🌙✨ د کوچني اختر مبارکي ✨🌙
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ د ټولو لوبغاړو، زده کوونکو، روزونکو او درنو مینه والو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وایي! 🏏💚
الله تعالی دې وکړي چې دا مبارک اختر تاسو ټولو ته خوشحالي، بریاوې او روغتیا راوړي. هیله ده چې ستاسو ژوند د خوښیو، سولې او کامیابیو ډک وي.
د اختر له رخصتیو وروسته به اکاډمي بیا په نوي انرژي او جذبه سره خپلې روزنیزې چارې پیل کړي. 💪🔥
په درنښت راشد خان کرکټ اکاډمي
RK Cricket Academy
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو روزنځای. Rashid khan Cricket Academy Talent Training Center
13/03/2026
Proud of all Afghanistan
د خوښۍ او ویاړ لوی احساس کوم چې د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو د غوره توپ اچونکي په توګه لومړی مقام ترلاسه کوم. 🇦🇫🏏
زه په دې مبارزه کې یوازې نه وم؛ د خپل ملت دعاوې او د ولس تلپاتې ملاتړ ما سره مل وو. همدې مینې او باور ماته دا ځواک راکړ چې د خپل وطن لپاره ډېره ستړیا وګالم او د ګران افغانستان نوم په نړۍ کې په ویاړ وځلوم.
ان شاءالله هڅه به کوم چې په راتلونکو سیالیو کې لا ډېر زیار وباسم او تر دې هم سترې بریاوې د خپل وطن په نوم ترلاسه کړم.
دا بریا د ټول افغان ملت ده؛ ټولو ته دې مبارک وي.
افغانستان زنده اباد 🇦🇫.
22/02/2026
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبغاړو ته خبرتيا !🏏
هغه لوبغاړي چې تېر کال د راشد خان اکاډمي له لوري په انټر کلب سیالیو کې لوبېدلي او غواړي سږ کال هم په هماغو ټیمونو کې خپل شتون یقیني کړي،
نو مهرباني وکړئ لاندې موارد جدي ونیسئ:
✅ یوازې 10 ورځې وخت لرئ چې د خپلې الکترونیکي تذکرې کاپي سره اکاډمي ته ژر مراجعه وکړئ ▪️
او د هر لوبغاړي راتګ يو ځل اړين دی
⚠️ که د روانې مارچ میاشتې تر لومړي نیټې پورې مو مراجعه ونکړه نو وروسته به د هېڅ ډول شکایت حق نه لرئ. .
په درنښت
د راشد خان کرکټ اکاډمي اداره
د اړيکي شميره. 0780001382
11/02/2026
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ ادارې د تېرې نظر سنجۍ په پایله کې د سم ځواب ويونکو له ډلې ښاغلی امیر ګټونکی اعلان کړ.
د ښاغلي امیر څخه په ډېر درنښت هېله کوو چې د راشد خان کرکټ اکاډمۍ ادارې ته تشريف راوړي او خپله ډالۍ ترلاسه کړي.
10/02/2026
یو ځل بیا ځواب ورکړۍ او د ډالۍ ګټونکي شئ.
راشد خان به سبا د سویلي افریقا پر وړاندې په توپ اچونه کې: څو منډې به ورکړي
څو وېکټې به واخلي
او په توپ وهنه کې به څو منډې جوړې کړي
یادونه: تاسې تر سبا ١٠ بجې وخت لرۍ، همدارنګه د سم ځواب ويونکو له ډلې به یو نفر د پچه اچونې په ترڅ کې ګټونکی اعلان شي.
10/02/2026
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ ادارې د تېرې ورځې په نظر سنجۍ کې ګټونکي هېوادوال ته د راشد خان کرکټ اکاډمۍ د راشد خان په نوم شرټ (لباس) ډالۍ کړ.
09/02/2026
د تېرې ورځې سم ځواب ويونکو له ډلې مو پچه اچونه ترسره کړه چې د پچه اچونې په ترڅ کې ښاغلی صدیق نیازی ګټونکی شو. له ښاغلي صدیق نیازی څخه په خورا درنښت هیله کوو چې د راشد خان کرکټ اکاډمۍ ادارې ته تشريف راوړي او خپله ډالۍ ترلاسه کړي.
07/02/2026
ځواب ورکړۍ او د راشد خان د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لباس ترلاسه کړئ.
راشد خان به سبا د نیوزیلنډ پر وړاندې څو لوبغاړي وسوځوي او څو منډې به جوړې کړي؟
یادونه: تاسې تر سبا د ورځې ١٠ بجو پورې وخت لرۍ.
05/02/2026
خبرتیا!
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ ټولو لوبغاړو ته خبر ورکول کیږي چې د کابل ولایت انټرکلب سیالیو کې د لوبېدو لپاره چې د کابل ولایتي ادارې د مهالویش له مخې د راروانې اپریل میاشت په لومړۍ نیټه پيليږي، خپله بريښنایي (الکترونیکي) تذکره او دوه قطعه عکسونه د راشد خان کرکټ اکاډمۍ دفتر ته راوړي او په انټرکلب سیالیو کې د لوبېدو په موخه خپل ځان راجستر کړي.
یادونه: تاسې د راروانې روژئ میاشتې تر ١٥ مې وخت لرۍ تر څو خپل ځانونه راجستر کړئ.
د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې وټساپ شمېرې سره په اړیکه کې شئ.
+93780001382
03/02/2026
ستاسې په اند کومې څلور لوبډلې به د ٢٠٢٦ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړي؟
راشد خان خپلې لوبډلې ټاکلي!
زمونږ لومړیتوب مسلکي روزنه ده.
٢٠٢٦ کال لپاره چمتو اوسۍ...
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Website
Address
پل چرخی عمومی سړک ارزان پل تر څنګ احمدشاه بابا مینه
Kabul