Abdul Sabir Safi Official

Abdul Sabir Safi Official

Share

د کرکټ وروستي خبرونه او ځانګړي راپورونه زموږ سره!
همدا اوس مو پاڼه فالو او تعقیب کړئ او تازه معلومات ترلاسه کړئ.

05/07/2026

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر عظمت الله عمرزی بيرته د هند په لور روان شو.

05/07/2026

د ۲۰۲۶ ای پي ایل پایلوبه به د مې په ۳۱مه نېټه دنریندرا مودي په احمداباد کې ترسره شي.

05/06/2026

دېته وایي ویاړونه٫ استعداد او د کرکټ پر نړۍ راج.
راشد خان د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو د بالرانو په تازه درجه بندۍ کې اول.«عظمت الله» د پنځوس اوریزو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندۍ کې اول مقام او «ابراهیم ځدراڼ» په پنځوس اوریزو لوبو کې دریم مقام ګټلی دی.🫡🇦🇫👏❤️

05/06/2026

دوه زمريان 🐅
یو د هند او بل د ټولې نړۍ🇮🇳♥️🇦🇫

05/05/2026

IPL هغه ليګ چې کرکټ لا ډېر خوندور کوي، ځکه هر کال پکې نوي استعدادونه را څرګندیږي.
۳۳ کلن راګو شرما تېره شپه د ممبي لوبډلې لپاره خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
هغه د ويکټې په لمانځلو د مهال پر یوه ليک کې د ممبۍ د ټیم له مشرتابه څخه مننه وکړه او په کې یې ليکلي و، چې له ډېر ځنډ وروسته یې د زيار نتیجه ولیده.

05/05/2026

تازه خبر !

راپورونه وايي چې د افغانستان ملي لوبډلې کپتان ابراهیم ځدراڼ د تمریناتي کمپ په نیمایي کې پرېښود او لندن ته تللی دی، او هلته یې شخصي تمرینات پیل کړي دي.

دا یوازې یو عادي سفر نه دی—دا د ملي مسؤلیت پر وړاندې جدي پوښتنه راپورته کوي!
کله چې ملي لوبډله کمپ کې وي، کپتان باید تر ټولو مخکې حاضر وي، نه دا چې په نیمایي کې کمپ پرېږدي.

بل لور ته، راشد خان له همدې امله له کپتانۍ لېرې کړل شو چې کمپونو ته نه حاضرېده—نو اوس دا څه روان دي؟
ایا معیارونه بدل شوي دي.

05/04/2026

د اسټرالیا لوبغاړي ډیویډ وارنر ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) کې د لوبېدو پر مهال یې د درې لکه پاکستاني کلدارو په ارزښت آیفون موبایل غلا شوی دی.

نوموړي زیاته کړې:
“هلته یوازې پاکستانی لوبغاړی حسن علي موجود و. ما ترې وپوښتل چې زما موبایل دلته پروت و، خو اوس نشته. هغه راته وویل چې ما نه دی لیدلی.”

وارنر وایي، په PSL کې لوبېدل یې یوه تېروتنه وه او باید په دې لیګ کې یې برخه نه وای اخیستې.

05/04/2026

دا په ميليونونو ډالر چيرته مصرفیږي؟
نه يو بېنر شته او نه په تيرو ورځو کې د کرکټ د نړيوالو مبصرينو لاسو کې مايکونه!
وطندارنو کرکټ مو څومره د پرمختګ په لور روان دی؟

05/04/2026

عظمت‌الله عمرزی بېرته تمرین ته راستون شو!👏

عظمت‌الله عمرزی بېرته خپل تمرینونه پیل کړي او دا مهال په کابل لوبغالي کې د چمتووالي په حال کې دی.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به درې ورځې وروسته یو ځل بیا هند ته سفر وکړي، څو د روان پړاو آی‌پي‌اېل سیالیو د پاتې لوبو لپاره له خپلې لوبډلې، پنجاب کینګز سره یو ځای شي.

05/04/2026

پشاور زلمي لوبډلې د دوېیم ځل لپاره د پاکستان سوپر ليګ اتلولي وګټله!

05/03/2026

سوریا ‌وانشي – ۳۷ شپږیزې (۱۰ اننګز)
ابیشیک شرما – ۳۱ شپږیزې (۹ اننګز)
پریانش آریا – ۲۶ شپږیزې (۷ اننګز)
ریان ریکلټن – ۲۵ شپږیزې (۷ اننګز)
کې‌ایل راهول – ۲۴ شپږیزې (۹ اننګز)
۱۵ کلن ویبهاو سوریه‌وانشي تر اوسه د دې فصل د شپږیزو په سیالۍ کې په لومړي ځای کې دی.
ستاسو په نظر، د فصل تر پایه به څوک لومړی ځای خپل کړي؟

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Houston?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

1251 Wilcrest Dr,
Houston, TX
77042