Esmatullah Omar

Esmatullah Omar

You may also like

بدمینتون
بدمینتون

Update sport News, videos and informations

Operating as usual

12/03/2022

محمد عظيم خرم 🥊🔥🇦🇫
د آزادو سياليو لوبغاړی په پام کې ده د مارچ په 20مه نيټه د خپل هندي سيال په وړاندې د BFC سازمان Light weight کټګورۍ په Main event کې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
khuram 2-1

د اتل د بريا په هيله 💪
Asmat amiri

Photos from Esmatullah Omar's post 29/01/2022

غيشي وشتلو سيالۍ 🎯👏
د وردګو ولايت چک ولسوالۍ کې د روان کال د دلوې مياشتې په اتم او نهم تاريخ د غيشي ويشتلو سيالۍ تر سره شوه.
ياده سيالۍ د کابل او محمديارخيلو د کلي د ټيمونو ترمنځ په لاره اچول شوې وې چې په پايله کې د محمد يارخيلو ټيم د کابل ټيم ته د 37 نمرو په توپير سره ماته ورکړه او بريا یې پخپل نامه ثبت کړه.

22/01/2022

کريم الله وردګ🔥🥊
د آزادو سياليو لوبغاړي وکولای شول د خوست شب نبرد سياليو کې خپل پاکستاني سيال ته په دوهم رونډ کې ماته ورکړي.
Record: 2-0-0

Photos from Esmatullah Omar's post 31/12/2021

د سولې تر نامه لاندې د نونهالانو او کوچنیانو د تکواندو لومړۍ دوره سیالۍ نن په مرکز کابل کې
د وردګو ولایت په کوربتوب ترسره شوې.
نیټه: ۱۴۰۰/۱۰/۱۰
په دغه سیالیو کې چې د مرکز کابل نیازبیک سیمه اسدي تکواندوکارانو کلپ کې په لاره اچول شوې وې د پينځو ټیمونو په ګډون ټولټال ۳۷ لوبغاړو ګډون کړی و
په یادو سیالیو کې د ورزشکارانو د ښه تشویق او هڅونې په موخه د نورو میلمنو سربیره د وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ښاغلي ذبیح الله «وهاج» او د همدې ولایت د تکواندو فدراسیون نماینده ښاغلي عبیدالله افغانیار هم ګډون درلود.
یادې سیالۍ د پيشګام ټیم په اتلولۍ باندې پای ته ورسیدې
همدارنګه د دې سیالیو دویم مقام د منیراحمد او دریم مقام دې دینارخیلو ټیمونو خپل کړل
او د دې سیالیو غوره لوبغاړی مشعل جلالي د پیشګام له کلپ څخه انتخاب شو.
Asmat amiri

30/12/2021

کمارو عثمان🔥🥊🇳🇬
د UFC سازمان نايجريايي لوبغاړي د 2021م کال د غوره لوبغاړي لقب په خپل نامه ثبت کړ.
ټولو مينوالو ته یې د مبارک وي
Asmat amiri

07/11/2021

حکمت الله زين 🥋🔥🇦🇫
د پاکستاني سيالانو په وړاندې
په وياړ يې share کړئ
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 07/11/2021

ښکلی مډال مو مبارک شه 🥋🔥🇦🇫💪
حکمت الله زين وياړلي اتل وکولای شول د پاکستان په G1 نړيوالو تکواندو سياليو کې څلور برياوې د پاکستاني سيالانو په وړاندې, يوه بريا د مصري سيال په وړاندې او په آخرينۍ سيالۍ کې یې د کرواسيايي سيال څخه په 68kg وزن کې ماته ومنله او په دې سره يې د نقرې مډال د افغانستان په ګټه په خپل نامه ثبت کړ.
په دغه سیاليو کې 422 لوبغاړو د 15 هيوادونو څخه په 36 ټيمونه کې ګډون کړی وو.
حکمت الله زين وکولای شول په دغه بريا سره د تکواندو نړيوال فدراسيون څخه شپږ امتيازونه د خپل نړيوال رنکينګ د لوړوالي په خاطر تر لاسه کړي.
دغه ستره بريا د ټولو هيوادوالو ته مبارک وي
د اتلانو د لابرياوو په هيله
Asmat amiri

06/11/2021

حکمت الله زين🥋🔥🇦🇫
اتل په خپله لومړۍ سيالۍ کې 40-4 خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه.
د لابرياوو په هيله اتله💪
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 06/11/2021

افغان تکواندوکاران🥋🔥🇦🇫
د جي وین په سیالیو کې ځلیدلي دي
افغان لوبغاړو وکولای شول له خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي.
د نننیو لوبو په لړ کې اتل حکمت الله زین وکولای شول چې خپل سیال ته د ۴-۴۰ په توپیر ماتې ورکړي.
جنید صدیقي وتوانید چې خپل پاکستاني سیال ته د ۲۲-۱۷ په توپیر ماتې ورکړي او عاطف یعقوبي په خپل ښه لوبی سره وکولای شول چې خپل سیال ته ۴۰-۰ ماتې ورکړي، همداسې مهدي جلال هم وتوانید چې خپل سیال ته ۲۰-۰ ماتې ورکړي. او جاوید ځاځي وتوانید چې د 13-36 په پایله کې خپل سیال حخه لوبه وګټی.

د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د المپيک ملي کمېټی سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمئن له لوبغاړو څخه د مننې ترڅنګ د دغو سیالیو ټولو اتلانو ته د بریا مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان د ښه استازیتوب لپاره لا زیاتې هڅې وکړي
................

30/10/2021

محمد عظيم خرم 🥊🔥🇦🇫
د آزادو سياليو لوبغاړی په پام کې ده سبا د يکشنبه په ورځ د اکتوبر په 31مه نيټه د خپل هندي سيال په وړاندې په Light Weight کټګورۍ کې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
khuram 2-0
د اتل د بريا په هيله ❤💪
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 30/10/2021

زيبح الله نوري🥊🔥🇦🇫
ميلاد نوري 🥊🔥🇦🇫
يادو وردګ لوبغاړو وکولای شول د بلخ ولايت په ولايتې سياليو کې خپل سيالان مات او بريا ترلاسه کړي.
د لابرياوو په هيله اتلانو
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 26/10/2021

ميلاد نوري🔥🥊🇦🇫
ذبيح الله نوري🔥 🥊🇦🇫
ياد وردګ لوبغاړي په پام کې ده د کې وان کيک بوکسينګ رشته کې د راتلونکې جمعې په ورځ(د عقرب په اوومه) نيټه د خپلو سيالانو په وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
يادې سيالۍ د مزار ولايت په کوربتوب د مختلفو ولايتونو د لوبغاړو تر منځ په لاره‌ اچول شوې.
نوموړي لوبغاړي د استاد نجيب الله نوري تر ځانګړې روزنې وروسته په يادو سياليو کې ګډون کوي.
د اتلانو د بريا په هيله 👊💪👏
Asmat amiri

25/10/2021

کرکټ 🏏💪🇦🇫
بريا مو مبارک شه هيوادوالو
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 25/10/2021

په پام کې ده د کې وان کيک بوکسينګ دری وردګ لوبغاړي د راتلونکې جمعې په ورځ(د عقرب په اوومه) نيټه د خپلو سيالانو په وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
يادې سيالۍ د مزار ولايت په کوربتوب د مختلفو ولايتونو د لوبغاړو تر منځ په لاره‌ اچول شوې.
کفايت الله ودرګ
نصرت الله وردګ
نجيب الله وردګ
هغه لوبغاړي دي چې د استاد عابد عبيدي تر ځانګړې روزنې وروسته په يادو سياليو کې ګډون کوي.
د اتلانو د بريا په هيله 👊💪👏
Asmat amiri

12/10/2021

حکمت الله زين🥋🔥💪
د افغانستان وياړ🇦🇫
Asmat amiri

06/10/2021

محمد عظيم خرم🔥💪
ډير ژر

03/09/2021

حکمت الله زين 🎂❤
دافغانستان وياړلی اتله کليزه مو مبارک شه
Asmat amiri

15/08/2021

محمد عظيم خرم🥊🇦🇫
په پام کې ده د سپټيمبر په 25مه نيټه د خپل هندي سيال په وړاندې د سيالۍ ډګر ته ووځي.
نوموړی تر دا مهاله دری سیالۍ بدون د ماتې په خپله کارنامه کې لري.
د اتل په وياړ يې share کړئ
Asmat amiri

09/08/2021

کريم الله بهير وردګ🔥🥊🇦🇫
دغه تنکی ځوان يوازې 2 ورځې وروسته په TGFC سازمان کې د سيالۍ ډګر ته وځي.
انشاالله چې روښانه راتلونکی لري
تشويق یې په تاسو
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 07/08/2021

چک وردګ ,د شيخ ياسين کلي رود غاړه🥋🇦🇫😍💪
سوله يعنې ژوند❤
د لا برياوو په هيله مو ځوانانو
Asmat amiri

05/08/2021

احمد ميلاد وردګ🔥❤
کليزه مو مبارک شه اتله 🎂👏
اوږد د خوښيو ډک ژوند ولرې.
Asmat amiri

04/08/2021

TOP 10 Countries with the Most Medals so far in Olympic Games Tokyo 2021
10هغه هيوادونه چې د 2021 کال د توکيو المپيک سياليو کې يې تر ټولو ډير مډالونه ګټلي.
Asmat amiri

04/08/2021

کابل کې د بدن ښکلا او فیټنیس ١٤م پړاو ټاکنیزې سیالی پیل شوې.
په دغو سیالیو کې، د پلازمينې ٣٨١ لوبغاړو د ځوانانو او تنکیو ځوانانو په کټګوریو کې ګډون کړی.
روانې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي او غوره څېرې به ورڅخه، د کابل ټاکنیزې لوبډلې لپاره وټاکل شي.
Asmat amiri

31/07/2021

د افغانستان يوه اونيزه سفر پای ته ورسيد
د 2021م کال د توکيو د المپيک سياليو کې پنځو افغان لوبغاړو کډون کړی وو چې هيڅ لوبغاړي ونشوی کړلی د افغانستان لپاره مډال تر لاسه کړي.
ستاسو په آند ولې افغان لوبغاړو مډال تر لاسه نشوی کړلی?
خپل نظر مو راسره شريک کړئ
Asmat amiri

28/07/2021

د ملي جنډې په وياړ❤
ستا ملي جنډه به په هر ډګر رپاند ساتو وطنه
د هيواد د ټولو وياړليو ورزشکارانو څخه نړۍ مننه چې د وطن د ملي جنډه یې نړيوالو ته ور وپيژنده او تل يې په هر ډګر رپانده ساتلې.
په وياړ يې share کړئ
Asmat amiri

26/07/2021

حامد مايار وردګ🔥🥊💪🇦🇫
د فري فايټ رشتې پياوړی, زړور, او خوش اخلاقه وردګ لوبغاړی دی, 15 کاله کيږي چې په مختلفو رشتو کې تمرين کوي.
مايار تر دا مهاله د کيک بوکسينګ په رشته کې تر 10 زياتې داخلې مسابقې او د څلورو بهرنيو هيوادونو( آذربايجان,هند, قزاقيستان او ايران) څخه په ياده رشته کې لاسته راوړنې لري.
نوموړي اوسمهال د فري فايټ (MMA) رشتې ته مخه کړې چې تر دا مهال دوه پروفيشنل سيالۍ يو بريا او يوه ماتې په خپله کار نامه کې لري.
نوټ: مايار اوس مهال د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ زده کړيال او تر څنګ يې په انګليسي ژبې هم پوره بلدتيا لري.
خپل وياړلي اتلان وهڅوئ ترڅو وياړ در په برخه کړي
د لابرياوو په هيله مو مايار صيب❤

که غواړی چې داسي نور اتلان درته په ګوته کړو ،زمونږ پاڼه خوښه او ملګري مو ورته را وبلۍ.

Asmat amiri

25/07/2021

آیا پوهېدئ چې د المپيک لوبو تاریخچه "۷۷۶" قبل المیلاد کال ته رسېږي؟
دا چې اوسمهال د المپيک لوبې روانې دي، نو ښه ده چې ددې لوبې پر تاریخچې هم پوه شئ.
المپيک لوبې څه دي؟ چېرته رامنځته شول؟ څنګه یې بشپړتیا ومونده او اوسنۍ بڼه یې غوره کړه؟ د لیکنې تر پایه به ددې ټولو پوښتنو ځواب ومومئ.
المپيک د ورزشي لوبو تر ټولو ستر جشن دی. تاریخ لیکونکي پر دې باور دي، چې دا لوبې د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې ترسره شوې؛ خو په اوسنۍ بڼه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې پیل شوې.په لرغوني وختونو کې اکثرو جشنونو مذهبي رنګ درلود؛ نو ځکه خو د المپيک جشن هم زیوس (د لرغوني يونان ستر خدای) ته د احترام لپاره په المپيا کې ترسره کېده.المپيا په یونان کې د یوې دښتې نوم هم دی، چې په اوس وخت کې د نړېوال ميراث په توګه له یونیسکو سره هم ثبت شوی دی. د المپيک لوبې ګډونوال به هغه نارینه وو، چې شتمن وو. یونانيانو به دا جشن اکثره په جنګونو کې تر بیا وروسته او یا هم د واکمنانو د پيدايښت او مړينې په ورځو کې ترسره کاوه. البته دا لوبې به هر څلور کاله وروسته ترسره کېدې.
په لومړيو کې یوازې غير حرفوي لوبغاړو د ګډون حق درلود؛ مګر وروسته مسلکي لوبغاړو هم په دې لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.د لومړي ځل لپاره دا جشن په "۷۷۶" قبل المیلاد کال کې ترسره شو او تر "۳۹۴" میلادي کال پورې یې دوام وکړ؛ مګر کله چې روميان پر یونانيانو برلاسي شول المپيک لوبو خپل شهرت او خوند له لاسه ورکړ. په دې وخت کې له حېواناتو سره د انسان د مقابلې لوبو بازار تود شو. ښه مثال یې د "غوا او انسان" خطرناکه لوبه ده، چې اوس هم په اروپايي هېوادونو کې ترسره کېږي.
په لرغونو وختونو کې غلامانو نه شوای کولی په المپيک لوبو کې ګډون وکړي، یوازې او یوازې آزادو انسانانو په دې جشن کې د ګډون حق درلود. له واده شوو نجونو هم د ګډون حق اخیستل شو و. یوازې مجردو نجونو د مسابقې حق درلود؛ خو هغوی به هم د زیوس مېرمنې په ستاينه کې له اصلي جشن یوه ورځ وروسته سیالۍ کولې. په لومړيو کې یوازې د ځغاستې سیالي د المپيک جشن برخه وه؛ خو وروسته غېږه نېونه، بوکس او ټوپ وهل ور زیات شول.
په نوي شکل د المپیک لوبې
له "۳۹۴م" کال وروسته د المپيک لوبې وځنډېدې؛ آن تر "۱۸۹۶م" پورې بېخي له پامه غورځول شوې وې. همدارنګه د المپيا ميدان هم په سختو زلزلو کې له منځه تللی و.بالاخره په "۱۸۹۶میلادي" کال کې د المپيک غونډه ترسره شوه او د ګڼو هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړ. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا لوبې به په هرو څلورو کلونو کې په یوه ستر هېواد کې ترسره کېږي. ددې ترڅنګ "د المپيک نړېواله کمېټه" هم رامنځته شوه، ترڅو دا لوبې چمتو او دقیقه څارنه یې وکړي. اوسمهال د نړۍ ګڼې لوبې ددې جشن برخه دي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي خپله وړتيا او استعداد د نړۍ مخې ته څرګندوي.
Asmat amiri

25/07/2021

ذکي رسولي🔥👊
په پام کې ده د اکتوبر په 11مه نيټه د خپل روسي سيال په وړاندې د سيالۍ ډکر ته ووځي.
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 24/07/2021

محمد عظيم خرم🔥🔥🔥
وکولای شول خپل هندی سیال د سيالۍ په لومړي رونډ کې ناک اوټ او سيالۍ په خپله ګټه پای ته ورسوي.
خرم تر دا مهال دوه برياوې بدون د ماتې په خپله کارنامه کې لري.
په وياړ يې❤
Asmat amiri

"The Hero Pro Fight Night 5" LIVE EVENT 24/07/2021

قدرمنو هيوادوالو
د اتل عظيم خرم سيالۍ کولای شی د افغانستان په وخت د شپې په 10:30 دقیقو په لاندې کې وګورئ.
لينک شير کړئ چې تر ټولو ورسيږي.
https://youtu.be/KZRu2y7O2bM

"The Hero Pro Fight Night 5" LIVE EVENT Awesome fights, Amazing fighters, superb techniques, and Best opening Fight card of the new year 2021Thanks to our official matchmaker .kushal3Promoter ...

24/07/2021

موږ نه ماتيږو❤💪
د جاپان توکيو 2021م کال المپيکي سيالۍ 🌍
Asmat amiri

Photos from ‎Wardak Athletes Union د وردګ ورزشکارانو اتحادیه‎'s post 23/07/2021

محمد عظيم خرم
سبا شنبه د شپې په 11:00 بجو د خپل هندي سيال په وړاندې د سيالۍ ډګر ته وځي.
اتل په دوعاګانو کې ياد ساتئ تر څو وطن ته وياړ ور وبښي.
Asmat amiri

21/07/2021

توکيو المپيکي سيالۍ🌍🏃
يوازې 2 ورځې وروسته
Asmat amiri

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kabul
Other Sports in Kabul (show all)
اخبار کرکت جهان اخبار کرکت جهان
Kabul, 093

هدف ما سرف حدمت به شما عزیزان است پس کمک کنید و صفحه را ش

کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر
Kabul

تولید و پخش لوازم ورزشی

کلپ بوکسینگ شعاع فخری کلپ بوکسینگ شعاع فخری
حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت. کلپ بوکسینگ شعاع فخری
Kabul

آدرس: حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت، کلپ بوکسینگ شعاع فخری. اوقات تمرین روزهای شنبه، دوشنبه، چهارشنبه از ساعت ۵ الی ۶ بعد از ظهر.

Golden city futsal team Golden city futsal team
Macroyane
Kabul

MACROYANE FUTSAL TEAM

Kabul Cricinfo Kabul Cricinfo
Kabul, HTTPS://WWW.FACEBOOK.COM/KABUL-CRICINFO-100317925881317/

Get the latest, timely and accurate sports information here. kabul cricinfo

Abdul Subban wesa /  عبدالسبحان ویسا Abdul Subban wesa / عبدالسبحان ویسا
Ahmad Shah Baba 40mitra Hours
Kabul

لایزال رب دې په موږ افغانانو خپل رحم وکړي

جزیره فوتبال جزیره فوتبال
Kabul

پوشش و پخش حرفه‌ای اخبار مهم فوتبال جهان را گام به گام با ما همراه باشید.

Ariana Sport TV Ariana Sport TV
Kabul

Ariana Sport

M. Zamani M. Zamani
Kabul
Kabul

تو نمیدانی چقدر قوی استی ... 😏✌️ تا زمانیکه قوی بودن تنها چاره تو باشد ): ᗰ ❤️ ᑎ

تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید      Nazir & Fareed Kite Store تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید Nazir & Fareed Kite Store
Shor Bazar Sang Tarashi
Kabul, 001

به تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید خوش آمدید !!!