د لوی اختر مبارکې او د قربانۍ د سپېڅلو ورځو په وياړ، ستاسو د ورور شاهين صديقي له خوا د زړه له کومې ټولو هېوادوالو، دوستانو، شاګردانو او اتلانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوم.
الله ﷻ دې ستاسې قربانۍ، عبادتونه، دعاګانې او نېکې هيلې قبولې کړي.
هيله ده دا غټ اختر مو له مينې، برکت، روغتيا، يووالي او داسې خوښيو ډک وي چې د ژوند تر پايه مو په زړونو کې پاتې شي.
راځئ دا اختر يوازې د غوښې وېش نه، بلکې د محبت، بښنې او انسانيت د احساس د وېش اختر وګرځوو…
ځکه رښتينې قرباني هغه ده چې انسان د بل چا د خندا سبب شي.
هر کور دې له خوشحالۍ ډک، هر زړه دې له سکون نه مالامال، او هره دعا دې قبوله وي.
په مينه او درناوي
ستاسو ورور: شاهين (صديقي)
Shaheen Sediqi Gym
Shaheen Body Building & Fitness Center Located in Jalalabad City
د شاهین صدیقي جیم دوه قهرمانان...!❤️
my champions...
Waheed Haleemi
mudasir khan shinwari
21/05/2026
د ننګرهار ولايت د بدن ښکلا فدراسيون رئيس، قدرمن استاد قيس شګيوال، د ننګرهار ولايت د بدن ښکلا فدراسيون پخوانی رئيس او د سلګونو ځوانانو قهرمان جوړوونکی د شاهين فټنس جيم بنسټګر او عمومي مسؤل استاد شاهين صديقي، او همدارنګه د فدراسيون اداري مسؤل استاد نصير ملکزي صيب او د دفدراسيون مالي مسؤل ترمنځ ځانګړې او مهمه ناسته ترسره شوه.
ياده ناسته کې د روان کال د جوزا مياشتې د (۲۸مې) نېټې په مناسبت د ترسره کېدونکو سياليو د چمتووالي، تنظيم، همغږۍ او برياليتوب په اړه هر اړخيز بحث وشو.
ګډونوالو د سياليو د لا ښه ترسراوي لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او په ګډه يې د بشپړې همکارۍ او متقابل ډاډ څرګندونه وکړه.
17/05/2026
• ورزش د ژوند توازن دی: بدن ته ځواک، عقل ته رڼا، او روح ته سکون ورکوي.
راځئ! نن هم په پوره انرژۍ سره تمرین وکړو او د بریا پر لور یو بل ګام واخلو.
Wahid Haleemi.👉🏻🥇🦅
06/04/2026
دی ( محمد علی اعظمی ) نومیږی یو افغان باډی بلډر دی فعلن ( اتریش ) کی اوسیږی
محمد علی اعظمی تیره ورځ په BENELUX سیالیو کې یې د کلاسیک فزیک په برخه کې قهرماني وګټله او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم دباډی بلډینک په برخه کی روښانه کړ.
دا سیالۍ په هالنډ کې ترسره شوې وې او هغه اوس د مستر المپیا سترې سیالۍ ته لاره وموندله 🥇🏅
ددې اتلولۍ تر شا د ملګرتیا، باور او یووالي یوه ښکلې کیسه پرته ده. علي بلال، چې د محمد علي لس کلن ملګری او روزونکی دی،
نوټ: پوسټ شیر کړی تر څوو ټول هیواد وال خپل قهرمانان وپیژینې. او تشویق یی کړی
موږ د ورزش په ډګر کې د ټولو کلبونو او فعالينو درناوی کوو، ځکه سالم رقابت د پرمختګ لامل ګرځي.
خو دا هم څرګنده ده چې حقيقي پرمختګ د خبرو او دعوو نه، بلکې د عملي کار، نظم او پايلو له لارې ثابتېږي
"ساده ژوند ، قوی ذهن، فټ بدن. ،،☘️💪🏼❤️
Shaheen Sediqi Gym 💪🏼❤️🇦🇫
Shaheen sediqi fitness Gym
👉🏻🥇🦅
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Daramsal Road, Jalalabad City, Nangarhar
Jalalabad
2601