Shah Madridista

Shah Madridista

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shah Madridista, Sports Team, New York, NY.

07/31/2026

07/30/2026

لیورپول د AC میلان سره د فیکایو توموري د انتقال په اړه خبري پیل کړي دي، په داسي حال کي چي نیوکاسل هم لا دمخه د هغه سره علاقه لري.

مانچسټر سټي د ایوب بوعدي اخیستلو ته نږدې دئ، خو لیل غواړي یاد لوبغاړی د پور په ډول د ځان سره وساتي.

چلسي د ډانیل مونوز په اړه فکر کوي، وروسته تر هغه چي د مکسنس لاکروآ لپاره ئې د ۵۲ میلیونه پونډو معامله تر سره کړه. بارسلونا هم د هغه وضعیت څاري.

ټاټنهام په حیرانوونکي ډول د مارکوس راشفورډ د اخیستلو سیالۍ ته داخل سوی، ځکه مانچسټر یونایټډ د هغه وتلو ته امادګي نیسي.

مانچسټر یونایټډ د لېوس هال د اخیستلو امکان ارزوي، هغه لوبغاړی چي ښايي د نیوکاسل څخه وتلو ته اماده وي.

جک ګریلیش د سعودي عربستان د کلبونو پام ځان ته اړولی، او الهلال د هغه وضعیت څاري.

🤔 ستاسو په نظر کوم انتقالات به واقعاً ترسره سي؟

07/29/2026

ځیني لوبغاړي دا ویاړ لري چي د ریال مادرید او مانچسټر سټي دواړو کلبونو لباس واغوندي. 🤍🩵

د ادیبایور او دانیلو څخه نیولې، تر کواچیچ، براهیم دیاز او اوس برناردو سیلوا پوري، دا یو د ستورو او اتلولیو څخه ډک لیست دئ.

ستاسو په اند، ددغو لوبغاړو څخه چا په دواړو کلبونو کي تر ټولو ښه اغېز پرېښی؟

07/29/2026

ارسنال اماده دئ چي وینیسیوس جونیور ته د خپل تاریخ تر ټولو لوړ معاش وړاندیز وکړي، ترڅو یاد لوبغاړی د ریال مادرید څخه جذب کړي.

پاریس سينټ جرمن هڅه کوي د روډري د انتقال په اړه د ریال مادرید پلانونه ګډوډ کړي او فشار رامنځته کړي.

لیورپول لا هم د برادلي بارکولا لېواله دئ، خو PSG د یاد لوبغاړي پر سر د ۱۴۵ میلیونه پونډو ستر انتقالي فیس غواړي.

چیلسي د ډیني ویلبیک د جذب امکان ارزوي، او په ډېر امکان سره دا معامله ترسره کېدای سي.

فنرباغچه لا هم د رافایل لیاؤ د جذب هڅي رواني ساتلي دي، په داسي حال کي چي ګالاتاسرای هم ورته یو ډېر لوړ ارزښت لرونکی وړاندیز سپارلی دئ.

منچسټر سټي مارک برنال د روډري د احتمالي ځایناستي په توګه په نښه کړی، په داسي حال کي چي چیلسي او ارسنال هم د هغه وضعیت څاري.

ستاسو په اند، ددې انتقالاتو څخه کوم یو واقعاً ترسره کېدای سي؟ 🤔

07/28/2026

رسمي: زین الدین زیدان د ۲۰۳۰ کال تر پایه د فرانسې د ملي لوبډلي د نوي روزونکي په توګه وټاکل سو! 🤩🇫🇷

د فرانسې د فوټبال فدراسیون په رسمي ډول اعلان وکړ چي زیزو به د دیدیه دېشام پر ځای د ملي لوبډلي مشري پر غاړه واخلي؛ هغه خبر چي له څو میاشتو راهیسي ئې اوازې رواني وې.

د فرانسې د فوټبال نوې دوره د نن څخه پیلېږي.

ښه راغلې بېرته، زیزو! 🧞‍♂️✨

07/27/2026

07/27/2026

کریسټال پالاس یو د هغه کلبونو څخه دئ چي د ځوانو او بااستعداده لوبغاړو په موندلو، روزلو او وروسته ئې په لوړه بیه پلورلو کي خاص مهارت لري. همدې تګلاري دې کلب ته میلیونونه یورو ګټه رسولې ده.

ایبيريچي ایزې: ۱۸ میلیونه یورو خريد او په ۶۹ میلیونه یورو خرڅ
ماکسنس لاکروا: ۱۸ میلیونه یورو خرید او په ۶۰ میلیونه یورو خرڅ
ارون وان-بیساکا: وړیا ترلاسه کړئ او ۵۵ میلیونه یورو خرڅ
مایکل اولیسه: ۹ میلیونه یورو خرید او ۵۳ میلیونه یورو خرڅ کړئ.
#فوتبالی

07/27/2026

لیپزیګ په اروپا کي د فوټبال د تر ټولو هوښیارو انتقالاتي کاروبارونو څخه یو مخته وړي.

یان دیوماندي، بینجامین سېشکو، دومینیک سوبوسلای، داني اولمو او یوشکو ګوارډیول هغه لوبغاړي دي چي د راپورونو په اساس د دې کلب لپاره ئې نږدې ۲۵۰ میلیونه یورو ګټه راوړې ده.

لیپزیګ د ځوانو استعدادونو په پیدا کولو، وده ورکولو او بیا یې په لوړو بیو پلورلو کي ځانګړی شهرت پیدا کړی دئ. د ګوارډیول، سوبوسلای، اولمو او نورو ستورو انتقالات؛ د دې تګلاري ښه مثالونه دي.

07/27/2026

وینیسیوس د ریال مادرید د قرارداد تمدید ته لومړیتوب ورکوي، په داسي حال کي چي د دیوماندې انتقال اخري پړاو ته رسېدلی دئ.

د راپورونو په اساس، د ریال مادرید د دوبي د انتقالاتو پلانونه په تېزۍ سره مخته ځي. دوې مهمي موضوعګاني اوس مثبت طرف ته رواني دي:

1. وینیسیوس جونیور غواړي د ریال مادرید سره خپل قرارداد وغځوي.
2. ریال مادرید د لیپزیګ د ځوان حمله کوونکي لوبغاړي یان دیوماندي سره د ستر انتقال بشپړېدو ته نږدې سوی دئ.

وینیسیوس او ریال مادرید دواړه اوس هم یو هدف لري: د نوي قرارداد پر سر هوکړي ته رسېدل.
که څه هم د اروپا ځینو لویو کلبونو د وینیسیوس د جذب سره علاقه ښودلې، خو برازیلی ستوری هیڅ اراده نه لري چي مادرید پرېږدي. هغه غواړي چي راتلونکې اوونۍ تر رخصتۍ وروسته د قرارداد د تمدید خبري بیا پیل کړي. وینیسیوس غواړي د کلب مشرانو سره د ژوزه مورینهو په نوې پروژه کي د خپل رول په اړه خبري وکړي او همدارنګه غواړي معاش ئې د نړۍ د غوره لوبغاړو د سطحي سره برابر وي.
مورینیو هم وینیسیوس د خپل پلان یوه مهمه برخه ګڼي او غواړي داسي د حملې خط جوړ کړي چي پکښي:
وینیسیوس جونیور
کیلیان امباپه
یان دیوماندې
لوبه وکړي، او جود بيلینګهام به د دوی تر شا رول ولري.

د وینیسیوس اوسنی قرارداد په ۲۰۲۲ کال کي لاسلیک سوی و او په ۲۰۲۳ کي رسمي اعلان سو. راپورونه وایي چي وينیسیوس غواړي شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو خالص کلنی معاش ترلاسه کړي.

د یان دیوماندې انتقال:
د ریال مادرید او ليپزینګ ترمنځ خبري اخري پړاو ته رسېدلي دي.
د انتقال مجموعي ارزښت ۱۱۵ څخه تر ۱۲ میلیونه یورو اټکل سوی
شخصي شرایط د لوبغاړي سره حل و فصل سوي دي.
یوازي د دواړو کلبونو اداري جزئیات پاته دي.

یو مهم ټکی دا دئ چي د دیوماندې او وینیسیوس استازی یو کس دئ (فریدریکو پینا)، خو دا موضوع د وینیسیوس د راتلونکي سره هيڅ تړاو نه لري.

که دا انتقال بشپړ سي، دیوماندې به د ریال مادرید د ۲۰۲۶/۲۷ فصل لپاره د مورینهو د لوبډلي پنځم نوی لوبغاړی وي.

07/26/2026

کریس رونالډو د النصر سره د یو ځای کېدو راهیسي د معاش او بونسونو د لاري تر ۷۳۵ میلیونه ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی دی! 💰

تفصیل:
• اساسي معاش (۳.۵ کاله): ۷۰۰ میلیونه ډالر
• ګول وهني (۱۲۹ × ۱۰۰ زره ډالر): ۱۲.۹ میلیونه ډالر
• د ګول پاسونه (۲۳ × ۵۰ زره ډالر): ۱.۱۵ میلیونه ډالر
• ۲ ځله د لیګ د غوره ګول‌ وهونکي جایزه (هره یوه ۵ میلیونه ډالر): ۱۰ میلیونه ډالر
• ۱ ځل د سعودي پرو لیګ اتلولي: ۱۰ میلیونه ډالر

یوازي د بونسونو مجموعه ارزښت د ۳۳.۸ میلیونه ډالرو څخه اوړي!

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in New York?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

New York, NY
1234