Watan insight

Watan insight

Share

Cricket 🏏 News 🗞️ and information

28/08/2025
28/08/2025

Tomorrow, at Habibullah Zazai Recreational Park, the cricket match will be shown on the big screen.

Enjoy the game and Build memories for lifetime ❤️

28/08/2025

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره.

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل گڼي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې‌مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.

28/08/2025

د ننګرهار ولایتي ادارې تائید کړه، چې تېره شپه د شينوارو اړوند ۲۸ مې ويالې سيمه کې د شهسوار په نوم د يو بېوزله ملکي وګړي په کور د ډرون د دوو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.

وايي، دغه کورنۍ، چې هيڅ ډلې سره تړاو نه لري او په پېښه کې يې د کور درې خونې هم ویجاړې شوي دي.

ولایتي ادارې ويلي دا ډول کړنې به د سيمې ثبات اغېزمن کړي.

22/08/2024

د شپږیزې لیګ لوبو کې زه یو بل څه ته متوجه شوم، زموږ د مبصرینو ژبه:
زموږ د خپلې ژبې د کرکټ مبصرین تر ډېره انګلیسي اصطلاحات ټکي په ټکي پښتو ته اړولي او په تلویزون کې یې په خپلو تبصرو کې کاروي؛ ځینې یې ښه مانا نه ورکوي او په ځینو یې سړی نه پوهېږي.
د بېلګې په ډول، کله چې توپ وهونکی یو ښه شاټ ووهي، په انګلیسي ژبې کې یې مبصرین د شاټ په توصیف کې وايي:
A good connection between the ball and the bat...
دا جمله په ساده ژبه دا مانا ورکوي چې توپ یې په بیټ باندې ډېر ښه او برابر وواهه ...
خو په پښتو کې یې زموږ مبصرین داسې وایي:
«د بال او بیټ ترمنځ ښه اړیکه....»
د بال او بیټ ترمنځ د څه شي اړیکه؟ دا ښه مانا نه انتقالوي. دا د ګوګل ژباړې ناسمه جمله ده.

بله یې:
کله چې توپ‌وهونکی ښه په خلاص مټ او ډاډه زړه شاټ ووهي، په انګلیسي کې یې مبصرین وايي:
He opened his arms and hit the bal....

ما پښتانه مبصرین واورېدل چې ویل یې:
«لاسونه یې خلاص کړل او شاټ یې وواهه» …
ته به وايي چا د توپ وهونکي لاسونه تړلي‌وو او اوس یې خلاص کړل چې شاټ ووهي.دا جمله هم په پښتو کې ښه مانا نه انتقالوي.

بله یي:
کله چې یو نوی توپ اچوونکی توپ اچوونې ته راشي، انګلیسي کې یې مبصرین وايي:
Ahmad is introduced to ……
مطلب احمد راوستل شو چې توپ اچوونه وکړي. خو ما خپل مبصرین واورېدل چې ویل یې: احمد یې بالینګ ته معرفي کړ. دا جمله هم ښه مانا نه انتقالوي..

ځینې نورې جملې چې ټکي په ټکي له انګلیسي پښتو ته اړول کېږي او په پښتو کې ښه مانا نه ورکوي:
د ده له بيټ څخه دا ښکلی شاټ
بال د څلوریزې لپاره ولاړ
اوپنرانو ښه سټارټ ورکړ
او....

ساده پښتو کې یې داسې ویلای شو:
ښه او ښکلی شاټ یې وواهه.
ښه او ښکلې شپږیزه یې ووهله
بال له کرښې/باونډرۍ واوښت او څلوریزه شوه
د سر توپ وهونکو یې ښه پیل وکړ او یا د منډو ښه بنسټ او اساس یې کېښود …

الیته زما هدف دا نه دی چې خدای ناخواسته د خپلو مبصرینو کار او زیار کم وښیم او یا یې وغندم؛ بلکې، زما هدف یوازې دا دی چې د خپلو مبصرینو پام دغو ټکو ته واړوم. البته کرکټ د انګریزانو لوبه ده او ټولې اصطلاحګانې یې انګلیسي دي‌او نورو ژبو کې هم تر ډېره منل شوي‌، خو ډېرې داسې خبرې شه چې موږ یې په خپله ساده پښتو کې ویلای او لیکلای شو. څلوریزه، شپږیزه، سلیزه، پنځوسیزه، توپ وهنه، توپ‌ اچوونه، ویکټ ساتنه او داسې نور ښه مثا

11/08/2024

خبر!
د سريلانکا هيواد د کريکټ يو تکړه تبصره کوونکي (روشن ابیسېنګا) له یاد هیواد څخه نن افغانستان ته را روان شو او ډير ژر به کابل هوايې ډکر ته راورسیږي.
روشن ابيسېنګا به د روان کال شپږيزه ليګ تبصره کوونکي وي، ليواله يم چې کابل ته سفر وکړم اټ په افغانستان کې له نيږدې وګورم زه وياړم چې د تبصرې ټيم برخه يم.🏏🏆

11/08/2024

ته اتل یې او زموږ په زړونو کې خاص ځای لرې😍❤

نهه کاله دې د افغانستان لپاره 100 څخه ډېرې کارنامې وکړې، په یوه لوبه دې مونږ خدمتونه نه هېروو هغه هم کومه نړیواله لوبه نده بلکې یو لیګ دی
څوک چې زړه نه ورکوي هغه به پکې وي🙌❤
ملنګ دزمانې
Arifulah Afghan

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Jalalabad