Afghanistan Cricket Fan's

Afghanistan Cricket Fan's

Share

IT'S All ABOUT CRICKET

06/07/2023

زېری!!!

د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام افغانستان ته راوړل کېږي:

د يادو سترو سياليو تاريخي جام به د روان کال د سپټمبر په ۷مه او ۸مه افغانستان ته راوړل شي او هېوادوال به يې له نږدې وګوري.

د يادونې وړ ده چې ياد جام به د هېواد بېلابېلو ولايتونو او تاريخي سيمو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

د دې سترې نندارې لپاره شېبې شمېرو...!
-----
مژده!!!

جام مسابقات جهانی به افغانستان آورده ميشود:

جام مسابقات يک روزه بين المللی سال ۲۰۲۳ تاریخ ۷ و ۸ ماه سپتامبر به افغانستان آورده ميشود.

قابل ذکر است که این جام تاریخی در ولایات و مکانهای تاریخی کشور نیز به نمایش گذاشته خواهد شد.
-----
Exciting News for Afghanistan: ICC CWC 2023 Trophy Tour Confirmed on 7-8 September 🤩

Mark your calendars and get ready to witness a historic event in Afghanistan, with the highly anticipated ICC Cricket World Cup 2023 Trophy Tour is confirmed to take place on 7th and 8th September.

During the two-day tour, the fans will have the opportunity to see the trophy up close and be a part of this memorable experience. 🤩

|

04/07/2023

د ملي لوبډلې روزونکی جونتان ټراټ د بنګله دېش او د راتلونکو نورو سترو سیالیو لپاره د افغان لوبغاړو پر چمتووالي او نورو اړوند موضوعاتو غږېدلی دی. هیله ده مرکه یې تر پایه درسره واورئ.
-----
جونتان ترات سر مربی تیم ملی کشور در رابطه به موضوعات مرتبط به سه بازی یکروزه بین المللی کشور در مقابل بنگله دیش و آمادگی بازیکنان صحبت نموده است، امید ویدیو ذیل را تا آخر بیننده باشید.
-----
🗣️: Head Coach Jonathon Trott reacts to AfghanAtalan's preparations for the Bangladesh ODIs and other international assignments ahead.

| |

27/06/2023

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو مهالوېش په ډاګه شو چې له مخې به یې افغان اتلان خپله لومړنۍ سیالي د اکټوبر میاشتې په ۷مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو په لړ کې د افغان اتلانو د سیالیو بشپړ مهالوېش په لاندې انځور کې کتلی شئ.
- - -
جدول زمانی جام جهانی کریکت سال ۲۰۲۳ اعلام شد که در آن ملی پوشان کریکت نخستین بازی اش را تاریخ ۷ اکتوبر مقابل تیم بنگله دیش انجام خواهند داد.

جدول زمانی کامل بازی های ملی پوشان افغان در جام جهانی کریکت سال ۲۰۲۳ را در تصویر زیر مشاهده نمایید.
- - -
Mark your Calendars 📆

The much-awaited fixtures for the ICC CWC 2023 are out and we will be playing our first game in the mega event on Saturday, Oct 7 against Bangladesh in Dharamsala. 🤩

Here are Afghanistan’s complete fixtures in the ICC Cricket World Cup 2023, India ⬇️

|

27/06/2023

د بنګله دېش پر وړاندې د دریو نړیوالو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې مالي ملاتړي درپېژنو:
-----
حامیان مالی ملی پوشان کریکت برای سه بازی یک روزه بین المللی و دو بازی بیست آوره مقابل بنگله دیش را بطور ذیل به شما به معرفی مگیریم:
-----
Introducing Our Partners!

Here is the list of our commercial partners for our upcoming white-ball series against Bangladesh. 🤩

| |

27/06/2023

د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د راتلونکو ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره د شاهدالله کمال په لوبډلمشرۍ د افغان ابدالیان لوبډلې نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.

بشپړ معلومات: https://rb.gy/4j9xl
-----
ACB Name Afghanistan Abdalyan Squad for the ACC Men’s Emerging Asia Cup 2023

Kabul, 26 June 2023: Afghanistan Cricket Board’s National Selection Committee today finalized Afghan Abdalyan’s Squad for the ACC Men’s Emerging Asia Cup 2023, which is scheduled to be held from 14 to 23 July in Sri Lanka.

Read More: https://rb.gy/wa0qh

23/06/2023

افغانستان له نن څخه ټیک شپږ کاله مخکې په همدې ورځ [جون ۲۲] د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
ستاسو په نظر، افغانستان په تېرو شپږو کلونو کې په کرکټ کې پرمختګ کړی دی؟

22/06/2023

سنډا به کور کې برېت تاووي چې د ملي ټيم غړی يم
خو په حقیقت کې د سپين سترګي راشد د غ زور دی
که نه کلب کرکټ کې ولاکه چا پرېښی وی، ملي ټيم کې لوبېدل خو به درته‌ داسې و لکه مريخ ته پياده تلل.

22/06/2023

د ډاکټر خاطر ابراهيم خېل د ۲۰۱۹ ليکنه ده چې اوسنيو حالاتو کې د‌ راشد او حشمت مرداريو ته په کتو یې په لږ ايډيټ بیا خپروو:

له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د انګلستان د کرېکټ لوبډلې د بټېنګ برخه له پنځوس سلنه نه زیات په کېون پېټرسن تکیه وه. پېټرسن په رېښتیا چې نهایت زړور او ماهر کرېکېټر و، مګر اخرو څلورو کلونو کې یې د غرور حد د زغملو نه و.‌ د غرور ترڅنګ یې لوبډله کې منافقت او ډلبازي پیل کړه. له کوچ پېټر مورېس سره یې لانجه راغله، له کېپتانی یې استعفا ورکړه.

په ۲۰۱۵ کال کې چې کله انډرېو سټراس د بورډ مشر شو، په هغه وخت کې يې یو نهایت ستونزمن مګر زړور تصمیم ونیو. سټراوس پوهېده چې د پېټرسن نه شتون، د لوبډلې د بټېنګ ملا ماتوي، مګر د لوبډلې د ښې راتلونکې او لوبغاړو ترمینځ د یووالي په پار، دغسې زړور اقدام ته شدیده اړتیا وه.‌

ناګهانه یې اعلان وکړ چې کېون پېټرسن به نور هېڅ کله د انګلستان لپاره لوبه ونکړي. دا نو نهایت حیرانونکی خبر و، د نړئ له ګوټ ګوټ نه د اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ د کرېکټ مینه والو ژوره خواشیني وښوده. د پېټرسن په نه شتون کې د انګلستان لوبډله د یو څه وخت لپاره سخته وځپل شوه، مګر د دوه کلونو په موده کې یې داسې لوبډله تیاره کړه چې نړیوال جام یې وګاټه او تل په نړيوالو لوبو کې برلاسی وي.

که مونږ هم غواړو چې له ډلو ټپلو بې غمه شو، رښتني کرکټ لوبډله ولرو او دغسې انډوخر او ټوکې ټکالې نه اوسې، نو ورته زړور اقدام ته اشد ضرورت دی، د ډلو ټپلو دوه سرلاري راشد او حشمت دې سزا وګوري.
حشمت دې د يو ورځنيو لوبو له لوبډلمشرۍ څخه ختم شي او دغه دنده دې په کپتانۍ پوه، زړور، په وطن مئين شخص ته وسپارل شي. راشد ته دې کلک اخطار ورکړل شي چې ځان سم کړي او که سم نه شي حد اقل يو کلن بنديز دې پرې ولګول شي. ددې بنديز وروسته به د راشد فرعونيت ختم، باد به یې ووځي او له اسمانه به ځمکې ته راښکته شي. که بیا هم سم نه شو، رخصت یې کړئ. نور راشدان به پيدا شي. دغه راشد له مريخ نه دی راغلی. افغانستان کې پيدا شوی او مونږ باور لرو په لکونه لوبغاړو کې له راشد بهترين لوبغاړي شته خو چې څوک چانس ورکړي نو بیا به وپیژندل شي . چې د مکافاتو تر څنګ مجازات او ځېنې دغه ډول سختې پرېکړې نه وي، په رب که مو کرکټ جوړ شي. خو دا کارونه کله کېدای شي؟ دا چارې هغه وخت سرته رسېدی شي چې د ادارې په مشرۍ کې داسې کسان وي چې واقعا مديران او په افغانستان مئين خلک وي. د اوسنيو په څېر څوکۍ خوښي، او د چکرو مجنونان نه

22/06/2023

د شاجاټ په شمول يی يو درجن ميراثيان په خپله خوښه غوښتي. نه د کارکوټ بوډ په کیسه کې دی او نه د مارکوټ بوډ. د کورکوټ بوټ مشران يې په وړاندې ټرت نشي کولای. دا مو درته ويلي و چې د ډوزن اسد زور به شل اوریزو لوبو کې مالومېږي. کله چې خبره ټيم او ډلې ټپلې ته راځي نو راشد بیا دې وخت کې وطن، افغانستان، ملي ګټې، سړيتوب او انسانيت نه پېژني.

Photos from Afghanistan Cricket Fan's post 02/06/2023

افغان اتلانو نن هم د سریلانکا پر وړاندې د سبانۍ لوبې لپاره بشپړ تمرینات او چمتووالی ترسره کړ.

افغان اتلان، د ټولو ویاړ!
-------
Preparations in full swing ⚡

📸: AfghanAtalan have hit the ground running for one last time before taking on the Lankan Lions tomorrow.

| |

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul