Afghan Cricinfo

Afghan Cricinfo

Share

د کريکټ په اړه تازه ، کره او په زړه پورې معلوماتو لپاره زمونږ صفحه لایک او شیر کړی

15/04/2026

IPL 2026 : Current Points table ゚viralシfypシ゚viralシalシ

14/04/2026

راشد خان تازه د نړۍ د کرکټ لوبغاړو د ټولنې د مشورتي بورډ غړی شو. د دغې ټولنې عمده دنده په نړۍ کې د کرکټ د لوبغاړو د حقوقو څخه دفاع او د لوبو اړوندو مسائیلو کې لوبغاړو ته سلا مشورې او لارښوونې ورکول دي. د نړۍ د کرکټ یو شمېر مشهور لوبغاړي د دغې ټولنې غړي دي.

د ځینو هېوادونو کرکټ بورډ مسئولین دا ټولنه نه خوښوي، ځکه چې کله هم له لوبغاړو سره د بورډ ستونزې پیدا کېږي، لوبغاړي دغې ټولنې ته مراجعه کوي او هغوی بیا د لوبغاړو په حق کې درېږي. استرالیايي لوبغاړي او مسئولین یې مخې ته وړي او دفتر یې هم هلته دی او د کرکټ د نړیوالې شورا سره قوي همغږي لري.

راشد خان د افغانستان لومړی لوبغاړی دی چې د دغې ټولنې د مشورتي بورډ غړی شوی او تر څو پورې یې چې زړه وغواړي غړی به یې وي.
شک نه شته چې په راشد خان سره د دې ټولنې حیثیت نور هم ښه کېږي. په دې هیله چې دغې شورا ته زموږ د کرکټ د خان ورتګ افغانستان او افغان کرکټ ګټه ورسوي.

افغان کرکټ، خان او مینه والو ته یې مبارک.

مطلب، دا د خان په اړه هغه مهم خبر نه دی، چې ما یې د خپرولو ژمنه کړې. 😊

02/02/2026

افغان اتلان د سکاټلنډ پر وړاندې د شل اوریز نړیوال جام تمریناتي لوبه

افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

02/02/2026

دنېش کارتېک په نړيوال جام کې د افغانستان مرستیال روزونکی وټاکل شو.🫡🏏


21/01/2026

Evin Lewis ❌
Johnson Charles ❌
Brandon King ❌

Mujeeb Ur Rahman becomes the third Afghanistan player to take a T20I hat-trick, joining Rashid Khan and Karim Janat! 🔥

16/01/2026

بريا مو مبارک شه
د جنوبي افریقا په وړاندې د افغان نولس کلنو ځوانانو بریا مو مبارک شه
🤲🇦🇫🤲

13/01/2026

په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او تيز توپ اچوونکی د ناروغۍ پر بستر پروت دی، الله ج دغه اتل ته چې په خپل وخت کې د هېواد لپاره ډير وياړونه په برخه کړي، روغ او کامل صحت په برخه کړي.
او د افغانستان کرېکټ بورډ څخه مې هيله ده ترڅو د ښاغلي شاپور ځدران د درملنې لپاره لاس په کار شي.

22/12/2025

تازه

🚨په بنګلادیش لیګ کې نواکھلی ایکسپریس لوبډلې صدیق اللہ اتل واخیسته

19/12/2025

ګربز هلک د IPL په هکله:
د هند IPL زمونږ د کرکټ نه پیل دی نه اخر، شخصي لیګونه دي کله به یو کله به نه یو، زمونږ اولیت وطن او د وطن کرکټ دی.
وایي خپلې لوبې مو راروانې دي د هغه لپاره راته دعاوې وکړئ.

19/12/2025

ښه خبر
د افغانستان کرکټ غوره لیګ APL د پرانیستې غونډه او مراسم سبا شنبه د ډیسمبر ۲۰مه ماښام تر سره کیږي او موږ تاسو ته دا مراسم په ژوندۍ بڼه له لمر او طلوع سپوټ ټلویزیون څخه خپروو
په یاده غونډه کې به د افغانستان کرکټ شل اوریز غوره لیګ، ټیمونه، د لوبو نېټې او نور ورته موارد په ډاګه شي
د افغانستان کرکټ غوره لیګ به فرنچایز وي او انشاله د افغان لوبغاړو په ګډون به ورته مشهور بهرني لوبغاړي هم اخیستل کیږي.
د افغانستان کرکټ په ټولو شته پرمختګونو کې یواځینی کمی چې حس کیږي هغه د افغانستان د کریکټ غوره لیګ دی، هیله ده دا ځل یو له نوښتونو ډک او تل پاتې غوره لیګ ولرو.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


12
Jalalabad
2601