د پاکستان هيواد څخه راستنيدونکو افغان مهاجرينو لپاره بيخي اړينه خبرتيا !
د افغان مهاجرینو د پام وړ یو څو مهمې خبرې.
1- کله چې کډه وړئ نو د هرڅه نه مخکې د خپلو ټولو کارتونو رنګینه فوټو کاپیانې اوباسۍ او ځان سره یې محفوظې وساتۍ!
2- کله چې تورخم ته رسیږئ نو تورخم کې نادره لخوا درته په لاس ټاپه وهل کیږي کوشش اوکړۍ چې دا ټاپه درڅخه ورانه نشي کنئ افغانستان کې په هیڅ ډول ځان مهاجر نشۍ ثابتولی.
3- کله چې د تورخم ګېټ څخه تیریږئ نو په اول قدم کې به د ااا د چارواکو لخوا درته جوس اوبه بیسکټ وغیره درکول کیږي او په خورا عزت به مو خپل هیواد ته په تللو هرکلی کیږي او پس د هغې به د استخباراتو د پوستې د اراکینو سره مخ کیږئ هغوی به له تاسو داسوالونه کوي، له کوم ځای راغلئ،کور کې څومره نفر یاست وغیره؟
4- دې پسې به د مهاجرینو د iom ریاست، یونیسیار او
استازو سره مخ کیږئ هغوئ به هم معلومات درنه اخلي او یوه غټه ورقه چې سکریننګ ورته ویل کیږي درکوي، دلته که ته پي او آر کارتونه لرې نو یونیسیارته معرفي کیږې او که اي سي سي کارتونه درسره وي یا بیخي کارت نلرې نو دې صورت کې iom ته معرفي کیږې.
5- پس له هغې درته د ااا لخوا مقرر شوي موټر منتظر ولاړوي هغه موټرو کې مو تر عمري کمپ رسوي، عمري کمپ کې درته کمپلیکس جوړ دی ددغه کمپلیکس مخته مو له ګاډو کوزوي، نو د کډو خاوندان به هلته موجود وي د نظم کمیټې ته تورخم کې ورکړل شوې فورمه ورکوي، د نظم کمیټه به یې انتري کوي او ټوکن به ورکوي.
6- چې ټوکن ترلاسه کړئ نور به نو کمپلیکس ته ننؤزئ! TKRکمپلیکس کې به فورمه درکول کیږي همدغه فورمه تاسو ته د نمرې یعني ځمکې او نورو کومکونو درکولو بانک اکونټ وګڼئ او خوندي یې وساتئ.
7- له دې وروسته مو د کورنۍ د پنځلسو کلونو پورته غړو باییو میترک کیږي او د کورنۍ د غړو تعداد مو رسماً له اړونده وزارت سره شریکیږي.
8- بیا درته سیمکارت درکوي چې د همدې سیمکارت په ذریعه به یونیسیار، دولتي iom ادارې او د کومک په اړه درسره رابطه کوي نو مهرباني اوکړئ سیمکارت مو له ځان سره خوندي وساتئ!
9- آيي او ایم دفتر به یوه توره پرچه درکوي چې دابه هم له ځان سره خوندي ساتئ ولې چې د همدې پرچې له طریقه به کومک درسره کیږي او د آیي او ایم دفتر د عمري کمپ څخه بهر د ټول پلازې سره موقعیت لري.
10- په یاد مو وي چې یونیسیار له هغو کورنیو سره مرستې کوي چې د کور سرپرسته یې زنانه وي او یاهم په کور کې معذور کس یا کسان ولرئ، نو که چکن د زنانه په سرپرستۍ کې وشي ممکن د ښه کومک حقدارشئ.
11- پس له دې ستا داوسیدلو د ځای په حساب کرایه درکول کیږي کور دې لرې دی یانږدې له هغه ځای پورې کرایه عمري کمپ کې درکول کیږي، مطلب د موټر کرایه.
12- کله چې د کډې موټر روان شي د کمپ په اخري حدوداتو کې د ااا دولت لخوا د مالي کمیټې لخوا درسره نقدي مرسته کیږي که د کورنۍ غړي مو پنځه نفره وي لس زره افغانۍ درکول کیږي، که له پنځو څخه مو د کور غړي کم وي، نو د هر غړي په سر دوه زره افغانۍ درکول کیږي.
13- کله چې د خپل اوسیدلو ځای او کورته رسیږئ نو کوشش اوکړۍ چې د سامان ځای په ځای کولو څخه وروسته مو خپلې د مهاجرت پرچې د مهاجرینو ریاست ته یوسئ، او هلته یې ثبت کړۍ! ترڅو د ااا دولت لخوا د نمرو د ویش او کومکونو څخه پاتې نشئ، ولې چې که مهاجرینو ریاست کې مو د مهاجرت پرچه ثبت نکړه، نو د یونیسیار او نورو مؤسساتو له کومک څخه به محروم پاتې شئ.
14- عمري کمپ ته په تللو ښه په زړورتوب سره د مربوطو چارواکو سره خبرې اوکړئ!
او خپل مشکلات ورته ټول په سړه سینه بیان کړئ!.
15- اخري خبره دا چې افغانستان ته په تللو هیڅ مه خفه کیږئ!
په لومړیو کې به لږ بې روزګاره شئ خو الله ج مهربانه دی هرڅه به وروسته سم شي، او ټول خلک به په کارونو بوخت شي.
د مشرانو خبره د لوږې هدیرې نه دي جوړې شوي. چې خوله یې راته سورۍراکړې ده نو رزق به هم رارسوي، د الله ج په وحدانیت او تمام مخلوق ته په رزق ورکولو ایمان ولرئ، د الله ج هزار قسم مخلوقات موجود دي. یواځينی انسان دی چې مزدوري کوي نور هیڅ مخلوق مزدوري نکوي خو بیاهم د ورځې په منونو او ټنونو غوښه الله ج ورته رسوي هغه هم مکمل تر او تازه، وار هیڅ خطاء نکړئ خپل ګران هیواد ګران افغانستان ته راځۍ لخیره، الحمدالله اوس مو خپل خوږ وطن افغانستان جوړ دی. او هر انسان ته پکې الله ج رزق ورکوي.
ملګرو پوسټ درسره شئیر کړئ چې ټولو مهاجرینو ورونو ته ورسیږي.
دا پوسټ د نورو سره شریک کړٸ
Vacancies for teachers
You can easily apply for teaching here.
د کارموندنې خبرتیا
النصر خصوصي عالي لېسه د کیمیا او بیولوژي د مضامینو د تدریس لپاره یو تن با تجربه او مسلکي ښوونکي ته اړتیا لري.
شرایط:
1. لږ تر لږه لېسانس (۱۴ پاس) سند.
2. لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه.
3. په ذکر شويو مضامينو پوره علمي حاکمیت.
علاقمندان او په شرایطو برابر کاندیدان دې د خپلو تحصیلي اسنادو سره یو ځای د النصر خصوصي لېسې ادارې ته مراجعه وکړي.
📍 پته: عربانو ګولايي، دپاکستان زړې قونسلګرۍ شاته، د النصر تعمیر
📞 اړیکې شمېرې:
078 303 37 37
0731 97 19 19
27/08/2025
📢 د کارموندنې خبرتیا!
د حجاز ننګرهار خصوصي عالي لېسه اداره غواړي د راتلونکي تعلیمي کال لپاره لاندې ښوونکي/ښوونکې وګماري:
🔸 ۴ تنه ښځینه ښوونکې د اصول صنفي لپاره
🔸 ۵ تنه نارینه ښوونکي د اصول تدریس لپاره
---
✅ شرطونه او اړتیاوې:
۱. علمي تحصیلات:
– په اړونده برخه کې د لیسانس یا څوارلسو ټولګیو تر کچې زدهکړې.
۲. کاري تجربه:
– د خصوصي ښوونځي یا بلې تعلیمي ادارې سره لږ تر لږه ۱ کال تجربه.
۳. مسلکي وړتیاوې:
– د مضمون پر منځپانګه بشپړ تسلط
– د تدریسي طریقو، پلانونو، او وسایلو د کارولو مهارت
۴. شخصي ځانګړتیاوې:
– ښه اخلاق، صبر، زغم، او له زدهکوونکو سره د مناسب چلند وړتیا
– پاک او منظم ظاهر، د وخت پابندي
– د ملي ارزښتونو او اسلامي اصولو درناوی
– د ادارې له قوانینو او اصولو سره توافق
– د دوامداره علمي پرمختګ لپاره چمتووالی او علاقه
---
📝 د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی:
په شرایطو برابر کسان دې خپل CV او د تعلیمي اسنادو کاپي تر سرطان د ۲۰مې نېټې پورې:
📍 یا د حجاز ننګرهار خصوصي عالي لېسې ادارې ته تسلیم کړي
📱 یا یې د لاندې واټساپ شمېرې له لارې راولېږي:
WhatsApp: 0776612020
---
📞 د اړیکې شمېرې:
0747288575 | 0787777590
WhatsApp: 0776612020
---
📍 پته:
ننګرهار، بهسود، دامان ګنبدي هدیرې ترڅنګ، مسلمآباد کلی
---
#قرآن #ساینس #ټکنالوژي
📌 له مناسبو شرایطو برخمن کسان دې ژر تر ژره اړیکه ونیسي!
26/08/2025
!د کار موندنې خبرتیا
لوى ننګرهاردانګليسي ژبې
انسټيټيوټ يوتن نارينه اودوه تنه ښځينه دانګليسي ژبې تکړه اومسلکي ښوونکو ته اړتيالري. 0787979154
ادرس: جلال اباد ٦ ناحيه مولوي خالص فاميلي
عاجله ګمارنه!
تعبیرخصوصي ښوونځي یو تن ښوونکي ته د اجتماعیاتو په برخه کې اړتیا لري، په شرایطو برابرښوونکي کولای شي چې لاندي شمیرې سره تماس او یا ادارې ته تشریف راوړي. .
ادرس: تبلغي مرکز اوله دروازه دریم کور.ادارې سره په لاندې اړیکې شماره اړیکه نیولی شٸ۔
0782700091
د کارموندنې خبرتيا !
قریشي خصوصي عالي لېسه یو تن
د فزيک مضمون لپاره مسلکي او با تجربه ښوونکی ته اړتیا لري.
شرایط:
1: له اړونده رشتې څخه فارغ وي.
2: تر لسانس کچې زده کړې ولري.
3:دوخت پابند او په خپل مضمون حاکمیت ولري.
4: اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي.
ادرس : څلورمه ناحیه بیز اکمالاتې ته غزیدلی سرک لومړی کوڅه
اړیکو شمیره
0780786417
!
دتعبیر خصوصي ښوونځي اداره یو تن دکمپیوټرمضمون لپاره ښوونکي ته اړتیا لري.
په شرايطو برابر ښوونکي دې ادارې ته مراجعه وکړي.
او یا هم د واټساپ له لارې زمونږ سره اړیکه ونیسئ
#آدرس: تبلیغي مرکز اولې دروازې ته مخامخ.:
#که چرې ستاسې هم د استاذۍ مقدسې دندې په لټه کې یاشت نو دغه پاڼه درسره فالو او شریکه کړٸ
0782700091
JOB VACANCY!
د_کار_موندنې_خبرتیا!!
A private educational institution invites applications for a computer science teaching position. Suitable candidates should contact us via WhatsApp or visit our office. Address: Opposite the main entrance of Tablighi Center.
0782700091
26/09/2024
خبرتیا!
شاکرخصوصی عالي لېسه دلاندي مضامینولپاره نارینه مسلکي ښوونکو ته ضرورت لري
1_ ریاضی اوفزیک مضمون لپاره یوتن
2_ تاریخ اوجعرافیه مضمون لپاره یوتن
ادرس: پنځمه ناحیه، سبزی منډوی څخه قبلي لورته عزیدلي سرک خواجه صدیق آغازیارت ترڅنګ شاکرخصوصي عالي لېسه
اړیکوشمیره:0789458521/0776454141
شاکرخصوصی عالي لېسه دریاضی اوفزیک مضمون لپاره یوتن نارینه مسلکي ښوونکي ته ضرورت لري
ادرس: پنځمه ناحیه، سبزی منډوی څخه قبلي لورته عزیدلي سرک خواجه صدیق آغازیارت ترڅنګ شاکرخصوصي عالي لېسه
اړیکوشمیره:0789458521/0776454141
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
3rd Street
Jalalabad
152024