KPL Kama Premier League

KPL Kama Premier League

Share

Special Cricket Page

29/05/2025

د کامه سوپر لیګ د دویم پړاو د بولۍ وخت راورسید!
د کامه سوپر لیګ د دویم پړاو بولي به د جمعی ورځ وروسته تر لمانځه تر سره کیږی.
نوټ: تاسو ټولو مینوالو او لوبغاړو ته په خورا درنښت بلنه درکوو چی راشئ او دا شانداره مراسم راسره د نږدی وګوری که کوم ملګری نشې کولی راشې بولې به د همدی فیسبوک صفحی څخه لایف نشر کیږی کولای شې همدلته یی ننداره کړۍ ان شاالله.

04/07/2023

عثمان غني در پېژنم!
ظلم اصغر وکړو چی نوم يی ورک شو

د ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړېوال جتم پرمهال یې د نیوزیلېنډ د فرسټ کلاس کلب اکلېنډ خلاف چې ورسره کایل مېلز او مېچل مېکلېګن هم وو سلیزه وکړه او د هند خلاف یې وارم اپ کې یې ۴۴ وکړل خو نبي د نړېوال رسمي لوبه کې د بنګله دېش خلاف لومړۍ لوبه کې په حېرانوونکې توګه ډراپ کړ او دده مورال یې خاورې کړ.

د نړۍ لسم لوبغاړی دی چې شل اوریزه لوبو کې د ۳۴ اننګزونو وروسته تراوسه په صفر ندی سوځېدلی.

قدم په قدم کورني کرکټ او نولس کلنه لوبډله کې له لوبېدو وروسته په خپل مټ او کارکردګۍ تر ملي لوبډلې رسېدلی.

د کرکټ تاریخ دوېم ځوان لوبغاړی دی چې د ټیسټ لوبډلې خلاف یې سلیزه وکړه.

د افغانستان کرکټ تاریخ لومړی لوبغاړی دی چې د ټېسټ لوبډلې خلاف یې سلیزه وکړه خو د وخت سېلېکشن کمېټې کېنوه او احسان جنت یې په ځای راوسته چې نه یې له احسان او نه یې هم له عثمان څه جوړ کړل او ضایع شول.

د حضرت ځاځي سره د شل اوریزه لوبو د تاریخ د بهترینه اوپنېنګ ریکارډ لري.

څه باندې ۲۵ اوسط شل اوریزه،څه باندې ۳۱ په پنځوس اوریزه لوبو کې لري.

همېش یې کورني کرکټ ته احترام کړی او ټاپ بېټسمینانو کې راغلی.

عثمان غني لومړی د کریم،نورعلي،جاوید،نوروز او نورو اوپنرانو لپاره د اصغر افغان او محمد نبي لخوا منتظر شو چې صبر وکړه ته راتلونکی لرې خو چې کله وخت راغۍ پرې یې د شل اوریزه بېټسمین ټاپه ولګوله او له ODI سکواډ بهر شو.

همېش شل اوریزه سکواډ کې چې چانس ورکړل شوی ورته د کپتان او کوچ لخوا ویل کېده چې یو اېنډ ته وېکټ وساته چې دې سره یې سټرایک رېټ هغسې نه وو چې پکار وو.

بیاهم وایم عثمان په لوی لاس خراب شو، خاینین پوهېدل چې شل اوریزه سکواډ کې مخکې نشي تللی نو ځکه یې څنګ ته کړ چې دادی د ۹ کال متزلزل کرکټ وروسته اخر دواړو لوبډلو کې په کور شو او نن یې په اعتراضي بڼه ریټایرمېنټ اعلان کړ.

لدې ټول خبر یو چې ډېر تکړه افغان لوبغاړي اروپا،انګلستان،امریکه او کاناډا ته لاړل او هلته پاتې شول او دا لړۍ روانه ښکاري ځکه دې ورځو کې دوه نورو لوبغاړو هم راسره اړیکې ونیولی چې د بهر وتلو لاره راښایه ځکه هېڅ نه پوهیږو چې کرکټ کې د مخکې تګ لپاره معیار څه دی نو ښه ده چې بل چېرته خپل راتلونکی جوړ کړو.

نور یې تاسې ولیکۍ

مومند

02/11/2022

funny

02/11/2022

Wellcom for joining us

02/11/2022

د ملي لوبډلې لوبه چې وي طبعآ احساسات پارېږي، که له زړه سره سمه سیالي نه وي انسان قهروي، خو دغه قهر باید انسان له خپل ځان سره وګالي ضرور نه ده چې په خواله رسنیو کې یې څرګند کړي او خپله احساساتي او وروسته د پښېمانۍ وړ بڼه په ډاګه کړي. په لوبو تبصرې هم د هر انسان خپل حق دی. که څوک کوم لوبغاړی کومې لوبې ته غوره بولي حتمي نه ده چې کوم شخصي مطلب پکې ولري. د احمد ستایل د محمود مخالفت نه دی. یا د احمد یادول له محمود سره دښمني نه ده. د لوبډلې انتخابوونکي هم ګومان نه کوم چې یوازې انډیوالۍ ته ګوري ځکه بری د دوی د سرلوړۍ دلیل وي او ماتې دوی هم هغومره ځوروي لکه احساساتي او قهرېدلی مینه وال. نو سوال دا دی چې څرنګه به د مهذبو انسانانو غوندې له لوبې خوند واخلو، د ادب په چوکاټ کې به خبرې وکړو او احساسات به کابو کړو؟

03/07/2020
03/07/2020

سلامونه دوستانو

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad