Hewad Niazi C C

Hewad Niazi C C

Share

د هېواد نیازی کرکټ کلب رسمي فیسبوک پاڼه!

09/05/2026

د روان ټورنمنټ تر ټولو غوره یارکر د هیواد نیازي کلب فاسټ بالر سید خان تر سره کړ.

Photos from Hewad Niazi C C's post 04/05/2026

د هېواد نیازي کرکټ کلب ځیرک او چټک بالر، سید خان، نن یو ځل بیا وځلید، نوموړي د بند امیر لوبډلې پر وړاندې په ډېر حساس او مهم وخت کې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او خپله لوبډله یې تقریبا د بریا تر دروازې رسولي وه.
سید خان د روان ملي شل اوریز جام په لړ کې تر دې دمه په دوو سیالیو کې ټولټال پنځه ویکټې ترلاسه کړې دي، چې دا د هغه د ښه فارم څرګندونه کوي. سربېره پر دې، د هغه ایکانومي هم شاوخوا شپږ ده، چې د یوه چټک بالر لپاره د ستاینې وړ ده....!

03/05/2026

د هېواد نیازي کرکټ کلب چټک بالر، سید خان، نن په ملي شل اوریز جام کې د سپین غر زون پر وړاندې خورا غوره بالینګ نندارې ته وړاندې کړ.
هغه په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې او دوه مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، چې د لوبې په بهیر کې یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې فشار زیات کړ.
سید خان د خپل دقیق لاین او لېنت، چټک سرعت او اغېزناکو یارکرو په مرسته یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه.

Photos from Hewad Niazi C C's post 10/02/2026

د هېواد نیازي پیاوړی فاسټ بالر سید خان پرله‌پسې په وزیر محمد اکبر خان شل اوریزو سیالیو کې د کابل لوبډلې په ګټه د مخالفې لوبډلې څلور مهم لوبغاړي اوټ کړل.
سید خان په تیره لوبه کې هم د کابل لپاره څلور لوبغاړي سوځولي وو.

Photos from Hewad Niazi C C's post 06/02/2026

د هيواد نیازي کرکټ کلب نامتو چټک او مخکښ فاسټ بالر سید خان په روان وزیر محمد اکبر خان لومړي درجه ولایتي شل اوریزو سیالیو کې نن د کابل الف لوبډلې لپاره څلور مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل.
سید خان د افغانستان کرکټ بورډ په تېرو دوو ټورنمنټونو کې هم خورا عالي ځلیدلی دی.

Photos from Hewad Niazi C C's post 07/01/2026

د هیواد نیازي کلب لوبډلمشر سید خان نن د وزیر محمد اکبر خان په لومړی درجه ولایتي سیالیو کې د کابل لپاره د لوګر خلاف درې مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې سید خان په دوهمه درجه ولایتي سیالیو کې د هېواد په کچه د زیاتو ویکټو په لېست کې لومړی مقام ګټلی و.

09/12/2025

د ولایتي لوبو غوره توپ اچوونکي!

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ روانو دوهمه درجه ولایتي لوبو کې پنځه هغه غوره توپ وهوونکي چې تر دي دمه ښه لوبیدلي، له منځه یې سید خان نیازی د (۱۳) ویکټو اخیستو سره لومړی توپ اچوونکی دی.

01/12/2025

د هيواد نيازي کلب لوبډلمشر سید خان په روانو دوهمه درجه ولايتي سياليو کې د کابل C لوبډلې په ګټه اووه لوبغاړي وسوځول.

26/11/2025

د هېواد نيازي کرکټ کلب لوبډلمشر سید خان په وزير محمد اکبر خان دوهمه درجه ولايتي سياليو کې د ننګرهار(ب)لوبډلې خلاف د خپلې لوبډلې په ګټه څلور لوبغاړي وسوځول.

30/10/2025

د هيواد نيازي کلب تیز توپ اچونکی کشمير خان چې اوس د لوګر اولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر دی خپلې لوبډلې ته یې سر په سر دوه برياوې ور په برخه کړې.
دواړه لوبې يې د خوست له مختلفو لوبډلو څخه د لوګر په نوم کړې

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Dubai?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Dubai