Afghan Sport News

Afghan Sport News

Share

افغان سپورټ نیوز صفحه تاسو د نړۍ له سپورټ څخه خبروي.

11/02/2026

ته بهترین یی اتله💝

11/02/2026

نیمه سلیزه!

رحمن الله ګربز د سویلي افریقا پر وړاندې روانه لوبه کې نیمه سلیزه جوړه کړه او لا هم خپلې غوره توپوهنې ته دوام ورکوي. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي ۱۳مه نیمه سلیزه شمېرل کېږي.

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
------
Rahmanullah Gurbaz puts on a terrific knock and brings up an electric half-century in the ongoing game against South Africa. 🤩

A brilliant knock from Gurbaz to get to his 13th T20I half-century! 👏👏

| | |

21/01/2026

چا ويل چې هغه د يوې لوبې بېټسمين دى، د هغه دا ځل بخت راويښ شوى دى، دا ځل تاريخ جوړولو ته راوتلى.🫡🏏😍
درويش رسولي
دلته هم راشی👇👇👇👇👇
https://t.me/afghanc1

21/01/2026

وايي:«دا یو بل ډول چلنج وو. ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو په فارمیټ کې ځانګړې لوبډله ده او موږ اړ وو چې د اسیا جام له خرابې لوبې وروسته د یوې لوبډلې په توګه بېرته راشو. دا چمتووالی به موږ سره په نړیوال جام کې ډېره مرسته وکړي. په داسې شرایطو کې د توپ لېنټ او لاین ډېر مهم وي. د مېډل اورډر ملګرتیا زه خوشحاله کړم، ځکه همدا هغه برخه وه چې موږ تر ۱۴م اوور پورې پرې کار کاوه. ډېر خوښ یم چې رسولی مسؤلیت واخیست او هر چا خپله ونډه واخیسته. خبره دا ده چې موږ په میدان کې څومره هڅه کولی شو او څومره پر سم لېنت توپ اچوو. کله چې هېټمایر بېټنګ پیل کړ، نو حالات بدل شول. تر وروستي توپ پورې هڅه کول اړین دي او دا هغه څه وو چې موږ نن وکړل.»😍🫡🏏
راشد خان
دلته هم راشی👇
https://t.me/afghanc1

18/01/2026

د BPL په تاریخ کې لومړی افغان لوبغاړی دى چې سلېزه وهي او په روان فصل کې دوهم بېټسمين دی چې سلېزه یې جوړه کړه. تصور وکړئ چې پلار یې هم په همدې لوبډله کې لوبېږي او له نږدې د خپل زوی دا زړوره او زړه‌راښکونکې لوبه ګوري. څومره خوند به ترې اخلي.😍🏏🫡
حسن عيسى خېل

14/01/2026

اتمه يو ورځينۍ سليزه؛ د تېر کال تر ټولو غوره بېټسمين وو.💪🥰🫡
کې ال راهول

د کرکټ معلوماتو لپاره تلګرام ته راشی
https://t.me/afghanc1

05/01/2026

دغسې ښکلې ستاینې خوند کوي!
کله چې بېګا رحمن الله ګربز د بنګله‌دېش غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې غوره پیل وکړ او 31 چټکې منډې یې جوړې کړې، نو رامېز راجا وویل: "وګورئ چې ګربز په آسیا کې څومره په جرأت لوبیږي، دلته یې هم پیل عالي دی او په انټرنشنل لیګ کې یې هم د ډېرو نړیوالو پام یوځل بیا ځلې ځان ته واړولو"

بیا یې زیاته کړه: "هغه/ګربز د افغان لوبډلې د توپ وهنې تر ټولو باوري نوم او انتخاب دی، د ګربز ښه ځلېدنه یوازې دده لپاره نه بلکې د ټولې افغان لوبډلې لپاره تر نړیوال جام مخکې د خوښۍ زېری دی؛ ځکه که ګربز ښه لوبیږي نو افغانستان له هرې لوبډلې په اسانۍ لوبه ګټلی شي"

04/01/2026

۳۹ کلن ډېوېډ وارنر لا هم نه دی ختم شوی، هغه نن په بيګ باش کې په ۶۵ بالونو ۱۳۰ ناسوځېدلي رنزونه جوړ کړل، هغه په خپلو ۹ سلېزو کې یوازې یو ځل اوټ شوی دی.💯👍🏏

04/01/2026

د ښکلو تبصرو دوام!
د هندوستان پخوانی لوبغاړی او اوسنی تبصره کوونکی اکاش چوپړا اټکل کړی دی چې د را روان نړیوال جام د څلور غوره لوبډلو پړاو ته هندوستان، آسټرالیا، سویلي افریقا او ګران افغانستان لار مومي.

مونږ به دعاوې کوو چې لومړی تر سیمي فاینل، بیا تر فاینل او بیا تر اتلولۍ ورسېږو.

02/01/2026

کله چې عظمت الله عمرزي پرون په توپ وهنه کې پنځوسیزه او په توپ اچونه کې درې وېکټې واخیستې، نو رامېز راجا وویل: "زما په خپل اند په کرېکټ کې تر ټولو لنډ کریر د الرونډر وي، ځکه چې د یو وخت کې دې درې لوبغاړو مسوٶلیتونه پر مخ وړي، هم باید ښه توپ وهوونکی، هم باید ښه توپ اچوونکی او هم باید ښه ډګر ساتوونکی واوسي؛ زه چې د عظمت دې ډول بهترینه فېټنېس، په ځان اعتماد او باور ته ګورم نو په یقین سره ویلی شم چې هغه د افغانستان لپاره کم تر کمه 15 کاله نور هم د یو بهترینه انتخاب په توګه لوبېدلی شي"
د کرکټ مینوالو یو ځل راشی👇
https://t.me/afghanc1

02/01/2026

د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د وروستۍ درجه بندۍ په اساس زموږ راشد خان د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو په توپ اچوونکو کې اول دی. عظمت عمرزی بیا الراونډرانو کې اول دی. محمد نبي درېیم دی. توپ وهونکو کې مو څوک نه شته.

همدغه راز راشد خان د نړیوالو شل اوریزو سیالیو توپ اچوونکو کې درېیم مقام خپل کړی.

په ټست سیالیو کې مو بیا لسو غوره لوبغاړو کې څوک نه شته.
https://t.me/afghanc1

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul