Vollyball والیبال

Vollyball والیبال

Share

Sport chinall

14/07/2026

د والیبال سیالیو په اړه څو خبرې
لیکوال: حضرت خان "حلیمي"
د پسرلي له پیله تر اوسه د پکتیا په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر د والیبال ټورنمنټونه تر سره شوي دي. ما هم د یوه مینوال په توګه په ځینو سیالیو کې د خپلې لوبډلې په شمول ګډون کړی او ځینې نورې مې له نږدې څارلې دي.
والیبال زموږ د ځوانانو دپاره تر ټولو محبوبو ورزشونو څخه دی او هره ورځ یې مینوال زیاتېږي. په دغو سیالیو کې مې ډېر بااستعداده او تکړه لوبغاړي ولیدل چې د پرمختګ ښه وړتیا لري، خو له بده مرغه ځینې داسې نیمګړتیاوې هم موجودې وې چې د لوبو پر کیفیت یې اغېز کړی و.
یو له مهمو ستونزو څخه دا وه چې ځینې پاسران به بال په لاسونو کې نیوه او بیا به یې پاس ورکاوه، چې دا کار د والیبال له قوانینو سره په ټکر کې دی. همدارنګه په ځینو ټورنمنټونو کې د لوبې اصول د تنظیموونکو له لوري ټاکل کېدل او د والیبال رسمي قوانین په بشپړ ډول نه مراعات کېدل.
زما په اند، که سیالۍ د والیبال د نړیوالو او منل شویو قوانینو له مخې ترسره شي، نو لوبې به لا معیاري، جذابې او سیالیزې شي. دا به زموږ ځوانانو ته د پرمختګ ښه فرصتونه برابر کړي او د ملي لوبډلې لپاره به د وړ او مسلکي لوبغاړو د روزنې او راڅرګندېدو لار هواره کړي.
راځئ چې د والیبال د ودې لپاره د دې لوبې قوانینو ته درناوی وکړو او د معیاري سیالیو فرهنګ پیاوړی کړو.
Vollyball والیبال

07/07/2026

د افغانستان د کرکټ یو ځلانده ستوری خاموش شو...
إِنَّا لِلّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

21/06/2026

اسماعیل تسل
پکتیا ولایت احمدا اباء لوبډلې لوبغاړی.
Vollyball والیبال

21/06/2026

فرید نیازی
لوګر ولایت مرکز د نیازیو اتلانو لوبډلې کفتان.
Vollyball والیبال

21/06/2026

نظیم الله ولي
د والیبال په برخه کې یو تن غوره او پیاوړی لوبغاړی.

Vollyball والیبال

12/06/2026

ټولو د ولیبال🏐 لوبډلو ته خبر ورکول کیږي📢
چې د پکتیا ولایت د مرکز تيرې د مو مین خیلو د زړې کلا په میدان د ردالظلم عملیاتو تر چتر لاندې د ولیبال یو شانداره ټورنمنټ په لاره اچول شوی ده، هره لوبډله دې ثبت نام وکړي. اوسکوایډونه دې واټساف ته را ولیږي. او د فاینل ګټونکي لوبډلې له لپاره موټر سایکل او دوهمې لوبډلې لپاره نغدي جایزه په نظر کی نیول شوي.
شرایط!
1 ټورنمڼټ داخله نلري
2 هره لوبډله به په خپل ټاکلي وخت لوبې ته حاضریږي، که حاضره نشوه لوبه به د مقابلې لوبډلې په ګټه اعلانیږي.
3 د امپایر فیصله به روستۍ فیصله وي، لوبغاړي او د لوبډلې سپانسر به مداخله نشي کوی.
4 لمونځ به په جمعه ترسره کیږي.
5 يوځل چې کومه لوبډله ختمه شي، دهغي لوبډلې لوبغاړي د بلې لوبډلې سره نشي دریدی.
6 لوبه په3:45⏰️ دقیقې شروع کیږي.
7 د ورځې به یوه لوبه کیږی، او د جمعې په ورځ به دوه لوبې کیږی یوه سهار بله ماسپښين

د ټورنمنټ مسؤل محیب الله حیدري0764280791 / 0772021096
0748329466
د ټورنمنټ غړي نیازولی فولاد

د ټورنمنټ غړی حاجي معصوم احمدزی

د ټورنمنټ غړی بخت الله ادریس 0779486469

د ټورنمنټ مالي همکاران د مومین خېلو د کلي ټول مسافر.

د ټورنمنټ همکاران د مومین خېلو د کلي ټول ځوانان.
مومین خیل ولیبال کلب

12/06/2026

مدثر ماښام
د پکتیا ولایت لجه منګل لوبډلې لوبغاړی.

Vollyball والیبال

12/06/2026

یوه په زړه پورې ویډیو
پکتیا ولایت ـ لجه منګل ولسوالي.
Vollyball والیبال

11/06/2026

ارین جان
د سټار کلب پاستر.
Vollyball والیبال

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul