Pharma Cricket League

Pharma Cricket League

Share

A complete information about (Pharma Cricket league )
Live telecast/Update news/Match Schedules..etc

12/03/2026

نن ماښام لس بجی د رمضان جام دویمه لوبه به خورا جذابه او جالبه وی!
د فارما کرکټ لیګ په نمایندګۍ ساحل ګوهر فارما سټرایکرز لوبډله نن ماښام د رشیدي کرکټ کلب پر وړاندې خپل بخت ازمایي.
دا لوبه به خوندوره او زړه‌ راښکونکې وي، ځکه دواړو لوبډلو خپله یوه یوه لوبه ګټلې ده.
💪 دواړه لوبډلې به خپله ټوله هڅه وکړي ترڅو بریا ترلاسه کړي او د سیالیو په جدول کې مخکې لاړې شي.
⏰ وخت: نن ماښام لس بجی
📍 ځای: د ختیځ روح‌الله تره‌خېل کرکټ اکاډمي
له ټولو د فارما فیلډ دوستانو څخه هیله کوو چې راشئ، د لوبې ننداره وکړئ او د خپلې لوبډلې ملاتړ او تشویق وکړئ. 🏏👏









🏏🔥

07/03/2026

ټولو مینه الو ته دی مبارک وی.

ساحل ګوهر فارما سټرایکرز لوبډلې خپله سیاله لوبډله په لوی توپیر مات کړه او د فارما کرکټ لیګ په نمایندګۍ یې د رمضان جام په سیالیو کې لومړۍ ستره او خوندوره بریا په خپل نوم کړه. 🏏
په یاده لوبه کې عصمت الله شګیوال او عبدالله ډېر ښه بالینګ ترسره کړ، او زاهدالله هجران چې د فارما له مشهور او خطرناک توپوهونکو څخه دی، په خپلې ښې او زړورې توپوهني سره لوبډله بریا ته ورسوله.
موږ له ټولو هغو دوستانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې لوبغالي ته راغلي وو، او همدارنګه له هغو ملګرو څخه چې په سوشل میډیا کې یې زموږ ملاتړ او تشویق کړی و.
په ځانګړي ډول د فارما اتحادیې محترم رئیس صاحب او ټولو همکارانو څخه ځانګړې مننه، چې تل یې زموږ ملاتړ کړی دی. 🙏






05/03/2026

05/03/2026

په ختیځ کې د میډیکل ریپانو د اتحادې او د فارما کرکیټ لیګ مسؤلینو په همغږۍ او همدارنګه د قدرمنو منیجر صاحبانو هر یو عبدالرحمن ساحل او جانس خان ګوهر په مالي ملاتړ دا ځل په روان رمضان جام سیالیو کې د فارما په نماینده ګۍ یوې لوبډلې برخه اخیستې چې یاده لوبډله د ساحل ـ ګوهر فارما سټرایکرز په نوم خپل بخت ازمایي
چې ساحل ـ ګوهر فارما سټرایکرز لوبډله به د درونټې لوبډلې پر وړاندې سبا شپه نهه بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي .
چې پر همدې اساس د فارما برخې ټولو قدرمنو مینوالو، همکارانو او شایقینو ته خبر ورکول کیږي چې د لوبغالي تر څنګ راشئ، خپله لوبډله تشویق کړئ او د لوبې نه خوند واخلئ.

ادرس: سراج العمارت بڼ، ختیځ روح الله تره خیل کرکیټ لوبغالی

Photos from Pharma Cricket League 's post 12/02/2026

🏆 Moon Light PCL – Grand Final 🏆
نن ورځ د Moon Light PCL په زړه پورې فاینل لوبه د AS Krimi او Synmex لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دواړو ټیمونو عالي او د سیالۍ ډکه لوبه وړاندې کړه 👏
په پای کې د AS Krimi لوبډلې په غوره کارکردګۍ سره اتلولي خپله کړه او د لیګ جام یې پورته کړ 🏆🔥
د AS Krimi ټولو لوبغاړو او منیجمنټ ته مبارکي وایو، او د Synmex لوبډلې هڅې او ښکلې لوبه هم ستایو.
Moon Light PCL – سیالي، یووالی او سپورتي روحیه! 💙

12/02/2026
12/02/2026

BIG FAINAL
Ahmad seyar karimi vs synmex

Photos from Pharma Cricket League 's post 09/02/2026

🌙🏏 Moon Light PCL – Grand Final 🔥
Lights on. Crowd ready. Trophy waiting. 🏆
One day. One winner. Unlimited passion.
📣 Fans, don’t miss it!







Aziz Tarakhel Cricket Academy
12 February Thursday 10 AM

Photos from Pharma Cricket League 's post 09/02/2026

🏏🔥 د PCL فارما کرکټ لیګ فاینل 🔥🏏
د انتظار شېبې ختمې شوې! د جذبې، سیالۍ او ریښتیني کرکټ لویه جګړه راورسېده.
راشئ او د PCL فارما کرکټ لیګ فاینل کې د اتلانو ترمنځ تاریخي مقابلې شاهدان واوسئ! 💪🏆
کرکټ، جوش او ویاړ—ټول په یو میدان کې!
مه هېروئ! 🎉
Synmex Vs AS Karimi

عزیز ترخیل کریکټ اکاډمي سراج العمارت بڼ پنجشنبه د
فیبروري 12 تاریخ
وخت سهار ۱۰ بجي
PHARMA CRICKET LEAGUE

29/01/2026

Live streaming of Farmann Muhabbat

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad