درې افغان کرکټ ستورو د انګلستان لوبغالي په جم و جوش کې ساتلي
د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د نړۍ دوهم افغان ال راونډر، د نړۍ لومړی او دوهم افغان غوره بالر او په کم عمر کې ریکارډ جوړوونکی افغان توپ اچوونکی خورا ښه روان دي او د انګلستان د سوداګریزو سیالیو په لړکې یې د دې هېواد لوبغالي په زیاتو ننداره کوونکو جم او جوش کې ساتلي.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مُجیب ځدران هغه لوبغاړي دي، چې د انګلستان په سیالیوکې ښه ځلېدلي.
محمدنبي عیسی خېل په لس لوبو کې ۶ وېکټې اخېستي ، ۳۶،۲ اورونه یې ترسره کړي دي او ۲۵۱ منډې یې ورکړي.
نوموړي د توپ وهنې په برخه کې په ټولو لوبوکې ۱۸۵ منډې هم جوړې کړې دي؛ عیسی خېل لس لوبې کړي او د دوی د لوبډلې لېسېسټرشایر څلور سیالۍ لا هم پاتې دي.
محمدنبي عسی خېل په یوه لوبه کې په ۳۲ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
راشدخان ارمان چې په شل اوریزه لوبو کې لومړی او په یو ورځنیو لوبو کې دوهم توپ اچوونکی دی، په ۹ لوبو کې ۱۱ وېکټې اخېستي او د توپ وهنې په برخه کې یې بیا ۶ منډې جوړې کړي.
هغه په توپ اچونه کې په یوه لوبه کې دوه وېکټې او ۱۴ منډې ورکول غوره توپ اچونه ده.
راشدخان په ۳۴ اورونوکې ۲۱۱ منډې ورکړي .
نوموړی په سسېکس لوبډله کې لوبېږي، ۹ لوبې یې ترسره کړي او ۵ لوبې یې لا هم شته دی.
مُجیب ځدران چې کم عمره توپ اچوونکی دی، تر دې دمه یې په ۹ لوبوکې ۵ وېکټې اخېستي، په توپ وهنه کې یې ۲ منډې جوړې کړي او په ۳۶ اورونوکې یې ۱۶۴ منډې ورکړي دي. ستورى
په یوټیوب کې د بلاسټ سیالیو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د راشدخان، مجیب ځدران او محمدنبي عیسی خېل توپ اچونې او توپ وهنې ته خلک تودې چکچې او شپیلي وهي او ځېنې آن افغان بېرغونه د ننداره کوونکو په منځ کې په اهتزاز رپانده ساتي
کاپي.
Afghan teme
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan teme, Sports Club, Jalalabad.
دافغانستان دکرکټ دلوبو په اړه معلومات ورته نور مطالب همدلته راسره لیدلي شۍ
Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad
12345