ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص

ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص

Share

د هډوکو، بندونو، عضلاتو، ملا، روماتيزم؛ ورزشي او جګړه ايزو ټپونو متخصص

Photos from ‎ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص‎'s post 17/07/2026

کیوبایان له افغانانو څلور ځله کم نفوس او شپږ ځله کمه ځمکه لري، خو بیا یې هم یوازې په خارج کې د بوختو روغتیایي متخصصينو د معاشونو له درکه کلنی عاید ۹ ملیارده ډالره دی؛ چې د افغانستان د ټولې ملي بوديجي نږدې څلور چنده کېږي.

له کيوبا بهر ۵۰ زره کیوبايي روغتيايي کارکوونکي د نړۍ په ۶۷ هېوادونو کې روغتيايي نظامونو ته تکيه ورکوي او د نړیوالې روغتيا په تأمين کې په لوړ اعتبار په خدمت بوخت دي.
په کیوبا کې د ننه په بېلګيز ډول د مور-ماشوم د صحت کچه له متحده ایالاتو سره په داسې حال کې برابره ده چې په کلني ډول هر کیوبایی تر هر امریکايي کابو ۲۰ چنده کم روغتيايي لګښت پرې کوي.

ددې لاسبرۍ ترټولو څرګند سبب د کیوبا د انقلاب د مشرانو هغو ژمنو ته وفاداري ده چې د صحت او تعلیم د عامولو په اړه یې خپل ولس ته ورکړې وې. دوي د خلکو ترمنځ د فساد د ورکاوي او د عدالت د تأمین شعار پورته کړی و؛ او ویل به یې چې ترڅو خلک باسواده نشي د عدالت له غوښتنې عاجز دي او ترڅو چې روغتیا ونلري د پاتې عدالت تأمین ناممکن دی.

ځکه خو یې د انقلاب په لومړي کال د بې سوادۍ د ورکولو لپاره ملي کمپاين پیل کړ؛ یو لک او پنځه ويشت زرو داوطلبو باسوادانو ته یې نظامي درېشۍ ورواغوستې او په غرونو او بانډو کې یې د خلکو د باسواده کولو لپاره مارش کړل چې له برکته یې په ډېره لږه موده کې د ولس د سواد کچه ۳۰٪ پورته ولاړه. بیا یې د شلوزرو مکتبونو کمپاین پیل کړ، چې له برکته یې ښوونیز پوښښ تکمیل او حتې په غرونو کې معیوبو ماشومانو ته هم داسې ټولګي جوړ شول چې کله به یې د شاګردانو شمېر تر څلورو کسو تجاوز نه کاوه.

بیا یې د طب لپاره خاص مسیر پرانیست او په وړیا یې دداسې ډاکټرانو په روزلو لاس پورې کړ چې د خپل ولس په منځ کې اوسېږي، نیمه ورځ د عام پوهاوي د لوړولو کار په مخ وړي او پاتې وخت په سیمه ایزو کتنځايونو کې ولس تداوي کوي. ددوي ډاکټران بهر ته د تګ لپاره له دولت سره تړون کوي چې د خپل معاش یوه برخه به بیت المال ته رااستوي او د اړتیا یا امر په صورت کې به بې له ځنډه وطن ته راګرځي.

د فساد د ورکاوي لپاره یې واضح اصول او پرېکنده جزاوې اعلان کړې چې له مخې یې په دولتي تصفیه کې د انقلاب د مشر ترټولو نږدې ملګری او محبوب جنرال ارنالډو اوچوا له ډېرو نورو مشرانو سره د فساد په تور ونيول شول او د اسنادو له کره کېدلو وروسته په اعدام محکوم شول. د انقلاب مشر د محکمې پرېکړه تائید کړه، ویې ویل چې ملګری اوچوا په ما ګران دی خو کیوبا ترهغه ارزښتمنه ده، او بیا یې په ډزو ددوي د وژلو حکم ورکړ.

اوس د کیوبا ۹۹.۹۸ فیصده ولس داسې باسواده دی یوازې په لیک لوست نه پوهېږي بلکې د سواد منځنۍ کچه یې د نهم ټولګي معادله ده. هغه هم داسې چې د ملګرو کلتونو د ارزونو له مخې د کيوبا د ښوونځي عادي شاګرد په يوه معياري امتحان کې د جنوبي امريکا د هر هېواد له شاګرده دېرش فيصده لوړې نومرې وړلاي شي.

د کیوبا روغتیايي خدمات نه یوازې دا چې باکیفیته او مطلق دولتي دي بلکې درمل یې هم له ګاونډي متحده ایالاتو معمولاً له ۲۰ تر۲۰۰۰ چنده پورې ارزانه دي.

کیوبا له چا پوروړې يا د چا تر حمايې لاندې هم نده، بلکې له يوې سختې اقتصادي محاصرې سره له ۶۷ کلونو راهيسې پنجې نرموي خو بيا هم د باسواده او روغ ملت په مټ په يوه متخاصم چاپېریال کې دنګه غړۍ توره برېښوي.
ــــــــــــ
نوټ:
۱. زه خاورین د تحصیلي او روغتيايي نظامونو د مطالعې په بهیر کې څه موده وړاندې د قطر هیواد په شمال کې کیوبايي روغتون (المستشفی الکوبي) ته ورغلم ترڅو یې له ډاکټرانو سره د زړه خواله وکړم او ددې برلاسۍ ستراتېژي ترې وپوښتم.
په تصویر کې د قطر هغه کیوبايي روغتون لیدلای شئ چې ټول (یا یې اکثره) کارکوونکي کیوبايان دي.

۲. ښه به نه وي چې په یو رنګين ماښامنی بنډار کې پدې وغږېږو چې مونږ افغانان چېرې يو، څه کوو او څرنګه مو برخليک دومره بدلېداي شي؟
ــــــــــــ
څيړنه او لیکنه: ډاکټر کلیم الله وردګ

Photos from ‎ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص‎'s post 05/05/2026

له جاپان، کوریا، ټايوان، فلپين، هند او افغانستان څخه د راټولو شویو د ملا د لېزري جراحانو روزنیزه دوره پای ته ورسېده.
تمه ده چې د ملا د ناروغيو په تداوۍ کې د یوه نوي دور پیلامه وګرځي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
هر مثبت تغییر له آرمانه پيلېږي! ❤️‍🩹

Photos from ‎ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص‎'s post 04/05/2026

کوریایی پروفیسر (لیم) په نړۍ کې د ملا د لیزري عملیاتو یو مشهور جراح دی؛ دده په تخنیک کې له یوه سانتي متر ټپ څخه د ملا ډېسکونه ایستل کېږي او ناروغ دوه ساعته وروسته کور ته ستنېږي.
نوموړی د لیزري عملیاتو د نويو تخنيکونو* د انکشاف لپاره یو نړیوال مرکز اداره کوي، د نویو وسائلو په ډیزاین کې مرسته کوي او هم د نوموړيو مهارتونو د ترويج لپاره هرکال څو ځله د ملا د جراحانو ډلې روزي.

پروفیسر لیم داځل د جاپاني متخصصینو په ملتیا هند ته د لیزري عملیاتو د یوه نوي پړاو د پيل د پاره راغلی و؛ غوښتل یې د غاړې د مهرو په لیزري درملنه هندي جراحان بلد کړي.
زه خاورین هم دې روزنیزې دورې ته وروبلل شوم او د خورا ډېر څه زده کولو فرصت مې وموند، تمه لرم چې په افغانستان کې به یې ترویج ته کار وکړای شم.
ــــــــــــــــــــــ
د پروګرام په پیل کې ناظمينو له ما وغوښتل چې له ګډونوالو سره په امریکا کې د نوي ترویج شوي، د کوچنیو ټپونو له لارې د ملا د ډېسک ایستلو او پرځای یې د فلزي ډېسک اچولو وروستی تخنیک** شریک کړم.
ــــــــــــــــــــــ
*PSLD, IELD, TELD
**MIS-TK-OLLIF

28/04/2026

کله چې د ماشوم څنګل ماته شي خو بېرته سمه پرځای نشي، څنګل یې کوږ جوړېږي او د وخت په تېرېدلو یې کوږوالی ډېرېږي.
دا کوږوالی د لاس د اعصابو تارونه په تدریج تخریبوي چې له امله یې په لېچه کې برېښ او په موټي کې بېحسې، کمزوري او ډنګروالی رامنځته کېږي.

څه وخت وړاندې مو د یوه دېرش کلن ځوان لاس چې له دې ستونزې کړېده عملیات کړ او د اعصابو تار مو یې د څنګلې له شا مخې ته راواړاوه.
د وخت په تېرېدلو یې ستونزه په ورکېدو شوه. هغه لاس چې بېحسه کېده، زور او غوښه یې کمه شوې وه، اوس بېرته ژوندی، غوښن او قوي شوی.
ـــــــــــــــــــــــــــــ


Photos from ‎ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص‎'s post 26/04/2026

د سرطان یو لوی علت وراثت دی؛ یعني ځینو خلکو ته یې له والدینو سرطاني عوامل ورلېږدېدلي وي.
ددوي د (ډي.ان.اې DNA) تحلیل کولای شي دا معلومه کړي چې آيا دوي په راتلونکي کې په کوم ځانګړي سرطان اخته کېدای شي که نه؟ او ددوی د کورنۍ نور غړي څومره د سرطان له ګواښ سره مخ دي؟

ما خاورين په هند کې د DNA د تحليل او حجروي مطالعاتو ترټولو لوي لابراتوار وکوت، چې صرف یوه ماشين* یې په یوه ځل د ۶۴ کسانو ټوله ډي.ان.اې څيړله او په دریو ورځو کې یې د ۲۰ TB وراثتي ډېټا له تحلیل څخه پایلې راایستلې.
د سرطان د درملنې له یوه بل داسې تخصصي مرکزه مو هم لیدنه وکړه چې د اتومي شعاع په ماشینونو یې هره ورځ تر ۲۰۰۰ کسو پورې سرطاني ناروغان تداوي کېدل.
ــــــــــــــــــــ
ـ * د وراثتي تحلیل نوموړی ماشين په تصویر کې په تور رنګ لیدل کېږي چې د نړۍ په کچه دریم او په هند کې اول ماشین دی چې نصب شوی.
ــــــــــــــــــــ
- مونږ د افغانستان د روغتيايي استقلال لپاره کار کوو.

23/04/2026

ویل کېږي چې د طب په خروجي امتحان Exit Exam کې نوي فیصده ګډونوال ناکام شوي چې د شخصي پوهنتونونو ناکامان پکې تر دولتي هغو ۱۵ چنده ډېر دي.
داسې ناکامي او دومره تفاوت طبيعي ندي او باید د ګډونوالو د تفصيلي کوایفو له مخې تحلیلي ګرافونه خپاره او په عواملو یې بحث وشي ترڅو اصلاحي وړاندیزونو ته کره اسناد ومومو.
صرف د یوه داسې شرموونکي امتحان له مخې د تحصیلي نظام ډېرې ستونزې رالوڅولای او اساسي تغییرات راوستلاي شو.
ـــــــــــــــــــــ
کامیابانو ته دې مبارک وي.
ناکامان د یوه زاړه او بې کیفیته سیستم قربانیان دي، په غم یې ورګډ یو. 😔

15/04/2026

معصومې کلثوم په دې اوږده ځنکدن کې د روغتيايي سیستم د هرې کچې نیمګړتیاوې رالوڅې کړې او بیا له نړۍ وکوچېده.
دا ادعاء د یوې عادي پېښې غټول ندي بلکې د یوې ډېرې بېلګيزې پېښې له مخې د ټول سیستم ارزونه ده.

که چېرې ددې پېښې ترشا ټول عوامل په مسلکي ډول راوسپړل شي او له مخې یې اصلاحي ګامونه واخیستل شي ښايي مونږ داسې روغتیایي سیستم جوړ کړای شو چې په راتلونکي کې به د لکونو نورو ماشومانو ژوند وژغوري.

که زما خاورين څه په وس پوره واي نو ما به د روغتیايي انقلاب پيل لدې پېښې کړی وای او نوی جوړېدونکی صحي قانون به مې ددې معصومې په نامه (کلثوم) نومولی وای.
ــــــــــــــــــــ

د مسلکي څيړنې د پيل کلیدي ټکي او مختصره تشرح:
۱. د پېښې ډول:
الف: Sentinel Event/بیداروونکې پېښه: کله چې په حفاظتي ګامونو کې د نیمګړتيا له امله ناروغ ته زیان واوړي؛ اړینه نده چې دا زیان دې پخپله د ناروغۍ له امله وي.
ب: Never Event/هېڅکله پېښه: د بېداروونکې پېښې يو ډول دی چې پکښې ناروغ ته له یوې جدي، ناوړې خو د مخنيوي وړ پېښې څخه زیان واوړي. دداسې پېښې باید تل جدي څيړنه وشي ځکه په سیستم کې د ستونزو د يوې کاملې سلسلې ښکارندویې کوي.
۲. د پېښېدلو میکانيزم:
ـ Swiss Cheese Model/د سويسي پنېر موډل: په سیستم کې له موجودو ټولو حفاظتي موانعو د یوه ضرر تېرېدنه او ناروغ ته رسېدنه؛ ښيي چې ټول وقایوي سیستم اقلاً په يوه مسیر کې نيمګړی دی.
۳. د څيړنې پیل:
ـ Root Cause Analysis /د ريښه ای علت څيړنه: د یوې بدې پېښې یا ستونزې د اصلي عواملو داسې منظمه او جامع څيړنه چې دوو اصلي پوښتنو ته ځواب ووایي:
الف: ستونزه ولې پېښه شوه؟
ب: څرنګه یې له بيا پېښېدو مخنيوی کیدلای شي؟
ددې تحلیل اصلي موخه د ملامت کس معلومول نه بلکې د سیستم اصلاح ده.
۴. د اصلاحاتو د دوراني میکانیزم (PDSA) پلي کول:
الف: - پلان- ستونزه تشخیص، اړين تغییرات وړاندیز او اهداف ټاکل کېږي.
ب: -تطبیق- تغییرات پلي کېږي او د تطبيق په بهیر کې ډېټا راټولېږي.
ج: -مطالعه- ډېټا تحلیلېږي او له ټاکل شویو اهدافو سره مقایسه کېږي.
د: -اقدام- د موندنو له مخې تغییراتو ته ادامه ورکول کېږي، یا تعديلېږي او یا هم د تغییراتو بل سېټ معرفي کېږي او دا ټول دوران تکرارېږي.
ــــــــــــــــــ

نوټ: سم مسلمان له یوه سوري دوه ځله ځکه نه چيچل کېږي چې (بیداروونکې) یا (هېڅکله) پېښې خامخا تحلیلوي او د تکرار نه یې د مخنيوي په خاطر سیستماتيک اصلاحي ګامونه اخلي.
#ياهو

13/04/2026

تردې به بده ورځ نه وي چې د یوې ماشومې په ستوني کې بندې مړۍ ته نیم ولس لاس تر زنې کېني. پداسې حال کې چې نه استعدادونه کم دي، نه برانکوسکوپ قیمته دی او نه یې هم استفاده راکټ ساینس دی.
ښايي د هليکوپترې د يوه پرواز په لګښت يو برانکوسکوپ واخيستل شي او د زرګونو عملياتو لپاره کار ورکړي او د تخصص يو ټريني صرف يوه ورځ سم ټرين شي او ويې کاروي.
ستونزه په زاړه سیستم کې ده؛ او خراب سیستم هر ښه استعداد ناکامولی شي.
ځکه خو يې وينو چې وروست تحصيلي او روغتيايي سيستم نظامي مرستې ته اړ شوی؛ پداسې حال کې چې کيسه بايد برعکس واي.
وضعیت ترمیم غواړي او تر ترمیم وړاندې یې د نواقصو فهرست برابرول په کار دي.
ښه نده چې کله خلاصې تڼۍ پرې وغږېږو؟

11/04/2026

د امریکايي Kambin ټولنې په ملاتړ په هند کې د ملا د ناروغيو د تداوۍ پرمختللی ټرېننګ بشپړ شو.
ددې ټرېننګ اصلي برخه مې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو او د عملي پړاو وروستی ثلث مې اوس په هند کې پای ته ورسول.
ددواړو پړاوونو په بهیر کې هڅه کېده چې د لیزري وسائلو په مټ د کوچنيو ټپونو او محدودې کرختۍ له لارې دقیق او لنډ عملیات ترسره شي ترڅو ناروغ ژر خپل فعال ژوند ته ستون شي.

ان شاء الله چې په هېواد کې به د نورو متخصصينو په روزلو په نړیوال معیار برابره درملنه ترویج کړای شو.
ـــــــــــــ
#ياهو

Photos from ‎ډاکټر کلیم الله وردګ؛ د ارتوپېډي او ټراوماټولوژي متخصص‎'s post 09/04/2026

۱. د ماشوم ګوته وينې شوې وه، مور یې د وينې درولو لپاره د شپې کلکه وروتړله.
سهار چې ګوري ګوته توره اوښتې، تر بلې ورځې تڼاکې پرې راوختې. بابا یې غزني ته بوت، ډاکټر ویل چې سملاسي دې پرې شي.
عملیات ته چمتووالی روان و چې ماته راوزنګېد. راومې غوښت.
دا چې د لاس ۴۰٪ دنده غټه ګوته پرمخ وړي او له داسې پېښې وروسته یې هم د بچ کېدلو کمزوری امکان وي نو له عملیاته مې منصرف کړ او له درمله سره مې ولېږه. (امید مې ورکړ او دعاء مې هم وسپارښتوله!)
ګوته یې بچ شوه.
یوه میاشت وروسته او یونیم کال وروسته یې وضعيتونه وګورئ.
۲. ګاونډی مو ډېر بېوزله و، زمونږ پر کاله یې تکیه وه. یوه ورځ یې مېرمنې ماشوم راووست چې لاس یې موټی شوی و. ویل یې دوه میاشتې وړاندې په ګرمو اوبو سوزېدلی.
چې ومې کوت پوستکی یې تنګ شوی او د ګوتو مفاصل سره تېروبېر شوي وو. ما وې ولې د خدای ظالمانو؟ ولې مو په هغه ورځ نه خبرولم؟
ویل یې شپه وه، ته مو نه په تکلیفولې.
ما ویل صرف شل ثانيې به مو راایستلی وای، صرف دومره به مې ویلی وای چې د هلک لاس موټی کېدلو ته مه پرېږدئ ترڅو یې پوستکی او پلې لنډې نشي، نور به بېرته په نامرده خوب ویده واي، اوس خو عملیات غواړي او پوره جوړښت یې هم یقيني ندی.
خفه په دې شوم چې د غريب اولاد د والدینو د بې علمۍ له امله بیا هم غریب پاته کېږي، ځکه دا به کله هم ښه لیکوال نشي، او دا به کله هم د دوو جوړو لاسونو د خاوند سره د ژوند په ډګر کې مقابله ونشي کړای.
۳. څوارلس کلنه نجلۍ د لاس د خوږو له امله په دولتي روغتون کې بستر وه، ومې کتله، یو لاس یې د ماشومانو په بڼه پاتې و او یوه سترګه یې هم ړنده وه. علت مې یې وپوښت، لیرې خپلوانو یې ویل چې دا یتیمه ده؛ مور، پلار، ورور، خور او بل هېڅوک نه لري. په ماشومتوب کې ولوېدله، لاس یې خوږ شو، (د شېرخانې) شکسته بند ته مو بوتله، هغه ورپرځای کړ، خو وروسته له هغې یې دغه لاس غټ نشو، او سترګه یې هم کوم نازولي ماشوم ور ژوبله کړې وه.
خاین شکسته بند ددې ماشومې د هډوکو هغه برخه ورخرابه کړې وه چې هډوکی اوږدوي. او ظالم قوم یې د نورو ماشومانو له زیانه نه وه خوندي کړې. ښايي دا د رب په ابتلاءاتو ککړه معصومه نجلۍ کله هم د ښه ژوند څښتنه نشي، ځکه زمونږ خلک هغه نجلۍ غواړي چې مزدوري وکړای شي او مزدوري د مات لاسې او ړندې نجلۍ کار نه وي.
• کاش والدينو تر ماشوم توليدولو مخکې د هغوي د ساتنې په خاطر يوه پاڼه صحي معلومات ترلاسه کولای.
• کاش ما، تا او بل هر چا په ټولنه کې پر بېکسو پام کولای.
• کاش د درواغو ډاکټران او شکسته بندان په دې نابوده نړۍ هم له حساب سره مخ کېدلای.
• او سلګونه نور کاشونه...
ـــــــــــــــــــ
- د ځمکې په اهل ورحمېږئ، د آسمان اهل به درباندې ورحمېږي! (رواه أحمد)
- چا چې ډاکټري وکړه او پرې پوهېده نه، نو مسئول (ملامت) دی. (رواه ابوداود)

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Karte-Parwan
Kabul

Opening Hours

Monday 16:00 - 19:30
Tuesday 16:00 - 19:30
Wednesday 16:00 - 19:30
Thursday 16:00 - 19:30
Saturday 16:00 - 19:30
Sunday 16:00 - 19:30