Cric Star
Cricket
01/07/2025
ګل خبر دی، خو هېله لرم چې شپږ اوه کاله وروسته دا لیګ په هغسې جوش، جذبه او سټنډر تر سره شي چې د کرکټ تماشه چیان حق حیران کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ(APLT20) د پيل او ترسراوي قرارداد د بورډ له پانګوال همکار سره د راتلونکو لسو پړاونو لپاره لاسلیک کړ.
Copy
01/07/2025
انګلستان د هندوستان خلاف دویمې ټېسټ لوبې لپاره خپل یوولس کسیز نوملړ اعلان کړ.
30/06/2025
د اوسپنې هلک
اصغر کې چې نوې، نوې د کرکټ مینه و ټوکېده، کرکټ یې شروع کړ. خو څهٔ وخت یې چې تېرېدهٔ، ځوان ورور یې جـ.نګ ترې واخیست، پلار یې هم ومړ. بل ورور یې ذهني ناروغ شو. یوه ورځ یې ځان پسې ګر.نټ خلاص کړ. دوی یې یوازې ټوټې را ټولې کړې. داغونه درې شول. د اصغر پر اوږو نور یوازې د کرکټ د شیانو د بکسې وزن نه و، د ژوند وزن یې هم حس کړ. د دهٔ اوږې نازکې وې، ژوند ډېر دروند و. لهٔ ملا یې د حوصلې پړی تاو کړ، ځان یې د حالاتو هر غشي ته ونیو، خو روان و. د دهٔ سترګې بهٔ نمجنې وې، خو چې خپل خوب ( کرکټ) بهٔ ور یاد شو، موسکا بهٔ ور سره ګډه شوه…
اصغر هغه وخت ښار ته د کرایې پیسې پهٔ ګرانه موندلې، نعمت خوشال ته چې دی یادوم، دی یې حتمي هغه خاطره راته وايي: « اتل پهٔ پنځلس سوه افغانۍ یو بېټ اخیستی و. ډېر وخت یې ورسره ووت، سلیزې یې پرې ووهلې، دومره اوږدې چکې یې پرې ووهلې چې اوس هم پهٔ میدانونو کې یادېږي. ډېرو سره د سلګونه او زرګونه ډالرو بېټونه وو، د دهٔ د یو نیم زرو بېټ ته حیران وو. خو دهٔ ثابته کړې وه، چې تکړه دی، د بېټ پهٔ ځای چې نری لرګی هم ورکې رنځ کوي. »
د اتل استعداد ټولو ته مالوم شو. پهٔ کورني کرکټ کې یې څو ځله نوم د لیست پهٔ سر کې را غی، خو هر ځل څهٔ بخت، څهٔ د دهٔ تنګلاسي او څهٔ سپیرهٔ وږي نظرونه شول، دا ګل یې پرې نه ښود چې وغوړېږي، خوشبو وکړي. هر ځل چې دا څراغ بل شوی، خاورې پرې اوښتي. خو دهٔ بیا ځان څنډلی، را پورته شوی. لهٔ ژونده یې هر جنګ پهٔ یوازې ځان ګټلی. څو میاشتې مخکې پهٔ میدان کې د مور د مړینې غږ پرې وشو. دی یې جنازې ته هم و نه رسېد، همغه خښې سلګۍ یې بیرته راوړې. د کندهار پهٔ میدان کې ولاړ و، د ژوند سره یې جنګ کاوهٔ.
دهٔ خواري کړې ده. د خپل استعداد تخم کرلی دی، د زړهٔ پهٔ وینو یې پڼه کړی دی، خو څوک راغلی، لهٔ رېښو سره یې د دهٔ کښت ایستلی دی. دهٔ بیا خواري کړې. بیا، خو…
یو وار د نولس کلنو د نړۍ وال جام ژمنه ور سره شوې وه. دهٔ چې پاسپورټ جوړ و، کرکټ بورډ ور ته ویلي وو: اوس ناوخته دی، نه شې رسېدای. بیا یې پهٔ ایمیرجېنګ لوبډله کې لباس هم جوړ و، خو چې لیدل یې نوم یې ریزرفو کې دی. د نولس کلنو پهٔ بل ټرایل کې یوازې یو بال ته درول شوی و، دهٔ چکه پرې وهلې وه. بال لهٔ میدان اوښتی و، خو د بال غوندې د اتل انجام هم ورک شو. د شپږیزې پهٔ لوبو کې یې دوه پنځوسیزې وکړې؛ بیا ورک شو…
دا هم د دۀ استعداد دی چې دی لا کورنی کرکټ کوي مګر څومره ډېر خلک يې د لوبې مينوال دي. لکه ملي لوبغاړی چې وي. بس خو:
د چا د بخت بېړۍ چلېږي
چا د بخت بېړۍ پهٔ ځای ولاړې دینه
***
نصیبه څهٔ در سره وکړم
زهٔ دې پهٔ سمه خېژوم تهٔ ځې پهٔ غرونه
اتل دردېدلی ووړکی دی، دومره دردېدلی چې پهٔ مرۍ کې نېولې ساه ګرځوي. لا دمه شوی نه دی، لهٔ کرکټ نه ډېر ژوند وځغلاوهٔ… خو دی لکه لهٔ اوسپنې چې جوړ وي. لا کلکېږي.
دی لهٔ اقتصادي اړخه تر ننه ملګرو را نېولی دی…
د دهٔ د ژوند تراخهٔ ډېر دي، چې بیانوې یې، همدا یې رنګ دی. بل لوښي کې نه ځایږي.
د کرکټ د برخې مشران، او هغه لوبغاړي چې سترګې ور اوړي. دی دې یوازې د (وطن) لپاره، چې زموږ د ټولو ملي ارزښت دی، را پور ته کړي. کاش داسې یو څوک پیدا شي، داسې ښې سترګې پیدا شي چې اتل څنګه دی، همغسې یې وګوري. درک یې کړي. پهٔ استعداد یې باور وشي، زهٔ پهٔ اتل ګل ډاډه یم، ډېر ډاډه یم، چې پهٔ کرکټ کې بهٔ د افغانستان نوم ته یو جلا حیثیت ورکوي. موږ ټول بهٔ پرې ویاړو. خو کهٔ ضایع مو کړ، یا یې د بل وطن درېشي واغوسته؛ بیا بهٔ ناوخته وي… د دهٔ د کرکټ او وطن سره مینه، د دهٔ استعداد دې نه تربتېږي، ظلم دی والله.
copy
30/06/2025
Rohit Sharma T20I Records 🔥❤❤❤
🏆 2007 & 2024 – Winner of T20 World Cups
💯 5 – Most Centuries in T20Is
🏏 4231 – Most Runs in T20Is
💥 205 – Most Sixes in T20Is
🔥 1220 – Second Most Runs in T20I World Cups
📊 12 – Second Most Fifty Plus Scores in T20 World Cups
🎯 165 – Most Boundaries in T20 World Cups
Cric Star
30/06/2025
د پاکستان پخوانی مرستیال روزونکی اضعر محمود یو ځل بیا د پاکستان دسور بال روزونکی وټاکل شو.
Cric Star
คลิกที่นี่เพื่อเป็นสมาชิก?