22/02/2026
سړي نه ژاړي!
اته څلوېښت ساعته مخکې دې په یاد دي؟ ټوله کورنۍ دې ژوندۍ وه. ستا د خټو کوچنی کور په خپلو پښو ولاړ و. د ماشومانو غږونه دې په انګړ کې انګازې کولې، د مېرمنې د پخېدونکي دیګ بوی او اواز دې تر غوږو رسېده. له همدې بېوزلۍ سره سره دې د راتلونکي لپاره پلانونه درلودل… خو ناڅاپه، یوازې په څو ساعتونو کې، هر څه پای ته ورسېدل. کور دې ونړېد، د کورنۍ اوولس غړي دې له لاسه ورکړل، او ته یوازې د خدای او رښتیا په ډګر کې پاتې شوې…
اوس چې هره الوتکه په اسمان کې والوځي، داسې احساس کوې لکه ګواکې د پاکستان الوتکه وي او غواړي ستا په شان د یو دردمند انسان کور وران کړي.
او څومره ویاړلی یې دا چې په سترګو کې دې اوښکه هم نه راځي. ته پخپله نه غواړې وژاړې. ستا د دردمن زړه حال یوازې خدای ته معلوم دی. ته یوازې په همدې بسنه کړې چې: سړي نه ژاړي.
کله کله سړی توب څومره دروند تاوان لري…
ستا د دردمن زړه قربان شم، ای کلک ولاړ سړیه .
ستا پر ځای زه ژاړم