13/06/2024
سلامونه!
لکه څرنګه چې په جریان کې یاست، په راروانه لنډه موده کې به د ولایتونو انټرکلب سیالۍ پیل شي، جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډله به هم د میدان وردګو ولایت په انټر کلب سیالیو کې ګډون کوي، که تاسو په یاده لوبډله کې شامېلېدل غواړۍ ، کولائ شۍ د لاندې درکړل شویو وټساپ شمېرو سره تر راتلونکو لسو ورځو پورې په اړیکه کې شئ.
یادونه: د لوبغاړو په ټاکنه کې به هغو لوبغاړو ته چې د مسلکي کرکټ تجربه ولري او په جغتو ولسوالۍ پورې اړه ولري لومړیتوب ورکول کیږي.
0730092146
078 962 1791
14/06/2023
Our little fan- BiBi Sajedah❤️❤️😘
13/06/2023
په ګروپي پړاو کې د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې وروستۍ لوبه،
جغتو ولسوالۍ د ګروپي پړاو خپله وروستۍ لوبه د ناصر آباد کرکټ لوبډلې سره ترسره کړه، او ویې کولای شول چې یاده لوبه د ۵۵ منډو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوي.
د توپ وهنې په برخه کې شریف کریمی ۴۲ منډې او حماد الله نوري ۲۸ منډې او د توپ اچونې په برخه کې نهضت الله اتل ۳ ویکټې او حماد الله نوري هم ۳ ویکټې واخیستې.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی حماد الله نوري وټاکل شو،
د یادې بریا سره جغتو ولسوالۍ د روان کال انټرکلب لومړۍ لوبډله شوه چې په رسمي توګه د یادو لوبو شپږ غوره لوبډلو پړاو ته کوالیفای شوه.
د لوبې پوره بهیر کولای شئ په لاندې درکړل شوي لېنک کې وڅارئ.
Jaghato C.C 172/10(24.1) vs Nasir Abad C.C 117/10(21.5). Jaghato C.C won by 55 runs Full Scorecard: https://cricheroes.in/scorecard/7097313/Maidan-Wardak-Enter-Club-2023/Jaghato-C.C-vs-Nasir-Abad-C.C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps
لاندې هم د یادې لوبې یو څو تصویرونه ستاسو د کتنې لپاره.
10/06/2023
د میدان وردګو ولایت په روان انټرکلب لوبلړۍ کې د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې د لوبو صورتحال،
په ټوله کې د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې تر دې دمه څلور لوبې ترسره کړي، چې درې ګټې او یوه ماته له ځان سره لري، شریف کریمي تر دې دمه په دریو لوبو کې د ۲۳۶ منډو او ۶ ویکټو سره د یادې لوبلړۍ د ترټولو ارزښتناک لوبغاړي ویاړ له ځان سره لري، نهضت الله اتل بیا د اتو ویکټو په اخیستو سره د یادې لوبلړۍ د توپ اچونکو د لیسټ په سر کې ځای لري.
په یاده لوبلړۍ کې د جغتو ولسوالۍ لپاره دوه سلیزې د رحمان الله او شریف کریمی له خوا او دری نیمه سلیزې د شریف کریمی، میلاد احمد حیران او احمد سیر عمرزي له خو ترسره شوي.
په ګروپي پړاو کې به جغتو ولسوالۍ خپله وروستۍ او پنځمه لوبه د دوشنبې په ورځ د ناصرآباد کرکټ لوبډلې سره ترسره کوي.
یادونه:د شریف کریمي اصلي استوګنځای د جغتو ولسوالۍ د منګلیو کلی او نهضت الله اتل د صالح خېلو کلی دی، د جغتو ولسوالۍ د کرکټ لوبډلې رهبري یاد ویاړ د جغتو ټول پتمن ولس ته مبارکي وایي او خپلو اتلانو ته په راتلونکو لوبو کې د ښه چانس غوښتونکي دي.
د تېرو لوبو د مفصل راپور لپاره کولای شئ لاندې لېنکونو ته مراجعه وکړئ.
Jaghato C.C 242/4(25.0) vs Etifaq C.C 243/8(24.0). Etifaq C.C won by 2 wickets Full Scorecard: https://cricheroes.in/scorecard/6961666/Maidan-Wardak-Enter-Club-2023/Jaghato-C.C-vs-Etifaq-C.C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps
Jaghato C.C 248/9(25.0) vs Ghazi M.. Jan Khan C.C 114/10(19.2). Jaghato C.C won by 134 runs Full Scorecard: https://cricheroes.in/scorecard/6983138/Maidan-Wardak-Enter-Club-2023/Jaghato-C.C-vs-Ghazi-M..-Jan-Khan-C.C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps
Jaghato C.C 277/6(25.0) vs De Hayat C.C 163/9(25.0). Jaghato C.C won by 114 runs Full Scorecard: https://cricheroes.in/scorecard/7040406/Maidan-Wardak-Enter-Club-2023/Jaghato-C.C-vs-De-Hayat-C.C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps
H Z C.C 174/2(25.0) vs Jaghato C.C 175/9(25.0). Jaghato C.C won by 1 wicket Full Scorecard: https://cricheroes.in/scorecard/7051706/Maidan-Wardak-Enter-Club-2023/H-Z-C.C-vs-Jaghato-C.C via CricHeroes App : https://crichero.es/apps
لاندې درسره د یادو لوبو د بهیر یو څو تصویرونه شریکوو.
09/06/2023
د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې ټولو مینوالو ته دې مبارک وي.
د ميدان وردګو ولايت د انټرکلب سياليو په لړ کې!
د همدې سياليو پر جريان نن د جغتو کرکټ کلب او حنيف ځدراڼ کرکټ کلب ترمنځ لوبه ترسره شوه حنيف ځدراڼ لوبډلې د دوو لوبغاړو په زيان مقابل لوبډلې ته (۱۷۴) منډو هدف کېښود، چې له اړخه يې مسيح الله رسولی (۶۲) منډې جوړي کړي، په دوهمه پاڼې کې جغتو لوبډلې د يوې ويکټې په توپير ياده هدف په اخر اور کې ترلاسه کړ چې د يادې لوبډلې لپاره ميلاد حيران مهمې(۶۲) منډې جوړي کړي، حنيف ځدران لوبډلې لپاره په بالینګ کې عزت نور، نثار، اکمل دوه دوه ويکټې ترلاسه کړي.
ميلاد حيران د نيمه سليزې پر اساس د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
22/05/2023
د میدان وردګو ولایت د کرکټ لوبغاړو د پام وړ!
د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډله به د تېر په څېر یو ځل بیا د میدان وردګو ولایت به انټرکلب سیالیو کې ولوبیږي، او همدارنګه دا ځل هم غواړي چې د تل په څېر د یاد ولایت با استعداده، ځوان او وړ لوبغاړو ته د لوبېدو چانس برابر کړي ترڅو وکړی شي خپل استعدادونه او وړتیاوې ثابتې کړي او راتلونکي کې د ولایت او هېواد لپاره په سترو میدانونو کې ولوبیږي.
نو په دې اساس د کرکټ لوبې ټولو هغه لوبغاړو ته خبر ورکول کيږي چې غواړي د میدان وردګو ولایت په راروان انټرکلب سیالیو کې ولوبیږي او د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې برخه شي خپل ټول اړین معلومات له مونږ سره د لاندې واټس اپ شمېرو له لارې شریک کړی تر څو وکولی شو د انټرکلب سیالیو لپاره منظمه او با استعداده لوبډله جوړه کړو.
14/09/2022
ملګرو! د او تر منځ د روانې لوبې ژوندی او بال په بال حال په لاندې لېنک کتلی شئ.
Jaghato C C vs Pashton Shar E Naw | Maidan Wardak Inter-Club 2022 - Cricket Match Score, Schedules, Results - CricHeroes
Check Jaghato C C vs Pashton Shar E Naw at Maidan Wardak Cricket Groud, Maidan Wardak with full Cricket Scorecard, Match Summary, Series, Player Stats, Analysis, Ball by Ball Commentary and more updates only on CricHeroes.
12/09/2022
د میدان وردګو ولایت د ۲۰۲۲ کال انټرکلب سیالیو لپاره د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې نوملړ!
د جغتو ولسوالۍ کرکټ لوبډلې د ۲۰۲۲ کال انټرکلب سیالیو لپاره خپل شپاړلس کسیز نوملړ اعلان کړ، مونږ یو ځل بیا د تل په څېر ځوان او با استعداده لوبغاړو ته په نوملړ کې چانس ورکړی تر څو وکړی شي راتلونکي کې د ولایت او هېواد ښه استازیتوب وکړي.
همدارنګه زمونږ لوبډله راروانو سیالیو ته پوره چمتو ده او غټې لاسه راوړنې به ولري.
11/09/2022
د میدان وردګو ولايت په روان کرکټ کلب سیالیو کې د جغتو ولسوالۍ کرکټ کلب د لوبو مهالوېش؛
جغتو ولسوالۍ کرکټ کلب به په ګروپي سیالیو کې درې لوبې ولري:
۱. جغتو ولسوالۍ کرکټ کلب د پښتون شهر نو لوبډلې پر وړاندې
(را روانه چهارشنبه د سنبلې میاشتې ۲۳مه سهار ۷:۳۰ دقیقې)
۲. جغتو ولسوالۍ کرکټ کلب د سولې کرکټ کلب پر وړاندې
( سه شنبه د سنبلې یا وږي میاشتې ۲۹مه ماسپښین ۱ بجه)
۳. جغتو ولسوالۍ کرکټ کلب د خپلواک کرکټ کلب پر وړاندې
( پنجشنبه د تلې یا میزان میاشتې لومړۍ سهار ۷:۳۰ دقیقې)
11/09/2022
د جغتو ولسوالی کرکټ لوبډله د وردګو ولایت ۲۰۲۲ کال انټرکلب سیالیو ته په پوره ډول چمتو ده.
موږ به په یاد ټورنمنټ کې ټولو ګډون کوونکو لوبډلو ته د ښه چانس غوښتونکي یو.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ټورنمنټ لپاره به زموږ لوبډله نن اعلان شي.