Noor Khan PRO

Noor Khan PRO Noor Khan Pro 🧒
From Afghanistan 🇦🇫
Life in Germany 🇩🇪
Instagram.Noorkhan.PRO

04/09/2026

د فرانسې مېشتو افغانانو، د کلتوري ټولنو مشرانو او ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه! 🇦🇫❤️
ستاسو ګډون او هڅې د قدر وړ دي. 🙏

د هند خلاف د افغانستان د سکواډ په اعلانېدو خوښ شوم. د ځوان نور رحمان، مجیب او نوین په بېرته راتلو خوشحاله یم، خو زه د مح...
24/08/2026

د هند خلاف د افغانستان د سکواډ په اعلانېدو خوښ شوم. د ځوان نور رحمان، مجیب او نوین په بېرته راتلو خوشحاله یم، خو زه د محمد اکرم راتلو ته هم سترګې پر لار وم. ښايي د بل ویکټ‌کیپر د شتون له امله نور رحمان ته ترجیح ورکړل شوې وي.

خو د ګلبدین پر ځای د عصمت عالم نه انتخابول راته هېڅ منطقي نه ښکاري. که عصمت د شپږیزې لیګ د غوره لوبغاړو له ډلې وي، نو بیا د شپږیزې لیګ د ترسره کولو اړتیا او ګټه څه ده؟ 🤷‍♂️

ټول ملي او کورني لوبغاړي شته، خو عصمت په کور ناست او ګلبدین بیا انتخاب شوی! د استعداد او کارکردګۍ معیار باید د ټولو لپاره یو شان وي.

ښه، چاته یې وایې؟ 🇦🇫🏏

🇦🇫❤️ پر خپل وطن ویاړم، پر خپل ولس ویاړم!افغانستان یوازې یو هېواد نه دی؛ افغانستان زموږ هویت، زموږ زړه او زموږ ویاړ دی. ❤...
19/08/2026

🇦🇫❤️ پر خپل وطن ویاړم، پر خپل ولس ویاړم!
افغانستان یوازې یو هېواد نه دی؛ افغانستان زموږ هویت، زموږ زړه او زموږ ویاړ دی. ❤️🇦🇫
راځئ چې د افغانستان د ټولو قومونو ترمنځ مینه، یووالی او ورورولي تل ژوندۍ وساتو. 🤝🌹

#افغانستان #افغان #هند

🇦🇫❤️ هنرمنده بانو آریانا سعیدآریانا سعید د افغانستان له نوموتو او محبوبو هنرمندانو څخه ده؛ هغه د خپلې خوږې موسیقۍ، ځانګړ...
18/08/2026

🇦🇫❤️ هنرمنده بانو آریانا سعید

آریانا سعید د افغانستان له نوموتو او محبوبو هنرمندانو څخه ده؛ هغه د خپلې خوږې موسیقۍ، ځانګړي غږ او هنري فعالیتونو له لارې د افغان هنر نوم نړۍ ته رسولی دی. 🎤✨

تل دې وي زموږ د وطن هنرمندان او تل دې وي افغانستان! 🇦🇫❤️

د ټکټاکرې   پلار پولیسو ته په عریضه یا FIR کې لیکلي چې؛ لور ته یې د کاشف په نوم تن زنګ وهلی و چې له کوره ژر بهر ووځه. هغ...
16/08/2026

د ټکټاکرې پلار پولیسو ته په عریضه یا FIR کې لیکلي چې؛ لور ته یې د کاشف په نوم تن زنګ وهلی و چې له کوره ژر بهر ووځه. هغه له خپل ورور نعمت الله او له خپلې خور اسیمې سره په خپل موټر BW کې چې تور رنګ یې درلوده، روانه شوې. موټر ته خپله ناسته وه. چې کله مازیګر شل کم ۵ بجې یوټرن/ اخلي، دوه کسان چې لا له وړاندې په موټرسایکل راغلي او ولاړ و، دا یې په څټ ویشتلې، موټر ترې ګاګیر شوی، له ډمپر سره لګېدلې او بیا یې مخامخ دېوال وهلی.
چې کله یې د ټکسلا روغتون ته ټپیان رسولي، ګیله منه هماغه شېبه مړه ده. او خور یې اوس هم پمز روغتون کې بستر ده.
جالبه لا دا : کوم ورور چې ورسره سپور و، هغه روغ رمټ دی
د ګیله منې کورنۍ اصلي د خېبرپښتونخوا دیر اوسېدونکې ده، له تېرو ۷ میاشتو راهیسې فیصل استوګنیز ښارګوټي کې اوسېدل.
نږدې دوه کاله وړاندې یې پلار په یوه ویډیو کې اعتراف کړی و چې ګیله منه د بل چا ښځه وه، وتښتېده، بغیر له طلاقه یې د کاشف سره نکاح کړې، اوس له هغې هم تښتېدلې. ټولنیزو رسنیو کې فحاشي خپروي. (په سرو سترګو یې وژړل. پلار یې ډېر ساده او عاجز سړی و)
په هر صورت. اوس یې پلار دعوه کړې چې د کوثر او جاوید په نوم دوو کسانو سره يې پر پیسو لانجه وه. ښایي هغوی وژلي وي او ممکن د کاشف لاس هم پکې وي؛ځکه چې زنګ یې ورته وهلی و.

خلاصه: چې د مرګ نېټه دې پوره سي هیڅوک دې نه شي ژغورلی. دوه ورځې ژوند دی باید له یو بل سره یې په مینه او ورورولۍ تېر کړو. د پیسو او شهرت لپاره باید ځان ګناهګار نکړو.
چې څوک مړ شي، د دعا محتاج شي. بخښل او نه بخښل یې د هغه لوی ذات کار دی.
کاپی له 👇
Aseer Mushwani

د افغانانو بریټلی د افریقا میچ  مو هیر نده د بلفاسټ لوبغالي کې د تېرې ورځې د لوبې پر مهال د فضل‌الحق فاروقي او ځینو افغا...
14/08/2026

د افغانانو بریټلی د افریقا میچ مو هیر نده د بلفاسټ لوبغالي کې د تېرې ورځې د لوبې پر مهال د فضل‌الحق فاروقي او ځینو افغان مینه‌والو د برخورد ویډیو مې ولیده.

که څه هم د مینه‌والو له لوري سپکې خبرې او بد چلند هم د منلو وړ نه دي، خو یو ملي لوبغاړی باید د خپلو هېوادوالو له مینې او نیوکې سره په حوصله او درناوي چلند وکړي. دا مینه‌وال له اروپا څخه په خپلو شخصي لګښتونو لوبغالي ته راځي، ټکټونه اخلي، بیرغونه رپوي او د افغانستان لپاره چیغې وهي.

فاروقي او ټول ملي لوبغاړي باید هېڅکله خپل اصل او د خلکو ملاتړ هېر نه کړي. ملي لوبډله د یوه لوبغاړي شخصي ملکیت نه دی؛ دا د افغانستان او افغان ولس لوبډله ده. 🇦🇫

په ورته وخت کې، له افغان مینه‌والو هم غوښتنه ده چې لوبغاړو ته سپکاوی او بدې خبرې ونه کړي. مینه، نیوکه او ملاتړ باید تل له درناوي سره وي. ❤️ 🇦🇫

ځان وارته بریټلی😁😃 ښکاری زموږ پر لوبغاړو چې سالمه نیوکه وشي، د دې پر ځای چې پر ځان کار وکړي او خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي...
13/08/2026

ځان وارته بریټلی😁😃 ښکاری زموږ پر لوبغاړو چې سالمه نیوکه وشي، د دې پر ځای چې پر ځان کار وکړي او خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي، لومړی په ټولنیزو رسنیو کې ګیله کوي او بیا دې بلاکوي
فضل‌الحق فاروقي! کله چې خبره د یوه لوبغاړي د شخصي ګټو او د افغانستان او افغان ولس د ګټو ترمنځ وي، موږ به تل د خپل ملت ترڅنګ ولاړ یو.
خپله رویه بدله کړه، پر ځان کار وکړه او هڅه وکړه چې په سمه، مسلکي او مسؤولانه توګه د افغانستان استازیتوب وکړې. هیله ده بېرته لا پیاوړی را وګرځې. 🇦🇫❤️

د دې ځوان د مړینې په اړه په فېسبوک کې بېلابېل روایتونه خپرېږي، خو تر اوسه کره او رسمي معلومات نه دي روښانه شوي. له ټولو ...
10/08/2026

د دې ځوان د مړینې په اړه په فېسبوک کې بېلابېل روایتونه خپرېږي، خو تر اوسه کره او رسمي معلومات نه دي روښانه شوي. له ټولو ملګرو هیله کوم چې له تایید پرته معلومات مه خپروئ. که څوک د پېښې په اړه دقیق او باوري معلومات لري، مهرباني وکړئ له سرچینې سره یې شریک کړي. 😢😓

🇦🇫 د راشد خان جادویي توپ‌اچونه! 🪄🔥د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان نن د ایرلنډ پر وړاندې په دویمه نړی...
08/08/2026

🇦🇫 د راشد خان جادویي توپ‌اچونه! 🪄🔥

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان نن د ایرلنډ پر وړاندې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې په زړه‌پورې توپ‌اچونه وکړه.

نوموړي په ۷.۴ اورونو کې یوازې ۳۴ منډې ورکړې او ۶ ویکټې یې واخیستې. د خپلې غوره لوبې له امله راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی (Player of the Match) وټاکل شو. 💙🔥

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې اووم ځل دی چې راشد خان ۵ یا تر دې ډېرې ویکټې اخلي. 👏🇦🇫

اورونه: ۷.۴
منډې: ۳۴
ویکټې: ۶
اقتصادي کچه: ۴.۴۳

🪄 ماسټر بیا په کار بوخت دی!
راشد خان یو ځل بیا خپله جادويي توپ‌اچونه وښوده او افغانستان ته یې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

🇦🇫 ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله! 💙

| |

Address

Kabul Daraz

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Noor Khan PRO posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category