16/07/2023
د مهالويش له مخې به ټاکل شوې نن ماذيګر 04:30PM څلورنيمې بجې دافغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش لوبډلې پروړاندې د دوهمې شل اوريزې سيالۍ په موخه د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.
لومړنۍ شل اوريزه لوبه د بنګله دېش لوبډلې ګټلې وه.
نن د افغان زمريانو د بريا په هيله❤
15/07/2023
بریا مو مبارک شه!
افغان ابدالیان لوبډلې د اسیا جام ایمرجېنګ سیالیو په ترڅ کې د کوربه سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه. د سیالې لوبډلې وروستی توپوهونکی سماراکن د ضیاء الرحمن اکبر له لورې د لوبې له ډګر بهر کړل شو.
افغان ابدالیان به خپله دریمه لوبه راتلونکې دوشنبه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.
- - -
What a Win 🙌
Things went right down to the wire but AfghanAbdalyan hold their nerve to win the game by 11 runs and register 2nd successive win at the ACC Men's Emerging Teams Asia Cup. 🤩👏
Incredible scenes in Colombo! ⚡
|
10/10/2022
د کرکټ نړيوالې شورا له نظره د نړيوال جام د ۱۶ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ تر ټولو غوره اوپنينګ د پاکستان، دويم د هند او شپاړسم د نميبيا دی.💁😍
04/10/2022
نړیوال شل اوره جام!
په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې د افغان لوبډلې د سیالیو وختونه!
لومړۍ تمريني لوبه
د اکتوبر په ۱۷ د بنګله دېش سره د افغانستان په وخت ماسپښن ۱۲:۳۰
دوېیمه تمريني لوبه
د اکتوبر په ۱۹ د پاکستان لوبډلې سره د ا فغانستان وخت سهار ۷:۳۰.
#لومړۍ رسمي لوبه:
د انګلستان سره د اکتوبر ۲۲ د افغانستان په وخت ماذیګر ۳:۳۰.
#دوهمه سیالۍ:
د نيوزيلنډ سره د اکتوبر په ۲۶ مه د افغانستان وخت غرمه ۱۲:۳۰
#درېیمه سیالۍ:
اکتوبر په ۲۸ د لومړي راونډ کواليفای شوې لوبډلي سره د افغانستان و خت سهار ۸:۳۰
#څلورمه سیالۍ:
د نومبر ۱ د لومړي راونډ څخه کواليفای شوې لوبډلي سره د افغانستان وخت سهار ۸:۳۰
#وروستۍ پنځمه لوبه:
نومبر په ۴ د کوربه اسټراليا سره د ا فغانستان وخت ۱۲:۳۰ غر
کاپی
01/10/2022
16th teams only one winer !
01/10/2022
Prize money for the ICC Men’s 2022 revealed 👀
More ➡️ https://bit.ly/3BYJDvv
29/09/2022
محمد نبي د شل اووریز کرکټ د نړیوالې درجه بندۍ په الراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
29/09/2022
افغان کرکیټ لوبډله نن له اماراتو نه د نړیوال جام لپاره استرلیا ته روانه شوه
ښه بخت اتلانو ته❤️
27/09/2022
All Teams Best Playing XI For T20 World Cup
16/09/2022
لویه د ویاړ خبره ده
چې د کرکټ د شل اوریزو جام پخوانی نړیوال قهرمان ویسټ انډیز او د اسیا جام اوسنۍ قهرمان سري لنکا نړیوال جام ته د کوالیفاینګ راونډ نه پس رسیږي او زموږ افغانستان تیار په اول ګروپ کې هغو ملکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی چې دولتونه ورنه پروژې غواړي او ولسونه ویزې.
ستر د ویاړ خبره ده چې افغان لوبغاړي په دې بې رسمیته دوران او په دې حیران او پریشان افغانستان کې د ایرلینډ او سکاټ نه مخکې د انګلینډ او نیوزي لینډ سره اسټرالیا کې لوبیږي
دې نه ستره خبره څه ده چې یو میاشت نړیوال جام کې به افغانستان د اوو ټیمونو سره سیالي کوي. چې نه زمبابوې ده نه ایرلینډ. بلکې تمرین به بنګله دیش او پاکستان سره کوي او مقابله به هغو سره کوي چې نور ترې ډاریږي
افغان خو پیدا د خطرونو سره دی. د جنګ د میدانو وتلی به د کرکټ له میدانه څنګه ډاریږي
پخپل مقام ویاړ پکار دی او په ټیم باور
د نامعلومه ماتې نه مخکې بایلل نه دي پکار
دې شته ګټې نه خو خوند واخلئ اول
خدای مهربان دی. نورې به هم راشي.
15/09/2022
نړیوال جام کې د افغانستان ګروپ
اسټرالیا انګلستان او نیوزي لینډ. باقي دوه ټیمونه به زیات ممګن ویسټ انډیز او سري لنکا وي
سخت ګروپ کې ېې نه دی اچولی؟