Darya Times دریا ټایمز

Darya Times دریا ټایمز

Share

موږ د نړۍ مهم خبرونو، ورزشي پيښي، او د ټکنالوژۍ په اړه دقیق او تازه معلومات تاسې ته رسوو.

03/19/2026

د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وړاندې کوم.
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک شه!

03/18/2026

تازه؛
د افغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

02/25/2026

AUSTRALIAN TEST SEASON 2026-27 🥶🔥
» 2 Tests vs Bangladesh.
» 3 Tests vs South Africa in South Africa.
» 4 Tests vs New Zealand.
» 5 Tests vs India in India.

02/24/2026

ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. دا پرېکړه د Afghanistan Cricket Board له خوا شوې ده، تر څو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړې او منسجمه شي.
ریچارډ پایبس د ۱۹۶۴ کال د جولای په پنځمه نېټه د انګلستان په نیوکاسل ښار کې زېږېدلی دی. نوموړی په ځوانۍ کې د کرکټ لوبغاړی و، خو د ټپ له امله یې د لوبغاړي مسلک ژر پای ته ورسېد او وروسته یې د روزنې ډګر ته مخه کړه. له هغه وخت راهیسې نوموړی د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرکټ د روزونکي په توګه کار کړی او پراخه تجربه یې ترلاسه کړې ده.
پایبس مخکې د Pakistan او Bangladesh له ملي لوبډلو سره د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. همدارنګه، هغه د ویسټ انډیز د کرکټ له ادارې سره هم کار کړی او د West Indies cricket team د عالي فعالیت (High Performance) مشري یې کړې ده. د هغه د روزنې او مشرتابه پر مهال ویسټ انډیز په ۲۰۱۶ کال کې په نړیوالو سیالیو کې سترې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړی د جنوبي افریقا په کورني کرکټ کې هم له بېلابېلو مشهورو لوبډلو سره کار کړی او څو اتلولۍ یې ګټلې دي. پایبس د لوړو زده کړو ترڅنګ د روزنې مسلکي اسناد هم لري او د لوبغاړو د ذهني او فزیکي چمتووالي په برخه کې ځانګړې تجربه لري.
د ریچارډ پایبس ټاکنه د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. تمه ده چې د هغه پراخه نړیواله تجربه، منظم پلان جوړونه او مسلکي روزنه به افغان لوبډله په نړیوال ډګر کې لا پیاوړې کړي او د راتلونکو سیالیو لپاره به یې ښه چمتو کړي.
د افغانستان د کرکټ مینه‌وال هیله لري چې د نوي مشر روزونکي تر لارښوونې لاندې به ملي لوبډله لا زیاتې بریاوې خپلې کړي او د هېواد نوم به نور هم روښانه کړي.

02/24/2026

افغانستان کرکټ بورډ ریچارډ پایبس د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکه

افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د انګلستان هېواد پېژندل شوی روزونکی ریچارډ پایبس د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی. نوموړی به په مارچ میاشت کې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وړاندې له افغان اتلانو سره یوځای شي.

02/04/2026

افغان ځوانانو هندوستان ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه!

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د دویمې نیمه پایلوبې په لومړۍ پاڼۍ کې بهترینه توپوهنه وکړه او د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره یې ۳۱۰ منډې جوړې کړې چې پرمټ یې سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان شینوزاده ۱۱۰، عزیرالله خان نیازي ۱۰۱*، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډې جوړې کړې.

01/25/2026

په ایران کې له پراخو خونړیو لاریونونو وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» ویلي چې اسرائیل یو وار بیا پر ایران د برید هڅې پیل کړې دي.

01/25/2026

د وزير محمد اکبر خان لومړي درجه ولايتی سيالۍ د ننګرهار الف لوبډلې په بريا پاي ته ورسېدي!

د افغانستان کرکټ بورډ د کلني پلان سره سم د وزير محمد اکبر خان لومړي درجه ولايتی سيالي د دولس لوبډلو ترمنځ ترسره شوي چي په لومړي ځل د ننګرهار دوه لوبډلې ننګرهار الف او ننګرهار ب لوبډلو پايلوبې ته لاره پيدا کړي وه چي ننګرهار الف لوبډلې په بریا پای ته ورسېدي.

01/21/2026

Two maximums by Atal

01/21/2026

افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نصرت الله نورستاني نن د تانزانیا پر وړاندې بهترینه توپ اچونه وکړه او په ۷ اورونو کې یې د ۹ منډو په بدل کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Rockville?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Rockville, MD