Paktia atalaan cricket team

Paktia atalaan cricket team

Share

best cricket team in chaharasiab kabul

Photos from Paktia atalaan cricket team's post 06/07/2024

سلامونه او نېکي هیلي!!
د 2024 کال خیرآباد پریمیر لیګ کې د خیراباد پر لوبغالي باندي د 24 بیلابیلو او مخکښو لوبډلو په ترکیب کې جوړ شوای لیګ پر لاره اچول شوای وو ، په ویاړ او خوښۍ سره نوموړی لیګ د پکتیا اتلانو لوبډلي خپل او ثبت کړ .
له ټولو مینوالو څخه نړۍ مننه کؤم چې لوبغالي ته راغلي وو، او خپل ټیم یي له نېږدې څخه تشویق کړ
مونږ ته او د پکتیا اتلانو د لوبډلې ټولو مینوالو ته دې مبارک وي😍
په احترام.......

10/05/2023

چهل دختران اتفاق ټورنمنټ لپاره د پکتيا اتلانو لوبډلې نوملړ

21/04/2023

اختريز پيغام!
د پکتيا اتلانو لوبډلې اداره، د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د نړۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول افغان غيور او ميړني ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
کوچنى اختر مو مبارک او بختور شه. ټول فرضي او نفلي عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول شه!

13/02/2023

په سلامونه او احتراماتو مو هرکلی کؤم!
بعد له ډیرې مودې وروسته هیله لرم چې ټول به خوښ او جوړ اووسېږۍ!
د چهاراسیاب د لیګ په اساس زیاترو دوستانو میسیجونه او زنګونه وکړل، چې آیا تاسو ته ولې برخه نده درکړل شوې؟

نو د هغو ټولو په ځواب کې زه فقط دومره ویلای شم چې:
د چهاراسیاب په لیګ کې مونږ ته برخه راکول کېده یا به نه راکؤل کېده!
#خو څه چې مونږ غواړو هغه مهمه ده!
مطلب مونږ نغواړو چې د چهاراسیاب په لیګ کې وو لوبېږو.
او البته:
د چهاراسیاب په لیګ کې به تر هغوو نور هم وو نه لوبېږو تر څو چې یو عاقل او په مسؤولیت پوه انسان نه وي ورته ګمارل شوای .
#البته یو کوچنی مثال یې وایم اګر څه زیات نور مسایل هم شته؛
د چهاراسیاب په لیګ کې دوه ځلې زمونږ د بریا په صورت کې یا د پای لوبې ته د وتلو په صورت کې د ټورنمینټ پیسې ووخوړل شوې یا پټې شوې.
دلیل یې چې هر څه وو مسؤلین یې ډیر ښه پوهېږي.
خو مقصد مونږ ته رانکړل شوې.
البته ځینې خبرې نورې چې مونږ ته ورسېدلې جالبه یې دا وه چې د پکتیا اتلانو د ټیم د پیسو حصه غریبانو ته ورکړل شوې وه.
#نو د یو مسلمان په صفت یې ښه کار کړای خو یوه مشوره ورته لرم او مونږ ته دا پختنه بار بار ذهن ته درېږي.
چې دومره یو سړای نیک شي او ذهن یې کار کوي خو یو خیریه بنسټ دې جوړ کړي ټورنمینټ سه معنا ههههه

نو په اخیر کې له ټولو مینوالو څخه مننه کؤم تل مو مونږ ستایلي یو او انشاالله سږ کال به بیا د نوي انداز سره تاسو ټول زمونږ د ښو لوبو شاهدان اووسېږۍ
په احترام
د پکتیا اتلانو د ټیم د لوبډلمشر لخوا .........

Photos from Paktia atalaan cricket team's post 27/10/2022

په سلامونه او احتراماتو مو هر کلی کؤو!
هیله لرو چې ټول به روغ او جوړ وۍ انشاالله!
د چهاراسیاب د غوره لیګ په سیالیوو کې اتلانو لوبډلې ووکولای شول چې د خیراباد، چمن اتلانو، او همداسې نورو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي چې بلآخره په نیمه پای لوبه کې الحمدالله وو توانیدو چې خپلې حریفې لوبډلې ( ترین کلا ټیم ) ته هم ماتې ورکړو او له لیګ څخه یې بهر کړو.
او د تل په څیر یو ځل بیا نیغ په نیغه د پایلوبې لپاره وړ ټیم حساب شوو.
له ټولو د پکتیا اتلانو د ټیم له مینوالو څخه په خورا درنښت او مینه هیله کېږي چې میدان ته راشۍ او خپل اتلان له نیږدې څخه وو هڅوۍ تر څو دا لیګ پر خپل نوم ثبت کړو انشاالله.
په احترام.............

د پکتیا اتلانو د ټیم
د ادارې د مسؤولینو
لخوأ

Photos from Paktia atalaan cricket team's post 04/10/2022

په سلامونو او نیکو هیلو مو هرکلی کؤم!
هیله لرو چې روغ او جوړ به وي
د الیاسخیلو سوپر لیګ په نامه جوړ شوی لیګ چې څوارلسو بیلا بیلو لوبډلو د داخلي او خارجي لوبغاړو په شتون سره پکې برخې اخیستې وې، تیره جمعه د چلینجر کرکټ ټیم او پکتیا اتلانو د کرکټ لوبډلو تر مینځ، چې دواړو لوبډلو د پای لوبې ته لار موندلې وه تر سره شوه
لوبه د پکتیا اتلانو د لوبډلې لخوا شروع شوه تیزه توپ وهنه یې وکړه او ورسته تر یو ښایسته پړاو د چلینجر د کرکټ لوبډلې توپ وهنه شروع کړه چې بلأخره د پکتیا اتلانو لوبډلې وو کولای شوو چې په یوه غټ توپیر سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د نوموړي لیګ پای لوبه پر خپل نوم ثبت کړي.
هیره دې نه وي چې ددې لیګ تر ټول غوره لوبغاړۍ چې زیاتې منډې یې ترسره کړې وې احسان الله احمدزی وو نومؤل شو
او د پای لوبې غوره لوبغاړی هم سعید نیازی چې څلور غوره لوبغاړي یې وو سوځول وو نومول شو.
په پای کې له ټولو مینوالو څخه مینه او مننه چې مونږ یې تل ستایلي یو نو ورته د زړه له کؤمې مبارکي وایم .
مونږ ته او د پکتیا اتلانو د لوبډلې ټولو مینوالو ته دې مبارک وي.

په احترام

د پکتیا اتلانو د لوبډلې
د ادارې لخوأ

30/09/2022

الیاس خیل کرکټ سوپر ليګ کې نن ورځ فاینل لوبه ترسره کیږی
چلینجر کرکټ کلب او پکتیا اتلانو لوبډلې ترمنځ
نن ماسپښين 3:30 بجی

02/09/2022

Paktia Atalano Team Rounner

02/09/2022

Match day

02/09/2022

Today the final Match

31/08/2022

پکتيا اتلانو لوبډله اداره لخوا بلنلیک
څرنګه چې د چهاراسیاب غوره لیګ سیالیو پایلوبې ته دکرکټ مینوالو ته په ډیر درنښت بلنه ورکوو چې له موږ سره د یاد لیګ په پایلوبه کې ګډون وکړئ
ستاسو د راتګ په هیله
درنښت
میاخیل زلمیوو د پکتيا اتلانو په واړندې
وخت ماسپښین ۲:۳۰ بجې
پته: چهاراسیاب ولسوالي چمن لوبغالی

Photos from Paktia atalaan cricket team's post 30/08/2022

د پکتیا اتلانو اداری لخوا تیر ورځ غونډه ترتیب شوې وه
د پکتیا اتلانو لوبډله چې اوس وخت کې یې زیات ښه شهرت پیدا کړئ، چې په چهاراسیاب سوپرلیک کې د با استعداده لوبغاړو پرمټ تر پای لوبې ورسیدلۀ،په یاده غونډه کې د پکتیا اتلانو مسؤلینو په ترتیب سره خبری وکړې،
د پکتیا اتلانو د لوبډلې لوبډل مشر احسان الله (احمدزی)په لومړیو کې خوښي څرګنده کړه او د ټولو مسؤلینو او لوبغاړو هڅې يې وستايلې، او لوبغاړو ته يې اطمینان ور کړ چې فاینل به د پکتیا اتلانو په نامه کوي انشاالله او آینده کې به د لابریاوو هڅې کؤو، د پکتیا اتلانو مرستیال مشر کشمیر (الهام) د دریځ تر شا خبری وکړې او د خپل ټیم هڅې او کوښښونه يې وستایل، په خپل وار سره اجمل علی (خیل صاحب) او حاجي صاحب محی الدین (حقیار) هم د ټیم د سینیرو مشرانو په حیث لوبغاړو ته ګټورې مشورې ورکړې او ستاینه یې ورڅخه وکړه، د اتلانو د ټیم د کوچ صاحبأنو مشر احسان الله (طوطاخیل) او مالی ملاتړ کوونکي ذاهد (احمدزی) څخه يی مننه وکړه او زیاته یی کړه چې ستاسو له زیار او هڅو له برکته تر پلی لوبې ورسیدو ، د پکتیا اتلانو لوبډلې مالي ملاتړ کوونکې ذاهد (احمدزی)د خپلو همکارانو زحمتونه او هسی وستایلې، او خپلو لوبغاړو ته يی پوره ډاډ ور که چې تاسو ځوان لوبغاړي به همیش کامیاب وۍ ، ښاعلی احمدزی د انجینر صاحب صابر (درمان ) هڅې چې د ډیزان په برخه کې يې کړې دي وستایلې او مننه یې ور څخه وکړه،
د پکتیا اتلانو لوبډلې روزونکی احسان الله طوطاخیل په پای کې خپله وینا وکړه، خپله خوشحالي یې څرګنده کړۀ، له خپل ټیم څخه يی مننه وکړه چې دده هره مشوره يې په ځان تطبیق مړې.لوبغاړو ته يی مثبت فکر ور کړ چې راتلونکې بریا به ستاسو وي تاسو به د چهارآسیاب اتلۀ لوبډله وۍ,د پکتیااتلانو ادارې دا راتلونکې پای لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نیوالی ، خپل لوبغاړي به په انعامونو او ډالیو ونازویي، د کرکټ مېنوالو څخه هم په احترامانه ډول غوښتنه کاوو چې راتلونکې جمعې ته پای لوبې ته راشې او دواړه لوبډلې له نیږدې څخه تشویق کړي ........
پکتیا اتلان د میاخیل زلمیوو پر وړاندې
ډیر ژر ......................
وخت راتلونکې جمعه د ماسپښین 2:30
پته : چهاراسیاب ولسوالۍ چمن کرکټ لوبغالي
په درنښت

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul
Kabul