Kabul Cricinfo

Get the latest, timely and accurate sports information here. kabul cricinfo

Operating as usual

20/11/2022

د افغان لوبډلې سکواډ د سرلانکه پروړاندې

27/09/2022

له 2021 کال راهیسې هغه لوبډلې چې زیاتې شل اوریزې لوبې یی ګټلې

27/09/2022

افغان اتلان په ټي ټين ليګ کې!🇦🇫⁩⁦💪

د شږم فصل أبو دابي ټي ټين ليګ کې 11 افغان لوبغاړي واخيستل شو چې دوه لوبغاړي رحمان الله ګربز او نوین الحق له بولۍ څخه وړاندې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي وو او پاتې 9 یې بیګا د بولۍ له لارې بېلابېلو لوبډلو جذب کړل:👇

1- رحمان الله ''ګربز'' (ډهلي بولز)
2- نجیب الله ''ځدران'' (ډهلي بولز)
3- فضل الحق ''فاروقي'' (ډهلي بولز)
4- حضرت الله ''ځاځی'' (بنګلا ټایګرز)
5- نوین الحق ''مراد'' (ټیم ابو دابي)
6- دروېش رسولي (ټیم ابو دابي)
7- ابراهيم ''ځدراڼ'' (سمپ آرمي)
8- کریم جنت (سمپ آرمي)
9- ظاهر خان ''پکتین'' (ډيګن ګليډيټرز)
10- مجیب الرحمن ''ځدراڼ'' (ډيګن ګليډيټرز)
11- اظهارالحق ''نوید'' (نیویارک سټرایکرز)

د کوم افغان لوبغاړي په اخیستو زیات خوشاله شوﺉ؟

05/09/2022

د اسیا جام سوپر 4 لوبو څلورمه لوبه!

افغانستان کریکټ ملي لوبډله د سر سخت سیال پاکستان پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کیږي
نېټه: د سېپټمبر 7مه/راتلونکي چهار شنبه
وخت:ماښام 6:30pm
ځای: شارجه نړیوال کریکټ لوبغالی

افغان اتلان مو په خپلو دعاګانو ګې ما هېروﺉ.

29/08/2022

هند او پاکستان لوبډلې په بیګانۍ لوبه کې د نوي قانون مطابق جریمه شوې.

بیګا د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې هند او پاکستان سره مخامخ شو، چې هند لوبډلې د جدیجا او هاردیک پانډیا په ښې توپ وهنې دغه سیالي وګټله او د بریا سفر یې پیل کړ، خو په دغه لوبه کې دواړه لوبډلې د کرکټ د نوي قانون ښکار شوې.

په بیګانۍ لوبه کې په اوله پاڼۍ کې هند کرکت لوبډلې په ټاکلي وخت اورونه ترسره نشو کړای، چې له امله یې د نوي قانون مطابق وروستي درې اورونه، یعنې له ۱۷م اور وروسته په بونډرۍ کې یو ډګر ساتونکی کم شو او په څلورو ډګر ساتونکو یې بونډري وساتله.

له دې حالته په ګټنې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې هدف یې هم یو څه لوړ کړ او تر ۱۴۷ پورې یې منډې ورسولې. بله خوا پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم له روهیت شرما څه زده نه کړل او ورته تېروتنه یې وکړه.

بابر اعظم هم په ټاکلي وخت اورونه ترسره نشو کړای، چې له امله یې دی هم د نوي قانون ښکار شو او په وروستیو درې اورونو کې یې په بونډرۍ کې یو ډګر ساتونکی کم شو، چې له امله یې لوبه هم وبایلله.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا د نوي قانون له مخې که چېرته یوه لوبډله په ټاکلي وخت ټول اورونه ترسره نه کړي، نو پاتې اورونه به یو ډګر ساتونکی داېرې ته راولي، یعنې په وروستیو اورونو کې پنځه ډګر ساتونکي په بونډرۍ کې درېږي، خو که جریمه شي نو څلور ډګر ساتونکي به بونډري ساتي.

21/08/2022

د کرېکټ لنډ خبرونه:
١: راشد خان ارمان تېره شپه په ١٠٠ بالونو سیالۍ کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله،چې نوموړي د مقابلې لوبډلې ٣ لوبغاړي وسوځول.
٢: قیس احمد تازه په یوه ویډیویې پیغام کې پر نړیوالو مرستندویو غږ کړی،چې د ورستیو سیلاب ځپلو سره دې همکاري وکړي.
٣: هندوستان په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې زمبابوې ته په ٥ ویکټو توپیر ماتې ورکړه،چې له دې وړاندې لومړۍ سیالۍ یې هم ګټلې وه.
٤: شاهین شاه افریدي د زنګون دسترګې درد له امله د اسیا جام سیالیو بې برخې شو.
نن ماسپښین د پاکستان او هالینډ تر منځ دریمه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي،چې لومړۍ دوه یې هم میلمه پاکستان ګټلې دي.
٥: ډیوډ وانر له دوه کلن ځنډ څخه وروسته بیا ځل لپاره بیګ باش کې لوبیږي.
٦: د سري لنکا مشهور لوبغاړي دنیش چندیمال د اسیا جام لپاره یې په لوبډله کې ځای خپل کړ.
٧: بنګلادیش کرېکټ ملي لوبډله په نږدې وخت کې هندی مشر روزونکی ټاکي.
٨: هانګ کانګ د اسیا کپ سیالیو ته د لارموندې پړاو کې لومړۍ سیالۍ له سنګاپور وګټله،چې نن په دوهمه لوبه کې به کویټ لوبډله د اماراتو پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
٩: نن ماسپښین نیوزیلینډ د ویسټنډیز پر وړاندې دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې سره مخ کیږي،چې دواړو یوه،یوه لوبه ګټلې.

20/08/2022

شاهین افریدي د ټپي کیدو له امله د اسیا جام څخه بهر شو.

16/08/2022

د ګربز له دې ریکارډه خوند واخلئ. وایي په شل اووریزو نړیوالو لوبو کې هغه لوبغاړي چې شل کلن دي ګربز پکې تر ټولو ډېرې منډې کړي دي. تر ده وړاندې د پاکستان عمر اکمل دغه ویاړ درلود. افغانان دې وي برلاسي.

13/08/2022

بنګله دیش کرکټ بورډ هم آسیا لپاره خپله 18 کسيزه سکواډ اعلان کړ.

13/08/2022

Rashid Khan

06/08/2022

سکند رضاء بټ څرګنده کړه چې زمبابوې ته د کرکټ لوبولو دپاره نه و تللی.

د پاکستان په سيالکوټ کې زېږېدلي دغه لوبغاړي دغه څرګندونې د " کرکټ پاکستان " سره د خبرو پر مهال وکړې او ويې ويل چې زمبابوې ته د کرکټ لوبې لپاره نه و تللی.

هغه وویل:" کله چې زه په پاکستان کې اوسیدم دا فکر مې نه و کړی، چې داسې وخت به راشي چې زه به د پاکستان پر وړاندې لوبه کوم، ما مخکې هم ویلي دي، ما هیڅکله هم ددې لپاره پاکستان نه دی پریښی چې کرکټر شم، زما هدف دا و چې زه " پوځي پیلوټ " شم.

هغه زیاته کړه: "ما سافټویر انجینرۍ کړې او کورنۍ مې تر هغه وخته زمبابوې ته تللې وه، ما پلان درلود چې ماسټري وکړم خو بالاخره د زمبابوې لپاره په کورني کرکټ کې د لوبېدو چانس راته برابر شو او دغه اوږد سفر پیل شو.

سکندر رضاء وویل چې هغه تل د پاکستاني لوبغاړو سره بنډار " خبرې " کوي، تر ټولو نږدې ملګری یې شعیب ملک دی.

05/08/2022

د سریلانکا ۳ لوبغاړي په انګلستان کې ورک شوي

په انګلستان کې د سریلانکا د لوبغاړو د ورکیدو لړۍ نه ده درېدلې او مخکې دوه لوبغاړي ورک شوي و، چې اوس تازه یو بل دریم لوبغاړی هم په انګلستان کې ورک شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دا لوبغاړي د کامن ویلت ګیمز سیالیو ته تللي و، چې اوس یې هلته دریم غړی هم ورک شوی دی.
د سریلانکا د دغه لوبغاړو مسوول ویلي دي، چې دا دریم غړی د سریلانکا د ریسلینګ د ټیم غړی دی، چې اوس ورک شوی دی او دوی سره یې هېڅ اړیکه نشته دی. نوموړي وویل، چې دغه لوبغاړی د اګست په ۶مه نېټه مسابقه لري.
د معلوماتو له مخې، د دغه لوبغاړي د کورونا ټیسټ مثبت راغلی و، نو له همدې امله هغه روغتون ته بیول شوی او کله چې یې هلته د کورونا ټیسټ منفي راغی او له کورونا ورغېده، نو ورته د تګ اجازه ورکړل شوه.
خو هغه چې له روغتون راوتلی، هماغسې پسې ورک شوی دی. له دغه لوبغاړي مخکې بیا د سریلانکا د جوډو ټیم دوه لوبغاړي هم ورک شوي دي چې تراوسه پورې یې معلومات نه دي ترلاسه شوي، چې چېرته تللي دي.

Kabul Cricinfo Send a message to learn more.

04/08/2022

----- ښۀ خبر ----

ايوبي کابل بازان به ۲۰۲۳م کال مارچ میاشت کې د عربي متحده اماراتو پۀ شارجه کرکټ ليګ ګډون وکړي، نوموړي ليګ کې به د پنځو مختلفو هیوادونو لوبډلې شاملې وي.

Ayobi Kabul Eagles will participate in Sharjah cricket league in march next year.

28/07/2022

ایرلینډ د افغانستان او سوت افریقا خلاف شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

27/07/2022

شپږيزه ليګ او په کې تر سره شوې سيالۍ.
د روان ۲۰۲۲ز کال په اتم پړاو شپږيزه ليګ کې تر اوسه پورې په کې ۱۶ لوبې تر سره شوې دي.

مخکښه لوبډله پکې د بست ساتونکې لوبډله ښکاري ځکه، چې يادې لوبډلې په څلورو ترسره کړو سياليو کې ماته نه ده منلې او ټولې ترسره کړې لوبې يې ګټلې دي، چې ۸ نمرې لري.

ورپسې په دوېيم مقام کې بيا د سپين غر پړانګانو لوبډله ده. دې لوبډلې په ترسره کړو ۴ لوبو کې ۳ ګټلې او يوه لوبه يې بايللې، چې ۶ نمرې لري.

درېيم ځای کې د کابل بازانو لوبډله کرار لري، چې دې لوبډلې هم له خپلو ۴ لوبو څخه ۳ ګټلې او د يوې لوبې په بايللو سره ۶ نمرې لري.
د جدول څلورم ځای د بند امير خامارانو لوبډلې سره دی. خامارانو لوبډلې بیا په ۴ سياليو کې ۲ ګټلې او ۲ يې بیا بايللې دي، چې ۴ نمرې لري.

په پېنځم ځای کې بیا مس عينک لوبډلې په ترسره کړو ۳ سياليو کې يوه ګټلې او ۲ يې بايللې دي، چې ۲ نمرې له ځانه سره لري.
په شپږم ځای کې د هندوکش ستوري لوبډله او اووم ځای کې د امونهنګانو لوبډله کرار لري، چې دواړو لوبډلو په ترسره کړو ۴، ۴ لوبو کې يواځې یوه، یوه لوبه ګټلې او دوه، دوه نمرې له ځانه سره لري.

او په وروستي مقام کې د پامير زلمي لوبډله ده، چې خپلې ټولې ترسره کړې ۳ لوبې يې بايللې دي.

سږ کال په شپږيزه ليګ ۳۲ سيالۍ ترسره کېږي، چې پای لوبه به يې د راتلونکې اګست مياشتې په پېنځمه نېټه تر سره شي.

24/07/2022

سټار سپورټس د روان کال اسیا جام سیالۍ خپروي
هندي ورزشي تلویزیوني پراخې شبکې سټار سپورټس د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو د خپراوي حقوق ترلاسه کړي.
یادې سیالۍ د اګسټ پر ۲۷تمه متحده عرب اماراتو کې پیلیږي.
افغانستان به په خپل ګروپ کې له بنګله دېش او سریلنکا سره ولوبیږي.

22/07/2022

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مډل ارډر توپوهونکی جانتن ټروټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو. نوموړی به د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته له افغان ملي لوبډلې سره یو ځای سي.
هېره دې نه وي چې نوموړی د خپل وخت یو له غوره توپوهونکو نه شمېرل کېده.

17/07/2022

د شپږیزې کرکټ لیګ په اړه بشپړ معلومات او د شپږیزې تاریخ

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د شپږیزې کرکټ لیګ په نوم په کور دننه یو تجارتي لیګ ترسره کېږي، چې ټول پکې کورني لوبغاړي لوبېږي، خو کله نا کله پکې ځینې بهرني لوبغاړي هم راغلي او لوبېدلي دي، چې سږکال هم یو څو بهرني لوبغاړي پکې شته دي.
دا لیګ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو او د شپږیزې نوم ورته ځکه ورکړل شو، چې په کرکټ په یو توپ تر ټولو زیاتې منډې شپږ وي، چې شپږیزه ورته وايي. په پیل کې په شپږیزه کې پنځه لوبډلې وې، چې وروسته بیا شپږ لوبډلې شوې او اوس پکې ټولې اته لوبډلې دي.
د شپږیزې کرکټ لیګ وروستی یا اووم پړاو په ۲۰۲۰ کال کې ترسره شو، چې له هغه وروسته بیا په ۲۰۲۱ کال کې شپږیزه ونه شوه، خو سږکال چې بیا د شپږیزې اتم پړاو ترسره کېږي، نو دوه لوبډلې هم پکې زیاتې شوې دي، او اوس پکې اته لوبډلې لوبېږي.
د شپږیزې کرکټ لیګ تېر پړاو کې د کابل بازانو لوبډلې اتلولي خپله کړې وه، چې رحمان الله ګربز یې لوبډلمشري کوله، همدا راز د کابل بازان او سپین غر زمریان هغه لوبډلې دي، چې دوه دوه ځل یې د شپږیزې اتلولي په خپل نوم کړې ده.
سږکال به د شپږیزې کرکټ لیګ، سبا، د جولای په ۱۸مه نېټه په کابل کې پیل شي او د اګست تر پنځمې نېټې پورې به دوام وکړي. د شپږیزې کرکټ لیګ لوبې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د ملي سپورټ ټلویزیون له خوا په ژوندۍ بڼه نشرول کېږي.
د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ لوبه د اتلې لوبډلې کابل بازانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به سهار ۹ بجې پیل شي. همدا راز دویمه لوبه بیا د مس عینک اتلانو او سپین غر زمریانو ترمنځ ماسپښين پاو کم دوه بجې پیلېږي.
د شپږیزې کرکټ لیګ کې هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي، د جولای په ۲۶مه نېټه به بیا د دمې ورځ وي، همدا راز د اګست په دویمه به کوالیفایر ۱ او ایلیمینټر لوبه ترسره شي، د اګست په دریمه به کوالیفایر ۲ لوبه ترسره شي او د اګست په پنځمه به بیا پایلوبه ترسره کېږي.
دویمه شپږیزه (۲۰۱۴):
د لومړۍ شپږیزې چې په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوې ده، معلومات په انلاین بڼه نشته، همدا لامل دی، چې د دویمې شپږیزې معلومات به له تاسې سره شریک کړو.
د ۲۰۱۴ کال شپږیزه کرکټ لیګ د پنځه لوبډلو ترمنځ ترسره شو چې ټولې پکې ۱۳ لوبې وشوې. په پایلوبه کې مس عینک د بند امیر لوبډلې ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دریمه شپږیزه (۲۰۱۵):
په ۲۰۱۵ کال کې شپږیزه کرکټ لیګ کې شپږ لوبډلو ګډون درلود، چې په لیګ سیالیو کې هرې لوبډلې ۵-۵ لوبې ترسره کړې. سپین غر بیا په لیګ کې تر ټولو زیاتې ۴ لوبې ګټلې وې او د ۸ نومرو سره مخکښه لوبډله وه. همدا راز پایلوبه د کابل بازانو او سپین غر زمریانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سپین غر د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د سپین غر له خوا سمي په ۶ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۷۲ منډې کړې وې، په یوه لوبه کې بیا حشمت الله شهیدي تر ټولو زیاتې ۷۴ منډې ترلاسه کړې وې. راشد خان چې د کابل بازانو لپاره لوبېده په ۵ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۲ ویکټې اخیستې وې او په یوه لوبه کې بیا امیر حمزه د ۱۵ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي و.
څلورمه شپږیزه (۲۰۱۶):
په ۲۰۱۶ کال کې بیا په لیګ سیالیو کې کابل بازانو او مس عینک اتلانو ۴-۴ لوبې ګټلې وې او د اته اته نومرو سره لومړۍ او دویمې لوبډلې وې. پایلوبه بیا د اګست په ۱۹مه نېټه د مس عینک اتلانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل بازانو پکې د ۵ ویکټو په توپیر اتلولي خپله کړه.
پنځمه شپږیزه (۲۰۱۷):
په ۲۰۱۷ کال کې په شپږیزه کې په لیګ سیالیو کې غوره لوبډلې بند امیر او مس عینک وې چې دواړو څلور – څلور لوبې ګټلې وې. پایلوبه د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د بند امیر او مس عینک ترمنځ ترسره شوه، چې بند امیر پکې د ۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه او اتله لوبډله شوه.
اصغر افغان چې د کابل بازانو لپاره لوبېده په ۷ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۲۵۰ منډې ترلاسه کړې، همدا راز د سویلي افریقا کیمرون ډیلپورټ لومړنی توپوهونکی شو چې په شپږیزه کې یې سلیزه ووهله، هغه په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۰۰ منډې ترلاسه کړې. ظاهر خان چې د مس عینک لپاره لوبېده په ۷ لوبو کې یې تر ټولو زیاتې ۱۵ ویکټې واخیستې او هم نوموړي په یوه لوبه کې د ۱۹ منډو په توپیر ۵ ویکټې واخیستې، چې په یوه لوبه کې تر ټولو غوره توپ اچونه وه.
شپږمه شپږیزه (۲۰۱۹):
په ۲۰۱۸ کال کې د شپږیزې کرکټ لیګ ترسره نه شو. په ۲۰۱۹ کال کې مس عینک په لیګ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۴ لوبې وګټلې. پایلوبه د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې مس عینک د ۴ ویکټو په توپیر وګټله او اتلولي یې خپله کړه.
نور علي ځدراڼ چې د مس عینک لپاره لوبېده په ۷ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۳۵۴ منډې ترلاسه کړې، همدا راز کریم جنت بیا په یوه لوبه کې ۱۲۰ منډې وکړې. په دغه کال کې د کریم جنت ترڅنګ جاوید احمدي او عمران جنت هم سلیزې ووهلې. نجات مسعود بیا په ۶ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې او په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه هم نجات مسعود وکړه، چې د ۲۲ منډو په توپیر یې ۵ لوبغاړي وسوځول.
اوومه شپږیزه (۲۰۲۰):
په ۲۰۲۰ کال کې د کابل بازانو لوبډلې په لیګ سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۴ لوبې وګټلې. پایلوبه بیا د کابل بازانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل پکې د ۹ منډو په توپیر بریا خپله او اتلولي یې په برخه شوه.
عثمان غني چې د بند امیر لپاره لوبېده، په ۷ لوبو کې یې تر ټولو زیاتې ۳۵۵ منډې ترلاسه کړې، همدا راز محمد شهزاد په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. وقار سلامخېل بیا په ۷ لوبو کې تر ټولو زیاتې ۱۳ ویکټې واخیستې او ننګیالي خروټي هم په ۷ لوبو کې ۱۳ ویکټې ترلاسه کړې. په یوه لوبه کې غوره توپ اچونه دولت ځدراڼ وکړه، چې د ۹ منډو په ورکولو سره یې ۵ لوبغاړي وسوځول.
په ۲۰۲۱ کال کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ ترسره نه شوې، چې اوس په ۲۰۲۲ کال کې د اتم پړاو شپږیزې کرکټ لیګ ترسره کېږي او وه به کتل شي، چې څوک پکې اتلولي خپلوي.

17/07/2022

#تازه خبر
افتاب عالم د بندامیر ښامارانو لوبډلمشر وټاکل سو.

17/07/2022

د اسیا کپ مهالویش

16/07/2022

تازه درجه بندی

16/07/2022

ستوکس

02/07/2022

خامد خسن بال وګوری
ویدیو درسره شېر کړﺉ

02/07/2022

انګلستان د هند په وړاندې شل اوریزه او یورځینیو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د هند او انګلستان ترمنځ په ۲۰۲۱ م کال کې ځنډول شوي پنځمه ټیسټ لوبه یوځل بیا روانه میاشت ترسره شي.

له هغې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ” ۳ ” شل اوریزه او ” ۳ ” یورځینۍ سیالۍ ترسره شي.

د هند او انګلستان ترمنځ به درې شل اوریزه سیالۍ د جولاۍ په ۷ مه، ۹ مه او دریمه شل اوریزه سیالۍ به د جولاۍ په ۱۰ مه نېټه ترسره شي.

همدغه راز به د دواړو هېوادونو ترمنځ درې یورځینۍ لوبې د جولاۍ په ۱۲ مه، ۱۴ مه او ۱۷ مه نېټه ترسره شي.

د هند په وړاندې د انګلستان شل اوریزه سیالیو نوملړ: جوس بټلر لوبډلمشر، معین علي، هیري بروک، سم کرن، ریچارډ ګلیسون، کریس جورډن، لیام لیوینګسټون، ټیمل ملز، میتیو پارکینسن ، جیسن رای، فل سالټ، ریس توپلي، ډیویډ ویلي.

د یورځینیو سیالیو نوملړ: جوس بټلر لوبډلمشر، معین علي، جوناتن بیرسټو، هیري بروک، برایډن کارس، سم کرن، لیام لیونګسټون، میتیو پارکنسن، جو روټ، جیسن رای، فل سالټ، بین سټوکس، ریس توپلي، او ډیویډ ویلي.

28/06/2022

انګلستان درې – صفر نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

انګلستان په دریمه ټېسټ لوبه کې هم نیوزیلینډ ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۳ ټېسټ لوبو لړۍ کې یې هم په درې – صفر سره ماتې ورکړه.
په دریمه ټېسټ لوبه کې نیوزیلینډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۹ او په دویمه پاڼۍ کې ۳۲۶ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۶۰ او په دویمه پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۶ منډې وکړې او د ۷ ویکټو په توپیر یې ماتې ورکړه.
له دې سره انګلستان د ۳ ټېسټ لوبو لړۍ کې نیوزیلینډ ته په درې – صفر سره ماتې ورکړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جیک لیچ واخیسته او د لوبلړۍ غوره جایزه جو روټ ترلاسه کړه.
د درې ټېسټ لوبو لړۍ کې ډاریل میچل تر ټولو زیاتې ۵۳۸ منډې وکړې، همدا راز جو روټ ۳۹۶ او جوني بیریسټو بیا ۳۹۴ منډې وکړې.
د توپ اچونکو په برخه کې بیا ټرینټ بولټ تر ټولو زیاتې ۱۶ ویکټې واخیستې او له هغه وروسته میتیو پاټس ۱۴ او جیک لیچ ۱۳ ویکټې ترلاسه کړې.
بلخوا ویسټ انډیز د ۱۰ ویکټو په توپیر په دویمه ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه. بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۳۴ او په دویمه پاڼۍ کې ۱۸۶ منډې وکړې. همدا راز ویسټ انډیز په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۸ او په دویمه پاڼۍ کې پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو ۱۳ منډې وکړې.
ویسټ انډیز د ۲ ټېسټ لوبو لړۍ په دوه – صفر سره وګټله چې د لوبې د غوره لوبغاړي او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه کیلي مایرس ترلاسه کړې.

28/06/2022

د انګلستان مخکښ لوبډلمشر ایون مورګن له نړیوال کرکټ نه استعفا ورکوي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د محدوده اورونو لوبو لوبډلمشر او تکړه توپوهونکي ایون مورګن نه یوازې دا چې لوبډلمشري یې پرېښوده، بلکې له نړیوال کرکټ څخه هم استعفا ورکوي.

له کله راهیسې چې نوموړی د انګلستان د محدوده اورونو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و، هغه د انګلستان لوبډله ډېره مخکې بوتلله او په پنځوس اوریزو سیالیو کې یې ډېر پرمختګ وکړ، په ۲۰۱۹ کال کې یې انګلستان ته نړیوال جام هم وګاټه.

۳۵ کلن ایون مورګن په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې په لوبه کې ۱۷ شپږیزې هم وهلې وې او د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ یې جوړ کړی و.

نوموړي د انګلستان لپاره ۱۶ ټېسټ، ۲۴۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۱۱۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټېسټ لوبو کې یې ۷۰۰، په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ۷۷۰۱ او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۲۴۵۸ منډې کړې دي. همدا راز نوموړي په ټېسټ کې ۲ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۴ سلیزې هم وهلي دي.

ایون مورګن په داسې وخت کې له لوبډلمشرۍ او نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکوي، چې هیچا یې هم فکر نه کاوه او د کرکټ مشهورو مبصرینو فکر کاوه، چې نوموړی به څو کاله نور کرکټ هم ترسره کړي.

28/06/2022

انډیا په دوهمه شل اوریزه لوبه کې ایرلینډ ته د 228 منډو هدف ورکړ.
انډیا لپاره هوډا 104 او سمسون 77 منډې وکړې.
ایرلینډ لپاره مارک ادایر 3,جوش لیټل 2, او کریګ یانګ هم 2 ویکیټې واخیستې.
Ismail Zahir

27/06/2022

سوپر لېګ !

د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته د سوپر لېګ ته د سیالیو په لړۍ کې هره لوبډله ۸ سیریزونه باید ترسره کړی افغانستان تر دې مهاله په یاد مهالویش کې ۱۲ لوبې ترسره کړی چې ۹ لوبې یې ګټلی او دوه یې بایللی دی.

ارلینډ، ندرلېنډ زمبابوې ته مو ۳-۰ ماته ورکړې خو له بنګله دېش څخه مو ۲-۱ ماتې ومنله.
افغانستان ټوټل ۱۲ د سوپر لېګ لوبې ترسره کړی دی

اوسمهاله په سوپر لېګ سیالیو کې د افعانستان پاتی لوبې.
له دی څخه وروسته به افغانستان د هند سره د سوپر لیګ ۳ یوه ورځنۍ لوبې لري، د سریلانکا سره ۳ یوه ورځنۍ لوبې لری، پاکستان سره ۳ یوه ورځنۍ لوبې لری اسټرالیا سره ۳ یوه ورځنۍ لوبې لری، دغه ټولې لوبې د سوپر لېګ سیالیو برخه دی.

که چیرته افغانستان په پاتې ۱۲ سیالیو کې یوازې ۴ نورې سیالۍ وګټی نو افغانستان به په ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې مستقیم ګډون وکړي او که داسی ونه شول بیا به کوالیفای کوی.

26/06/2022

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ سږکال نه ترسره کېږي .
په روان ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کېدونکې وه، خو اوس سږکال د دې سیالیو ترسره کېدل ممکن نه ښکاره کېږي. پاکستاني رسنۍ وايي، که څه هم د پاکستان لوبډلې سږکال وزګار وخت درلود چې له افغانستان سره سیالۍ ترسره کړي، خو دغه سیالۍ ترسره نه شوې او د کال تر پای پورې یې هم د ترسره کېدو څه امکان نه لیدل کېږي. ځکه د پاکستان لوبډله د راروان کال تر اپریل میاشتې پورې مصروفه ده او له هغه وروسته ښايي له افغانستان سره سیالۍ ترسره کړي. د پاکستان لوبډله له نیوزیلینډ او انګلستان سره سیالۍ لري او داسې ویل کېږي چې ښايي له نیوزیلینډ او بنګله دېش سره هم درې اړخیزې سیالۍ ترسره کړي. افغان لوبډله چې د ګوتو په شمېر سیالۍ لري، له پاکستان سره د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم د ای سي سي نړیوال جام سوپر لیګ برخه دي او دا ډېر پخوا پلان شوې وې، چې سږکال به ترسره کېږي. همدا راز یوازې له پاکستان سره، بلکې د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ هم د سوپر لیګ سیالۍ ترسره کېدونکې وې، خو د هغه سیالیو هم هېڅ معلومات نشته دي، بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ هم په دې تړاو څه نه دي ویلي. دا سیالۍ چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د تللو لپاره ترسره کېږي، د افغانستان لپاره ډېرې مهمې سیالۍ دي او باید چې د راتلونکي کال په لومړیو څو میاشتو کې ترسره شي.
Ismail Zahir
Gtv

25/06/2022

مشر روزونکی

د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی، کامیاب لوبډلمشر او فعلاً د افغانستان ملي لوبډلې روزونکی نوروز منګل پۀ اتم پړاو شپږیزه کرکټ ليګ کې د ايوبي کابل بازانو مشر روزونکی وټاکل.

Meet our head coach!

The former experience player and captain and currently the coach of Afghanistan national cricket team the only and one Nawroz Mangal has been appointed as the head coach of Ayobi Kabul eagle's for the 8th edition of .

23/06/2022

راشد له پانډيا، شاهدافريدي او براوو څخه د مرستې راټولولو کمپاین کې د برخه اخيستو غوښتنه کړې ده.

23/06/2022

راشد خان په پکتیکا او خوست کې د زلزله ځپلو هیوادوالو لپاره د انلاین مرستو را ټولولو لړۍ پیل کړې ده. د نړۍ له څو مشهور لوبغاړو یې غوښتنه کړې ده چې ویډیو ثبت کړي او له خپلو نورو ملګرو هیله وکړي چې د مرستې راټولولو (فنډ رایزینګ) په کمپاین کې برخه واخلي.

په ملګرو کې یې بیا د ویسټ انډیز نوموتي پخواني لوبغاړي ډووېن براوو هم د ده په پل پل ایښی او په یوه خپره شوې ویډیو کې یې له دریو نورو لوبغاړو غوښتي چې د زمونږ له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

دا خلک رښتیني اتلان دي! خدای دې یې کامیابه لري.

22/06/2022

نوين الحق تر دې مهاله د انګلينډ په سږنيو ويټاليټي بلاسټ لوبو کې ۱۲ لوبې کړي، ۲۳ ويکټې یې اخیستي او د ډېرو وېکټ اخيستونکو بالرانو په لست کې لومړی ځای لري.

22/06/2022

وارنر د سرېلانکا په وړاندې بېګه لوبه کې په ۹۹ منډو وسوځېد.

22/06/2022

د ۲۰۲۲ م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ مهالویش او یو شمېر نوي تغیرات.

د افغانستان د کورنیو سیالیو شپږیزې کرکټ لیګ د اتم پړاو (۲۰۲۲) کال د لوبو مهالوېش اعلان شو، چې لومړۍ لوبه به د جولاۍ په ۱۸مه نېټه د کابل بازانو او بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د اعلان شوي مهالویش له مخې به د ورځې په جریان کې دوه سیالۍ ترسره کیږي چې لومړۍ لوبه سهار ۹:۰۰ بجې او دویمه هغه یې ماسپښین ۱:۴۵ بجې پیلیږي.

روان فصل به د یو شمېر نواښتونو سره پیل شي، ځکه چې په لومړي ځل په لیګ کې د شپږو پرځای ټولټال ” ۸ ” لوبډلې ګډون.کوي.

همدغه راز د تېرو فصلونو ته په توپیر به سږ کال زیاتې ” ۳۴ ” سیالۍ ترسره شي، او هغه دوه لوبډلې چې دویم پړاو ته په لومړي او دویم مقام کوالیفای شي پایلوبې ته د رسېدو لپاره له ماتې وروسته یو بل چانس هم ورکول کیږي.

21/06/2022

د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو مهالوېش!

21/06/2022

تازه خـــــبر!
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی بریدګر ویکټ کیپر توپ وهونکی ''رحمن الله ګربز'' د لومړي توپ وهونکي په توګه د انګلېستان په [ویټالټي بلاسټ] سیالیو کې د نوین الحق اړوند《لېسټر شایر》لوبډلې سره یو ځای شو.

20/06/2022

د شپږیزو خان د ستورو مشر!

د هندوکش ستوري لوبډله بلاخره د خپلو مینوالو انتظار پای ته رسوي او په راتلونکي اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ کې خپل لوبډلمشر او مرستیال لوبډلمشر اعلانوي.
د پرېکړې په اساس د ملي لوبډلې د پیل بریدګر او په افغان توپ وهونکو کې په شپږو توپونو د پرلپسې شپږ شپږیزو ترسره کوونکی حضرت الله ځاځی د هندوکش ستوري د لوبډلې لوبډلمشر او د ملي الف لوبډلې چټک توپ اچونکی عبدالله عادل د مرستیال لوبډلمشر په حیث وټاکل شول.
دواړو ته په لوبو کې بریا او ځلېدل غواړو.

20/06/2022

د رشدخان زړه ماتونکې ټویټ

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Videos (show all)

دافغان لوبغاړودخوشحالۍ شېبې
نبي اوزوی يې

Location

Category

Telephone

Address


Kabul
HTTPS://WWW.FACEBOOK.COM/KABUL-CRICINFO-100317925881317/
Other Sports in Kabul (show all)
اخبار کرکت جهان اخبار کرکت جهان
Kabul, 093

هدف ما سرف حدمت به شما عزیزان است پس کمک کنید و صفحه را ش

کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر
Kabul

تولید و پخش لوازم ورزشی

Esmatullah Omar Esmatullah Omar
Kabul

Update sport News, videos and informations

کلپ بوکسینگ شعاع فخری کلپ بوکسینگ شعاع فخری
حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت. کلپ بوکسینگ شعاع فخری
Kabul

آدرس: حصه سوم خیرخانه، عقب هوتل سلطنت، کلپ بوکسینگ شعاع فخری. اوقات تمرین روزهای شنبه، دوشنبه، چهارشنبه از ساعت ۵ الی ۶ بعد از ظهر.

Golden city futsal team Golden city futsal team
Macroyane
Kabul

MACROYANE FUTSAL TEAM

Abdul Subban wesa /  عبدالسبحان ویسا Abdul Subban wesa / عبدالسبحان ویسا
Ahmad Shah Baba 40mitra Hours
Kabul

لایزال رب دې په موږ افغانانو خپل رحم وکړي

جزیره فوتبال جزیره فوتبال
Kabul

پوشش و پخش حرفه‌ای اخبار مهم فوتبال جهان را گام به گام با ما همراه باشید.

Ariana Sport TV Ariana Sport TV
Kabul

Ariana Sport

M. Zamani M. Zamani
Kabul
Kabul

تو نمیدانی چقدر قوی استی ... 😏✌️ تا زمانیکه قوی بودن تنها چاره تو باشد ): ᗰ ❤️ ᑎ

تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید      Nazir & Fareed Kite Store تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید Nazir & Fareed Kite Store
Shor Bazar Sang Tarashi
Kabul, 001

به تار و کاغذ پران فروشی نذیر فرید خوش آمدید !!!