ACA ابدالي کرېکټ اکاډمي

ACA ابدالي کرېکټ اکاډمي

Share

د ابدالي کرېکټ اکاډمۍ ته ښه راغلاست. له همدې ځایه تاسو کولی شئ چې د اتلولۍ هوډ ته ملا وتړئ

Photos from ‎ACA ابدالي کرېکټ اکاډمي‎'s post 03/09/2020

ابدالي کرکټ اکاډمۍ یو ځل بیا خپل فعالیت پیلوې.

درک: قلعه زمانخان ته غځیدلی سرک د الوخیلو سیمه ( پخوانۍ افغان کرکټ اکاډمي)

Photos from ‎ACA ابدالي کرېکټ اکاډمي‎'s post 10/02/2019

زيری زيری
اوس ابدالي سرپټې اکاډمۍ له نړيوال معيار سره سم ويشتنځايونو سره ستاسو په چوپړ کې ده.

داخلې جريان لري 0785009407
ادرس : د کابل جلال اباد لويه لار د ارزان قيمت پل تر څنګ

13/01/2019

ابدالي کرکټ اکاډمۍ د تير کال په څير سږ کال هم د سرپټې اکاډمۍ تمرينات پيل کړي د مالوماتو لپاره کولای سئ په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ.

نثار ساپی 0785009407

28/10/2018

ابدالي کرکټ اکاډمۍ د تير کال په څير سږ کال هم د سرپټې اکاډمۍ تمرينات پيل کوي د مالوماتو لپاره کولای سئ په لاندې شمېره اړيکه ونيسئ.

نثار ساپی 0785009407

07/09/2018

طاهر عادل ته دې مبارک وي په الف لوبډله کې انتخاب سوی.
د ابدالي کرکټ اکاډمۍ وياړي چې دمګړۍ عادل پدې اکاډمۍ کې خپل تمرينات ترسره کوي.

05/09/2018

د ابدالي کرکټ اکاډمۍ ای لوبډله خوست ته تللې چې هلته به پينځه يو ورځينۍ سيالۍ ترسره کړي.

Photos from ‎ACA ابدالي کرېکټ اکاډمي‎'s post 29/08/2018

نن د ابدالي کرکټ اکاډمۍ ځوانانو زرملوال کرکټ اکاډمۍ ته په شل اوريزه لوبه کې ماتې ورکړه.
زرملوال اکاډۍ 170 منډو هدف وټاکلو چې صادق 4 او وليد دوه لوبغاړي وسوځول. په جواب کې ابدالي کرکټ اکاډمۍ ياد هدف د يوې وکټې په نقصان په 14 اوور کې پوره کړ چې ستوري حسن پکې 110 ناسوځيدلې او بلال 23 ناسوځيدلې منډې وکړلې.

16/08/2018

دا ماشوم حميدالله هوتک نوميږي وکټ کيپر بيټسمين دی , پرون يې د سلطان کرکټ اکاډمۍ پر وړاندې 110 منډې وکړې او لوبه يې پخپل نوم کړله.

ابدالي د اتلانو روزونکی

15/08/2018

پينځه لس کلن مدثر نېازی د پروان ولایت اوسيدونکی دی زه يې چې کله په ابدالي کرکټ اکاډمۍ کي توپ وهنه ګورم ماته د هند د کرکټ لوبډلمشر ویراټ کهولي کاپی ښکاري.
نن يې د کابل کرکټ کلب خلاف ۶۶ ناسوځيدلې منډی وکړې. باور وکړئ پدې خړو پړو خاورو کې ډير ستر ستر استعدادونه شته خو موږ لا خبر نه يو.

ابدالي د بري په لور ګام

06/08/2018

مونږ اتلان روزو . . . !

دا خليل حبيبزی د کامې اوسيدونکی دی او د ابدالي کرکټ اکاډمۍ لوبغاړی دی , په کيڼ لاس تيزه توپ اچونه کوي چې نن يې يو ځل بيا د کابل کرکټ کلب 7 لوبغاړي وسوځول. هېره دې نه وي چې په سياله لوبډله کې د ملي لوبډلې افسر خان ځاځی, ناصر جمال او حمزه هوتک هم شامل وو.

05/08/2018

له کرکټ بورډ نه مننه کوو چې زمونږ دوه همکاران يې په مسلکي برخه کې وروزل.
اسدالله نظري د روزنې په برخه کې او مشعل بارکزی د لوبڅارۍ په برخه کې.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul