03/11/2026
راشد خان B لوبډلې ACB Kings لوبډلې ته د ۱۰۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه
په دې سیالۍ کې راشد خان B لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې کړې.
د راشد خان B لوبډلې لپاره کامران ۷۶ او ګل ولي ۴۲ تر نورو زیاتې منډې ترسره کړې.
په ځواب کې د ACB Kings لوبډلې د ۲۰ اورونو په بشپړېدو سره د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او په دې توګه یې د ۱۰۱ منډو په توپیر سیالي وبایلله.
د یادونې وړ ده چې د راشد خان B لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو کور!