24/01/2025
۱۵ کلن فین هالر درسره په یاد ولرئ. په پنځو توپونو یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې او په څلور اورونو کې یې ۸ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې اوټ کړل.
فین هالر په اصل کې د امریکا دی او لیګ بریک توپ اچونه کوي.
Win, Lose or Tie - Afghanistan Cricket till Died
All about Afghan 🇦🇫 and World 🌍 Cricket 🏏
24/01/2025
۱۵ کلن فین هالر درسره په یاد ولرئ. په پنځو توپونو یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې او په څلور اورونو کې یې ۸ منډې ورکړې او ۷ لوبغاړي یې اوټ کړل.
فین هالر په اصل کې د امریکا دی او لیګ بریک توپ اچونه کوي.
24/01/2025
د ګلبدین نایب په اړه وايي:"کلبدین نایب یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې د قوي شاټونو صلاحیت لري. هغه چې کله د څه وخت لپاره په کریس صبر وکړي او بال ښه له سترګو سره بلد کړي، نو بیا د ګلبدین نه یو بالر هم نه خطا کېږي. هغه د خپلو مټو سره یو مشهور بېټسمین دی او هر شاټ چې په بېټ راولي چکه کوي یې." د نیوزیلنډ سیمون دوول وايي:"که موږ او تاسې ګلبدین نایب له هر اړخه وګورو، نو د لوبې په هر اړخ کې یوه اغېزمن لوبغاړی دی. هغه په شل اوریزو لوبو کې یو ډېر ښه لوبغاړی دی. هغه که موږ د توپ اچونې په اړخ کې وګورو، نو په توپ اچونه کې یو خاص مهارت لري. هغه په پنځو لوبو کې ۷ وېکټې اخیستې دا یو ښه توپ اچونه ده او که د توپ وهنې برخې ته راشو، نو هغه په تېره لوبه کې ډېره زړوره لوبه وکړه. هغه داسې ښکاري چې ښه په تچ کې دی. ګلبدین د افغانستان یو غوره الرونډر دی. زه یې د لوبې څخه ډېر خوند اخلم.
24/01/2025
د وطن د قهرمان علي رضا اساهي له دې فاني نړۍ نه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې. علي رضا تېر کال د اقای جهان په توګه له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان د نوم اخیستو سره یې اوښکې توې کړې. نن یې له دې نړۍ نه سترګې همداسې هیلو سره پټې کړ.
روح یې ښاد یاد دې تل پاتې. یو بل قهرمان مو هم له لاسه ورکړ.
24/01/2025
هغه نجيب اوس نه دى پاتې چې سپېنر توپ اچوونکي ته به چې ورلاندې شو، نو فيلډر به يوازې د بونډرۍ څخه بهر د توپ ننداره کوله. نجيب تل په سخت وخت کې زموږ لپاره ښې لوبې کړي او تل يې لوبډله له شرم څخه د عزت لوري ته بولې. تاسې ته که ياد وي څو ځلې يې نيوزيلنډ او سريلانکا په وړاندې له شرم نه خلاص کړو. د نجيب کرير چې ګورم زړه مې خوږ شي، دا ډېر يو سخت حالت دى الله تعالى دې وکړي چې بېرته خپل حالت ته راوګرځي.
24/01/2025
دېته اوس له عقله کار اخیستل او دېته تجربه کارول وايي.
کله چې مجیب خپل دویم اور ته راغی، نو ډیکاک په لومړي بال شپږیزه ورکړه. مجیب ورته لومړی بال شارټ بال وکړ چې ډیکاک هغه شپږیزه کړه، دویم بال ورته په هماغه یو لین کې وکړ خو لېنټ یې ورته بدل کړ په ګوډ لین کې یې وکړ. خو یوه منډه یې راوسته، په درېم بال د کلاسن کېچ ډاراف شو. خو چې کله ډیکاک د مجیب څلورم بال ته ودرېد، نو مجیب له خپلې تجربې څخه کار واخیست هغه کوم بال یې چې شپږیزه کړی وو. یوازې ورته لېنت بدل کړ، بال یې ورته په ګوډ لین کې پیچ کړ او لانګ ان کې یې کېچ ترې وویست. همدې ته اوس تجربه وايي او همدې ته لین لېنت توپ اچونه وايي. هر توپ اچوونکی چې لین لینت سم ځای کې وکاروي نو هېڅ توپ وهوونکی به د ده په وړاندې په اسانۍ شاټ ونه شي وهلی.
24/01/2025
راشد خان د بدن ښکلا د تکړه لوبغاړي "علي رضا اساهي" له کورنۍ سره ژمنه وکړه. په ټولو هېوادوالو یې غږ کړی دی چې د اورښاد کورنۍ سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي. داسې هېوادوال چې په هېواد کې د هېوادوالو په سخته ورځ کې لاسنوی کوي نو الله تعالی به یې هېڅکله هم خوار نه کړي او تل به په هر میدان اباد وي.
24/01/2025
داسون شاناکا؛ یو ښه ګېم چېنجر او یو ښه فېنشر دی.
د سریلانکا داسون شاناکا تېره شپه په ۱۰ توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې او دوبۍ کپیټل ته یې بایللې لوبه وګټله. ګلبدین نایب، شې هوپ او شاناکا د دوبۍ کپیټل مخکښ توپ وهوونکي دي.
داسون شاناکا یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې تل یې د سریلانکا لپاره په سخت وخت کې غوره توپ وهنه کړې او لوبې یې هم ورته ګټلي. په ۲۰۲۲ کې د اسټرالیا په وړاندې په شل اوریزه لوبه کې په ۱۷ توپونو ۵۸ منډې پاتې وې او سریلانکا شپږ وېکټې هم له لاسه ورکړې وې. شاناکا بیا هغه لوبه وګټله په هغې کې یې په ۲۵ بالونو ۵۸ منډې وکړ. هغه لوبه ډېره خوندوره لوبه وه. د توپ وهنې ترڅنګ یو ښه توپ اچوونکی هم دی. په هر وخت کې ښه توپ اچونه یې کړې ده.
24/01/2025
د سویلي افریقا او انټرنشنل لیګ دوه مخکښ وېکټ اخیستونکي؛ مجیب ځدراڼ او فضل الحق فاروقي
دا د ویاړ ځای دی چې زموږ افغان اتلان د نړۍ په لیګونو کې د ډېرو ښو توپ اچونکو څخه ښه توپ اچونه کړې او د ډېرو وېکټو اخیستونکو په سر کې قرار لري. فضل الحق فاروقي د پیل توپ وهوونکو ته یو خطر ناکه توپ اچوونکی دی او مجیب ځدراڼ بیا په لومړي او وروستي سر کې خورا ډېر ښه توپ اچونه کوي.
فضل الحق فاروقي ۱۲ وېکټې او مجیب ځدراڼ ۱۰ وېکټې لري.
نن د فاروقي دوی لوبه ده خدای وکړي چې یو څلور وېکټې واخلي.
24/01/2025
فضل الحق فاروقي په دې سلاټ لېمنت او لین کې نو بیا خاص مهارت لري. فضل الحق فاروقي تل دا توپ اچونه د ښي لاسو توپ وهونکو ته یې کوي. په داسې توپ اچونه کې فاروقي یو فیلډر هتمي په مېډا ن، مېډ وېکټ او ډیپ سکویر لیګ کې اخلي. ځکه په دې توپ یوازې د مېډ ان، مېډ اف او ډیپ سکویر لیګ لوري ته شاټ وهل کېږي، که توپ وهوونکی که لږ هم غلطي وکړي نو کلین بولډ به وي. فاروقي ډېری وخت دا توپ د ډاډ بالونو لپاره هم کوي. ځکه توپ وهوونکی په لومړیو کې د شاټ خطر نه اخلي او کوښښ کوي چې دفاع یې کړي. دا توپ له لیګ سټمپ له لوري اچوي او د اپ سټمپ په لوري سوینګ کېږي. د فاروقي ښه والی په دې کې دی چې دا توپ په ډېر ښه لین لېنت سره کوي او هر توپ اچوونکی دا کار نه شي کولی. یوازې فاروقي دی چې په سمه توګه او په ښه کنټرول سره یې کوي.
فضل الحق فاروقي سږکال په ډېرو نیو انداز توپ اچونې سره راغلی دی او ډول ډول توپ اچونه کوي.
24/01/2025
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!
Prince Amir Wafa, Abutaqe Osmani Afghan, علیم شاه باور, ملګری خېبر, حبیب الله سردار فیروزی, Ali Baran, Qesmat Shinwari, Smart Janan
24/01/2025
د چمپین ټرافي لپاره د ميدانونو جوړولو کار ښه په تيزي سره راورن دي.