ښودل دي.
31/01/2021
زاخېلوال د ارگ له عینکو!
ارگ خېل فکر کوي چې وروسته د سولې زاخېلوال د غني ځای ناستی جوړېږي او په ھمدې پار یې خپل فس بوک چلوونکيو ته دندہ ورکړېدہ، ترڅو د زاخېلوال او نورو ملي شخصیتونو سپکاوی وکړي او ھرہ کړنه یې د ارگي عینکو او لیدہ نقد کړي۰
ملي، ټولنیز او علمي شخصیت داکتر حضرت عمر زاخېلوال نن د علي پور ملېشو سرہ د ملي امنیتي ځواکونو په روان جنگ کې چې د وردکو په بھسودو ولسوالۍ کې پیښ شوی، حکومت ته د تعقل تجویز سرہ ویلي و، چې دغه را ولاړہ شوې ستونزہ باید د تشدد پرځای د خبرو له لارې حل شوی وای۰
اوسني حکومت په تېر کې د خپل سرو ملېشو پر وړاندې څو ځله عملیات ترسرہ کړي، خو له بدہ بخته باید ووایم چې په دغه عملیاتو سرہ نه یوازې دا چې د ملي امنیتي ځواکونو سرخندنو ته احترام ندی شوی بلکه توھین او تحقیر شوي ھم دي۰
ښې بېلگې د ھمدغه علي پور نیول او په عزت سرہ بېرته پرېښودل، د قیصاري یوځل نیول چې د ځانگړو ځواکونو څو تنو تکړہ ځوانانو په شھادت سرہ سرته ورسېدہ ولې بېرته د یوې ننگینې معاھدې په بدله کې پرېښودل شو او بل ځل یې د یوہ عادي ملېشه یې او خپل سري زورواکي ھمدغه قیصاري پر وړاندې ھان د چورلکو څخه ھم گټه پورته کړہ چې بدبختانه ھغه یې ونه نشو نیولای؟
اوس تاسو ووایاست چې د زورواکو پر وړاندې دا ډول چلن چې د ملي امنیتي نظامي قوت په استعمال سرہ د معادلې په پای کې د سیاسیونو مردارو معاملو ته مشروعیت وربښل د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په حق کې زیاتی نه دی؟
داکتر حضرت عمر زاخېلوال تل د ملي موقف په لرلو سرہ د خپلسرو ملېشو مخالفت کړی او د ملي امنیتي ځواکونو په دفاع کې غږ پورته کړی۰
نوموړی تر دې ھم یو قدم وړاندې تللی او د ھمدغه ملي ځواک جوړېدو لپارہ یې د ھر ھېواد څخه مرسته راټوله کړېدہ، ترڅو افغانان په سیمه کې قدرت مند امنیتي ځواک ولري۰
په تاسف سرہ باید ووایم چې اوسنی حکومت ھمدغه ملي امنیتي ځواکونه وخت ناوخت د خپلو سیاسي رقیبانو د ځپلو لپارہ استعمالوي۰