19/10/2026
پوهېږئ چې ضیا شریفي ولې په پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو کې لوبېږي؟
ځکه چې هغه یو وخت په ټېسټ لوبه کې ۷ لوبغاړي اوټ کړي وو، نو اوس په نورو فارمټونو کې هم چانسونه ورکول کېږي. حال دا چې د سپین بال او سور بال ترمنځ د اسمان او ځمکې توپیر دی!
بلال سمیع د بنګلهدېش پر وړاندې په خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې پنځه ویکټې واخیستې. بیا یې د هند پر فلیټ پېچونو د نورو ټولو بالرانو په څېر یو څه زیاتې منډې ورکړې. سلیم صافي، ضیا شریفي او نورو ټولو بالران ښه ونه ځلېدل، مګر اوس بلال سمیع پر بینچ ناست دی!
حال دا چې بلال په سپین بال پنځه ویکټې اخیستې وې، خو ضیا په سور بال کې! نو ولې د دواړو د پرفارمېنس او د فارمټونو ترمنځ توپیر نه کېږي؟
زه د چا مخالفت نه کوم او نه هم څوک راباندې بد لګېږي؛ یوازې غواړم چې د سلیکشن کمېټې غړي د دې دواړو ترمنځ توپیر وکړي او دا درک کړي چې کوم بالر د کوم فارمټ لپاره مناسب دی!