AFG Cricket News

AFG Cricket News

Share

د کرکټ چټکو معلوماتو لپاره له موږ سره واوسئ

24/05/2026

افسر ځاځی له پيله همداسې بېټسمېن پاتې شوی کله ناکله ترې ډېر توپونه ضايع کېږي خو نن يې د زونونو په کچه يو ورځنيو سياليو کې خپله دويمه سليزه ووهله ورته مبارک دې وي.
هيله ده لا نور هم پرمختګ وکړي د افغانستان ټېسټ کرکټ ورته اړتيا لري زه په لوبغاړو بېځايه نيوکې نه خوښوم خو هغه خبرې چې د هېواد او افغانستان کرکټ په ګټه وي ويل يې ضروري ګڼم.

19/05/2026

مشفیق پرون په 137 منډو اوټ شو، بېرته د ستنېدو پرمهال یې له غصې هیلمټ ته لغته ورکړه.
یو پاکستاني ژورنالیست ورته لیکلي و چې؛ ولې غصه کېږې وروره، ممکن سبا زموږ ټوله لوبډله په 137 منډو وسوځي.

19/05/2026

"پلار او زوی د لوبې په ډګر کې يو د بل پر وړاندې، خو دا ځل زوی د پلار پر وړاندې ډېر محتاط او له احتیاطه ډکه لوبه کوله. 🏏❤️
"

15/05/2026

چې په داسې کنډیشن کې نور احمد ښه بالینګ وکړي هغه هم په داسې ویکټ کې چې بشپړ د توپ وهونکو لپاره مساعده وي او بیا هم یو بالر په ۴ اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکوي دا د هر بالر کار نه وي. د نور احمد توپ اچونه نن بېخي ځانګړې وه. افغانستان رښتیا هم د سپین بالینګ فابریکه ده.
نور احمد د چینای لوبډلې لپاره هر وخت د مقابلې لوبډلې پر منډو بریک لګولی دی.👏

11/05/2026

د درمساله لوبغالی د نورو لوبغالو په پرتله ډېر ښکلی ښکاري.
د میلر په بیټ هر توپ ښه په مرکز کې لګیږي او په ښه ډول میډل کېږي.

09/05/2026

راشد خان یو ځل بیا ثابته کړه چې ولې د نړۍ خطرناک توپ‌ اچوونکی بلل کېږي. نوي توپ‌ وهونکي د ده په لومړي بال څلوریزه ووهله خو راشد خان په بل بال داسې بولډ کړ چې ټول میدان یې حیران کړ. مبصرین وایې د راشد خان پر بال شاټ وهل اسانه نه دي راشد خان هره لحظه د ویکټ اخیستو وړتیا لري.
خانه همداسې د افغانستان نوم روښانه ساته. 👏🙌

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kosti?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kosti