16/02/2026
راشد خان په شل اوریز کرکټ کې ۷۰۰ ویکټې پوره کړې!
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر او د نړیوال کرکټ ځلانده ستوري راشد خان نن یو بل ستر تاریخ هم جوړ کړ. نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې خپله ۷۰۰مه ویکټ ترلاسه کړه او په دې سره د کرکټ د نړۍ په تاریخ کې لومړنی توپ اچونکی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې ترلاسه کوي او دغه ستره نړیواله کارنامه او ځان او د افغانستان په نوم ثبتوي.
راشد خان تر دې مهاله په ۵۱۸ شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی. نوموړي د ۶.۵۹ په بهترینه ایکانومي (Economy Rate) او د ۱۸.۵۰ په خورا عالي اوسط سره خپلې ۷۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو غوره کارکردګي د ۱۷ منډو په بدل کې د ۶ ویکټو ترلاسه کول دي.
د افغان اتل دغه ستره او تاریخي کارنامه دې لومړی په خپله راشد خان او بیا ټول افغان ملت او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
------
راشد خان در بازی های بیست آوره ۷۰۰ ویکیت تکمیل نمود!
راشد خان، کاپیتان تیم ملی کرکت در بازی های بیست آوره و ستاره درخشان کرکت جهان، امروز تاریخ بزرگ دیگری را رقم زد. او هفتصدمین (۷۰۰) ویکت خود را در مسابقات بیست آوره گرفت و بدین ترتیب نخستین توپ انداز در تاریخ کرکت جهان شد که در بازی های بیست آوره ۷۰۰ ویکیت کسب مینماید او این کارنامه بزرگ جهانی را به نام خود و افغانستان ثبت میکند.
راشد خان تا اکنون در ۵۱۸ بازی بیست آوره بازی نموده است. او با ایکانومی (Economy Rate) عالی ۶.۵۹ و اوسط توپ اندازی فوقالعاده ۱۸.۵۰، هفتصد ویکت خود را تکمیل کرد، که بهترین عملکرد او در یک بازی، گرفتن ۶ ویکت در بدل ۱۷ دوش میباشد.
این کارنامه بزرگ و تاریخی قهرمان افغان را نخست به خود راشد خان و سپس به تمام ملت افغان و علاقه مندان بازی کریکت تبریک میگوییم.
ملت پر افتخار، تیم پیروز!
------
𝐑𝐄𝐂𝐎𝐑𝐃 𝐀𝐋𝐄𝐑𝐓! 𝐑𝐚𝐬𝐡𝐢𝐝 𝐊𝐡𝐚𝐧 𝐂𝐨𝐦𝐩𝐥𝐞𝐭𝐞𝐬 𝟕𝟎𝟎 𝐓𝟐𝟎 𝐰𝐢𝐜𝐤𝐞𝐭𝐬! 👑
Afghanistan’s cricketing icon, Rashid Khan, becomes the first player in T20 history to reach the remarkable milestone of 700 wickets. 🚩👏
He achieved this milestone in his 512th T20 inning, banking on an impressive economy rate of 6.59 and an excellent average of 18.50, with his best bowling figures recorded at 6/17 in a single inning. 🙌
ACB extends heartfelt congratulations to Rashid and his fans, wishing him even greater success in the journey ahead. 🤩
| | |
Spots